لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
انسان او ګل
ګلاب له خپلي ټولي ښکلا سره سره بيا هم له خپلي ښکلا خبر نه دى. هغه خاندي مګر په خپله خندا هيڅ نه پوهيږي.
هغه چي پر کومه سپېره مځکه وکرل سي خپله ټوله شاوخوا په خپلو رنګونو رنګينه او په خواږه وږم معطره کړي.
هغه د نورو ژوند ته کيف او خوند وربخښي مګر خپله بياهم له هرڅه نه هم هغسي بې برخي وي. هرڅه يې د نورو لپاره وي. نور هرڅه په کوي مګر دى خپله هيڅ نسي کولاى.
داچي انسان هم د ګلابونو په څېر ښکلى دى او له ښکلا څه روغ دى خو د کلابونو په څېر له خپلي ښکلا ناخبره نه دى.
هغه خپله ښکلا ويني، پېژني يې او له خپلي ښکلا خوند اخلي. انسان چي څومره ښکلي وي هغومره په خپله ښکلا مغرور وي. پرې وياړي او په خپله ښکلا نازي.
انسان دا هرڅه د خپل فکر او شعور له مخي کوي او د عقلي پوهي له مخي دا هرڅه يو له بله بېله وي.
ګلابونه بيا داسي نه دي. هغوى له دغي ستري مطاع بې برخي دي. دا نه لري خو که څه هم ګلابونه فکر او شعور نه لري. له عقلي پوهي بې برخي دي، بيا هم ښکلا پلورونکي نه دي. هغوى نه خپله ښکلا پلوري او نه د نورو ښکلا لوټوي. مګر: انسان د خپل ټول ستر توب سره بياهم ښکلا پلورونکى او ښکلا لوټونکى دى. انسان هم خپله ځاني ښکلا په نڅه پلوري او هم د نورو ښکلا لوټوي.
که موږ و ګورو دا به ومنو چي،انسان د خپل ټول سترتوب سره بيا هم د وړو بې فکره او لا شعوره ګلابونو غوندي ستر کارونه چي ښکلا ساتنه ده نسي کولاى او خپل دغه درنښت يې تل تر پښو لاندي کړى دى.
وو بې شعوره خو زموږ د باشعورو په وير
لانده په اوښکو مي د ګل سره اننګي وليدل