تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ درویشتمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 29, 2024
  0

یکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۲۳)

د موسيقۍ په هکله د صحابه کرامو رضی الله عنهم رأيه


حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وايي:


غزل ویل په زړۀ کي نفاق پیدا کوي. (علامه ابن القیم الجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک ۱)

 

حضرت عبدالله ابن عباس  رضی الله عنه وايي:


دریا وهل منع ده، او د موسیقۍ ټول آلات حرام دي. (علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک ۱)


امیر المؤمنین حضرت عمر ابن خطاب رضی الله عنه وايي:


یو وخت حضرت عمر رضی الله عنه د حاجیانو پر یوه ډله تېرېدئ چي یوه کس غزل ویل او نورو غوږ ورته نیولی وو، نو حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل: الله جل جلاله دي وکړي چي تاسي کاڼه شئ، الله جل جلاله دي وکړي چي تاسي کاڼه شئ ، الله جل جلاله دي وکړي چي تاسي کاڼه شئ ؛ او دا جمله ئې درې ځلي تکرار کړل (سنن الکبری للبیهقی (اتحاف السادة المتقین)

 

ام المؤمنين حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها وايي:


عن ام علقمه مولاة عائشة ان بنات اخی عائشة خفضن، فالمهن ذلک فقیل لعائشة: یا ام المؤمنین الا ندعو لهن من یلهیهن؟ قالت: بلی، قالت: فارسل الی فلان المغنی فاتاهم فمرت به عائشة فی البیت، فراته یتغنی و یحرک راسه طربا، وکان ذا شعر کثیر، فقالت عائشة: اف شیطان، اخرجوه، اخرجوه اخرجوه.( رواه البخاری فی الادب المفرد (۱۲۴۷) والبیهقی فی السنن الکبری (۲۱۰۱۰)


ژباړه: یو وخت حضرت بې بې عایشه رضی الله عنها و خپلو ورېرېګانو ته د پوښتني لپاره ولاړه، چي هغوی ناروغي وې، کله چي دا هلته ولاړل نو یو سړی ولاړ دی، چي اوږده وېښتیان ئې دي و ناروغو انجونو ته غزل وايي، تر څو دوی خوشحاله وساتي؛ نو حضرت عایشی صدیقې رضی الله عنها د هغه سړي د ایستلو فورا امر وکئ او وې ویل: واه!!! دا شیطان دی، دا و باسئ او دا پسي واخلئ.


امیر المؤمنین حضرت عثمان  رضی الله عنه فرمايي:


ما غنیت و لاتمنیت و لا مسست ذکری بیمینی منذ بایعت.( عوارف المعارف للامام السهروردی – بحواله: اسلام او موسیقی، ص: ۱۳۶، ۱۳۷/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


ژباړه: کله چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ، نو نه ما غزلي ویلي دي، نه مي درواغ ویلي دي او نه مي خپله شرمګاه په پخپل لاس مسح کړې ده.

 


حضرت جابر رضی الله عنه فرمايي:
احذرو الغناء فانه من قبل ابلیس و هو شرک عندالله و لایغنی الا الشیطان.( عمدة القاری،ج: ۳، ص: ۳۵۹، بحواله فردوس دیلمی.)


ژباړه: له موسیقۍ څخه ډډه وکړئ دا ځکه دا د شیطان له طرف څخه وي او د لله جل جلاله په نزد لکه شرک داسي ګناه ده، او غزلي له شیطان څخه ماسوا بل څوک نه وايي.

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته