تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عبدالله بن زبیر(رض) جُرئت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2020
  0

د عبدالله بن زبیر(رض)  جُرئت

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عبدالله بن زبير(رض)  د حضرت عمر(رض)  د خلافت په وختو کي يوه عجبه او په زړه پوري قصه لري، پسله هغه څخه چي عبدالله(رض)  د يرموک څخه راغلى عمر يې څوارلس يا پنځلس کاله ؤ، نو يوه ورځ د مدينې منورې په لارو يا کوڅو کي د نورو هلکانو سره ولاړ ؤ چي حضرت عمر(رض)  د صحابۀ کرامو د يوې ډلي سره را رهي دى، تاسي ته معلومه ده چي حضرت عمر(رض)  جګ، غټ، برداره، شديد، د هيبت او دبدبې خاوند ؤ، د ده (رض)  د قد او قامت په باره کي وايي: كله چي به پر آس سپور سو پښې به يې مځکي ته رسېدلې،

زيات تر دې په طبيعت کي يې شدت او غلظت هم پروت ؤ، ډير هيبت او دبدبه يې  درلوده خلک ډير ځني بېرېدل، تر داسي اندازې چي يوه ورځ حضرت عمر(رض)  رهي ؤ او تر شا نور اصحاب کرام په پسې وه، حضرت عمر(رض)  ناڅاپه و درېدى او دوى ته يې وکتل، خلک په رېږدېدلو سوه، حضرت عمر(رض)  و ويل: ولي څه درته پېښه سوه؟ خلکو ويل: زموږ زړونه دي په بېره را ډک کړه و دي بېرولو، حضرت عمر(رض)  و ویل:

تاسي زما څخه د ظلم په سبب بېرېږى؟ يعني زه ظالم يم چي تاسي راڅخه بېرېږى؟ خلکو ويل يا ! موږ ستا څخه بېله عدله بل شئ نه دى ليدلى، حضرت عمر(رض)  و ويل: الله(ج) دي نور هم زما هيبت ستاسي په زړو کي ډير کړي، يعني دا چي زه عادل يم او بيا هم تاسي راڅخه بېرېږى دا خير او برکت دى، بده خو دا ده چي ته ظالم يې او خلک ستا څخه نه بلکه ستا د ظلمه څخه بېريږي، نو د حضرت عمر(رض)  څخه خلک په دغه اندازه بېرېدل حتّْى د صحابۀ کرامو د دغه بيري ډيري قصې سته چي د حضرت عمر(رض)  په سیرت کي به مو لوستلي وي. 
نو دغه د هيبت خاوند عمر(رض)  د صحابۀ کرامو سره رارهي دى او عبدالله بن زبير(رض)  د نورو هلکانو سره په لار کي ولاړ دى، هلکانو چي عمر(رض)  وليدى ټولو وځغستل او ولاړل مګر عبدالله بن زبير(رض)  پر هغه ځای ولاړ ؤ او نه ولاړی، كله چي حضرت عمر(رض)  را ورسېدى و عبدالله ته یې و ويل: ولي دي د خپلو ملګرو سره نه ولاړې؟ عبدالله و ويل: يا امير المؤمنين! ګناه مي نه ده کړې چي درڅخه وبېرېږم او لار هم نه ده تنګه چي در ايله يې کړم. 


تاسي متوجه ياست؟ د حضرت عمر(رض)  سره په دغه جرئت خبري کوي، دا هغه عمر دى چي د اصحابوکرامو مشران ځني بېرېدل او ابن زبير(رض)  دغسي سوال او جواب ور سره کوي، دلته نو حضرت عمر(رض)  هغه د رسول الله(ص)  قول تکرار کړي او وې ويل: (هذا ابنُ ابيه) دغه جرئت او شجاعت د پلار څخه ور پاته دى.


وروڼو! په مور او پلارکي چي کوم خویونه او عادتونه موجود وي اولاد يې پر هغه خويو تربيه کيږي او لوييږي، عبدالله بن زبير(رض)  دغه شجاعت يواځي د خپل پلار زبير(رض)  څخه نه ؤ زده کړى، بلکه د خپلي انا صفيه بنت عبدالمطلب(رضي) چي د رسول الله(ص)  عمه او د زبير(رض)  مور وه، د هغې څخه يې هم دغه درس او تعليم اخستى ؤ، نو خود حضرت عمر(رض)  د رسول الله(ص)  قول تکرار کړى او ويل: هذا ابنُ ابيهِ. 
عبدالله(رض)  ته دغه جرئت او شجاعت د زبير(رض)  څخه په ميراث ور رسېدلى دى.


هره کورنۍ چي خپل اولاد پر يوه خوى تربيه کوي په اولاد کي يې هغه خوى پيدا کيږي، صفيه(رضي) په شجاعت او دلاوري کي ډير عجب دريزونه لري، چي يو د هغو څخه دخندق د غزاء واقعه ده، هغه دا چي نارینه مسلمانان د خندق د ساتني او د مشرکانو د مقابلې دپاره ټول د مدينې منورې څخه وتلي وه، کورونه، ښځي او کوچنيان يې يواځي په مدينه منوره کي پاته وه ځکه چي د مسلمانانو د کورنیو د ساتني او دفاع ذمه يهودو پر غاړه اخستې وه، او ويل موږ څوک نه پرېږدو چي مدينې منورې ته را داخل سي، کله چي بيا په خپله يهودو غدر، خيانت، او وعده خلافي شروع کړه او د مشرکانو سره يې لاس يو کړى، نو ويل اول به يې د ښځو څخه را شروع کړو، چي دا کار د يهودو د شرمه ډک او د بې غيرتۍ عمل ؤ، د نارینه وو پر مقابله يې جرئت نه در لودى بلکه غوښته يې چي د مسلمانانو ښځي بندياني ونيسي.


څرنګه چي رسول الله(ص)  د ټولو مسلمانانو ښځي د ډير حفاظت او ساتني دپاره په مدينه منوره کي په يوه قلاکي سره يو ځاى کړي او پرې ايښي وې نو يهودو و ويل تاسي دغه قلا ته د معلوماتو دپاره نفر ولېږى چي آيا هلته نارینه څوک سته چي د قلا حفاظت کوي او که يواځي ښځي دي، نو هغه يهودي راغلى د غله پر قسم پټ پټ قلا ته ور نژدې کيږي چي معلومات وکي، قصه اوږده ده مقصد دا چي په قلا کي د ښځو د ساتني دپاره هيڅ نارینه نه ؤ موجود او که يهود په دغه پوه سوي واى چي په قلاکي نارینه څوک نسته پر قلا يې حمله کول، مګر دلته صفيې (رضي) خپل همت او هوښياري، شجاعت او دلاوري ښکاره کړه، ملا يې وتړل او يو لوى لرګئ يې واخستى چي هغه لرګی د خېمې ستن وه د هغه يهودي جاسوس په لار کي ورته پټه سوه، کله چي يهودې هغه د دې منطقې ته ور ورسېدى صفيه(رضي) په يوه وار پر را وغورځيده او يهودي يې پر سر په هغه لرګي و واهه، جاسوس غځار سو او دا ورغله د هغه سر يې په خنجر ځني پرې کړى، سر يې د ځان سره واخستى لوړه قلا ته وختل او دغه د وژل سوي يهودي جاسوس سر يې د ده پر هغه نورو ملګرو ور وغورځاوه، يهودو چي د خپل ملګري سر وليدى نو ويل: والله قلا په خلکو ډکه ده. 


دغه صفيه(رضي) وه چي خپل زوى د عبدالله پلار يې پر شجاعت تربيه کاوه، خپل زوى زبير(رض)  چي پنځه کلن هلک ؤ دغه پنځه کلن هلک به یې تر ښار دباندي و يوه تاريک او داسي ځاى ته بوتلى چي هلته به خلک د بير ي نه سواى ور تلاى، هلک به يې په دغه ځاى کي پرېښاوه، هلک به بېرېدى او د بیري به یې ژړل خو دې به پرېښاوه او دا به ځني ولاړل خلکو به ورته ويل: کوچنئ دي و بېراوه اعصاب به يې خراب سي، دې به ويل: زه داسي تربيه ورکوم چي و نه بېريږي او فارس يعني جنګي پهلوان ځني جوړ سي. 


نو د عبدالله پلار زبير(رض)  د کوچنيوالي څخه داسي تربيه سو چي بېره يې نه پېژندل، په دغه شجاع او دلاوره کورنۍ کي عبدالله لوى سو. 
د حضرت عمر فاروق(رض)  د خلافت په وختوکي زبير بن العوام(رض)  د عمرو بن العاص(رض)  د کومک دپاره مصر ته ورغلى چي د مصر په فتحه کولو کي د عمرو بن العاص(رض)  کومک وکي، ځکه د عمرو بن العاص(رض)  لښکر فقط څلور زره نفره ؤ او په هغه وختو کي يواځي د مصر د قِبطيانو شمېر بېله هغه روميانو څخه چي په مصر کي موجود وه دوه ميليونه ؤ، يواځي نارینه قِبطيان دوه ميليونه نفره وه او د مسلمانانو هغه لښکر چي د دوى د جنګ او د مصر د فتحه کولو دپاره ورغلى فقط څلور زره نفره دى او غواړي چي مصر فتحه کي، عمرو بن العاص(رض)  چي د مسلمانانو عمومي قومندان ؤ وې ليده چي د ده د لښکر شمېر د قِبطيانو په مقابل کي لږ دى او نور کومکي لښکر ته هم ضرورت لري،

 

نو د حضرت عمر(رض)  څخه يې د نورو اتو زرو نفرو غوښتنه وکړه، حضرت عمر(رض)  غواړي چي کومک يې وکي مګر څرنګه چي شا و خوا په فارس او شام کي نورو فتوحاتو هم جريان درلودى او مجاهدين سره پاشلي وه نو خود د حضرت عمر(رض)  سره په مدينه منوره کي څوک نه وه پاته، پسله ډيره کوښښه يې فقط څلور زره نفره پيدا کړه او څلور نفره يې امر کړه چي د دغه کومکي لښکر سره ولاړ سي، اوس څلور زره نفره کومکي لښکر دى او څلور نفره قومندانان ور سره دي، خو حضرت عمر(رض)  و عمرو بن العاص ته وليکل: ما اته زره نفره در ولېږل، خو هلته و عمربن العاص(رض)  ته څلور زره نفره ورغله، خو حضرت عمر(رض)  ورته ليکلي وه: يا عمرو! ما څلور زره نفره در ولېږل او د هرو زرو نفرو پر سر يو يو نفر ولاړ دى، چي د هغو څخه هر يو و ما ته يا زما په حضور پر زرو نفرو حساب دى. 


هغه څلور نفره څوک وه؟ زبير بن العوام، مقداد بن الاسود، عُباده بن صامت، او محمد بن مسلمه وه(رض) اجمعين وه، نو زبير(رض)  په مسلمانانو کي پر زرو جنګي نفرو حساب ؤ.


کوم وخت چي حضرت عثمان بن عفان(رض)  خليفه او امير المؤمنين وټاکل سو د عبدالله بن زبير(رض)  عمر يوويشت کاله ؤ او د جهاد يې ډير شوق درلودى غوښته يې چي د مجاهدينو سره د جهاد دپاره ولاړ سي، خو حضرت عثمان(رض)  منعه کاوه او ورته ويل به یې: ته به زما سره پاتېږې، هرځاى چي وکومکي لښکر ته ضرورت پيدا سي د هغه لښکره سره دي لېږم، يعني ښايي يو لښکر کومک و غواړي هغه وخت زه تا ته ضرورت لرم او ته به د هغو د کومک دپاره ورځې، او واقعاً هم دغه ضرورت په هغه لوى جنګ کي پېښ سو چي د ټونس فتحه وه.


وروڼو! کوم وخت چي مصر فتحه سو نو مسلمانان نور هم په افريقا کي مخ ته تله او فتوحات يې کول، څو وټونس ته ورسېدل، په دغه وختو کي د روم پاچا هرقل په قِسطِنطينيه کي ؤ چي اوس استنبول ورته ويل کيږي، او د مسلمانانو فتوحات يې ليدل، نو و بېرېدى چي ټوله پاچهي مي د لاسه وزي، نو هرقل ډير لوى لښکر جوړکى چي شمېر يې تقريباً دوه نيم لکه نفره ؤ، څرنګه چي مصر د مسلمانانو په لاس کي ؤ نو هرقل خپل لښکر مصر ته نه سواى لېږلاى نو يې دغه لښکر د کښتيو په واسطه و ټونس ته ور داخل کړى، په دغه وختو کي د مصر والي عبدالله بن سعد بن ابي سرح ؤ چي د حضرت عثمان(رض)  د خاله زوى دى. 


عبدالله بن سعد بن ابي سرح چي د روميانو د دغه لويو لښکرو جوړېدل وليده نو يې د مسلمانانو لښکر جوړ او آماده کى او د روميانو پر طرف چي په ټونس کي وه ور رهي سو، مصر يې پرېښاوه او په خپله دئ د دغه لښکر مشر او قومندان ؤ، غواړي چي په ټونس کي د روميانو سره جنګ او مقابله وکي، خير په ټونس کي دوه لښکره مخ په مخ سره و درېدل او جنګ شروع سو، دغه جنګ اوږد سو او ډيره موده یې په بر کي ونيول خو يو طرف هم پر هغه بل طرف نه سي کاميابه کېدلاى، په دغه جنګ کي د مسلمانانو شمېر د ديرشو زرو نفرو په شاوخوا کي ؤ او د روميانو لښکر تر دوو لکو نفرو هم زيات ؤ، مګر بيا هم يو لښکر نه سي کولاى چي هغه بل طرف ته ماته او شکست ورکړي، نو عبدالله بن سعد و حضرت عثمان(رض)  ته حال ولېږى کومک ځني غواړي،

 

حضرت عثمان(رض)  چي څومره لښکر سره يوځاى کولاى سواى سره را ټول يې کړى خو بیا هم د دغه لښکر شمېر لږ ؤ او د اول وار دپاره يې د دغه لښکر قومندان عبدالله بن زبير(رض)  وټاکى، ويل ولاړ سه د عبدالله بن سعد کومک وکه، عبدالله بن زبير(رض)  هم د  دغه لښکر سره د ټونس پر طرف رهي سو، په دغه وختو کي چي عبدالله(رض)  د ټونس پر طرف ور رهي دى هلته په ټونس کي د مسلمانانو او کفارو په منځ کي هره ورځ جنګونه کيږي، د سهار تر لمانځه وروسته جنګ شروع سي او بېله وقفې يا درېدلو تر ماپښين پوري دوام لري، پسله ماپښينه دواړه لښکره سره جلا سي او تر سبا سهاره راحت کوي، خو په جنګ کي يو طرف هم نه غالبه کيږي،

 

چي دغه مساوي او بې نتيجې جنګو پوره يوه مياشت دوام درلودى، د روميانو د لښکر قومندان چي (ګَرَه ګِرُوس) نومېدى او مسلمانانو جُرجَه ورته ويل، دغه قومندان وليده چي جنګونه کيږي او کومه خاصه نتيجه يا کاميابي نه لري، نو يې په خپل لښکر کي داسي اعلان وکى: که هرچا د مسلمانانو د قومندان عبدالله بن سعد سر راته راوړى و هغه ته يو لک د سرو زرو ديناره ورکوم او پر هغه سربېره خپله لور هم ورکوم، تاسي دغه لوى انعام ته وګورى! سل زره ديناره او خپله لور ورکوي، دلته نو ټولو روميانو کوښښ کاوه چي عبدالله بن سعد ته ځان ور و رسوي، عبدالله بن سعد د خپلو نورو قومندانانو سره مشوره وکړه چي موږ بايد څه وکو؟ هغو دا مشوره ورکړه چي ته د لښکر عمومي قومندان يې که ته و وژل سې په لښکر کي ګډوډي پيښيږي، نو زموږ په نظر ته بايد د دې دپاره د لښکر تر شا و اوسې چي روميان تا ته د رسېدلو لار نه کړي پیدا، عبدالله بن سعد هم د لښکر تر شا اوسيږي او دغسي بې نتيجې جنګونه دوام لري، څو عبدالله بن زبير(رض)  را ورسېدى.


 عبدالله بن زبير(رض)  چي نوى ځوان او د جهاد په شوق ؤ فقط د را رسېدلو سره سم د لښکرمقدمې ته ورغلى هلته د امير پوښتنه کوي او په امير پسي ګرځي خو امير نسته، ويل: امير مو چيري دى؟ هغو ويل: امير د لښکر تر شا دى، 


ده ويل: ولي؟ 
خلکو حالات ور ته و ويل. 
عبدالله(رض)  فوراً د لښکر شا ته امير ته ورغلى او ويل: ته ولي دلته يې؟ 
قومندان هغه د انعام قصه ورته وکړه. 
ابن زبير(رض)   و ويل: والله دا صحي فکر او نظر نه دى، امير او د لښکر تر شا؟ 
لښکر به څوک تشويقوي؟ لښکر چي خپل قائد او قومندان نه ويني نو جنګ څنګه کوي؟ څوک به حماس او شوق پکښي پيدا کوي؟ 
دا هم لوى درس دى چي ابن زبير(رض)  يې د جهاد په باره کي راښيي، 


نو ويل: د قومندان وظيفه دا نه ده چي د لښکر تر شا ناست وي سيل کوي او فقط اوامر صادروي، بلکه قومندان بايد د لښکر په مقدمه کي وي خلک و جنګ کولو ته تشويق کړي، د ضرورت په وخت کي بايد په ميدان کي و دريږي صحي او ضروري اقدامات وکي. 


عبدالله بن سعد و ويل: ټول روميان زما په مرګ  پسې دي هر يو د هغه انعام او جائزې اخستلو اراده لري. 


ابن زبير(رض)  و ويل: زه به حل در وښيم، هغه دا چي ته هم په مسلمانانو کي اعلان وکه: که هرچا د جُرجه سر راته راوړى يو لک ديناره سره زر ورکوم او د جُرجه لور ور واده کوم. 


عبدالله بن سعد هم په مسلمانانو کي دغه اعلان وکى او هلته د جُرجه پر طرف حملې شديدي سوې چي په نتيجه کي جُرجه مجبوره سو او د خپل لښکر شا ته ولاړى، تاسي دغه صحي فکر او حکمت ته وګورى چي د دښمن په لښکر کي يې تزلزل پيداکړى.


خو بيا هم دغه مساوي او بې نتيجې جنګونه دوام لري او عبدالله بن زبير(رض)  د دغه وضعي څخه نه ؤ راضي، دغه بې نتيجې جنګو د ده جهادي تنده نه ورماتول، نو د لښکر د عمومي قومندان او نورو قومندانانو سره د مشورې دپاره کښېنستى او ويل: موږ چي پر دغه طریقه جنګ کوو دا جنګ نه دى بلکه دا فقط د وخت ضائع کول دي. 


هغو ويل ستا نظر څه دى؟ 


عبدالله (رض)   و ويل تاسي فقط نيمه ورځ جنګ کوى. 
هغو ويل: اوس هم خلک ډير ستړي دي د سهار څخه تر ماپښين پوري بېله وقفې او راحته په جنګ مشغوله دي او ته غواړې چي پوره ورځ جنګ وکي؟ دا کار سخت او مشکل دى. 
ابن زبير(رض)  و ويل: زما سره يو فکر را سره دى. 
هغو ويل: څه فکر؟ 


ابن زبير(رض)  و ويل: د مسلمانانو څخه يوه ټولۍ پرېږدى چي په سهار کي جنګ نه کوي، فقط راحت او هوسايي دي کوي، کوم وخت چي ماپښين سو او لښکري سره جلا سوې دغه ټولۍ دي حمله شروع کړي. 


هغو ويل: يوه ټولۍ به په پوره لښکر څه وکي؟ يوه کوچنۍ ټولۍ د دوو لکو نفرو سره جنګ نه سي کولاى. 


ابن زبير(رض)  و ويل ستړي خو به يې کړي، پرېږدى چي دښمن همېشه ستړى وي او د راحت وخت و نه لري. 

هغو ويل: هو دا صحي فکر دى او ته يې د دغه ساتلي ټولۍ قومندان.


 نو عبدالله بن زبير(رض)  د مسلمانانو د پهلوانانو څخه يوه ټولۍ جوړه او انتخاب کړه، سبا سهار چي جنګ شروع سو دغه ټولۍ په جنګ کي ګډون و نه کړى، بلکه تر ماپښينه يې آرام او راحت کاوه، کله چي ماپښين سو اوس د پخواني عادت سره سم دوه لښکره سره جلا کيږي، په دغه وخت کي ابن زبير(رض)  چي د جنګ او کاميابۍ تږى ؤ د خپلو ملګرو انتظار و نه کړى پر آس سپور سو او د روم د لښکر پر طرف ور رهي سو، ملګرو چي يې وليده چي عبدالله پر ور رهي دى هغو هم اسلحو ته ور حمله کړه او پر آسانو سپريږي، خو عبدالله بن زبير(رض)  تر دوى ډير دمخه ؤ، هلته د روم لښکر څه شي ويني؟ 


رومیان ويني چي يو نفر د هغو پر طرف ور رهي دى او عبدالله(رض)  تر اوسه خپله توره د پوښه نه وه راکښلې، توره په پوښ کي په ځړېده، د روم لښکر وليده چي يو نفر غير مسلح د دوى پر طرف ور رهي دى، نو يې ناري کړه: قاصد دى قاصد، لار ور پرېږدى، د هغو په فکر د صلحي دپاره قاصد ور رهي دى لار يې ور پرېښوول، عبدالله په تعجب کي سو چي خلک جنګ نه کوي نور هم مخ ته پسي ولاړى، تر څو د لښکر شا ته د جُرجه و خېمې ته ورسېدى، په خېمه کي جُرجه ناست دى شراب چښي او مينځياني نجوني ورته ناستي دي غزلي ورته وايي. 


دا اوس د لښکر قومندان دى! د کفارو د لښکرو د قومندانانو او مشرانو ژوند دغسي وي، د خپلو شخصي ګټو دپاره د خلکو اولادونه په وينو لمبوي او دوى عيش او عشرت کوي.


ابن زبير(رض)  چي جُرجه ته ور و رسېدى توره يې پر پورته کړه او جُرجه يې و وژى، روميان په تعجب کي سوه او نارې يې کړې: غدر! غدر! عبدالله(رض)  و ويل: نه زه قاصد وم او نه ما ويلي دي چي زه قاصد يم، فقط تاسي ويل: قاصد دى. 


دلته نو روميان پر ابن زبير(رض)  را وګرځېدل، او هلته چي مسلمانانو د ابن زبير(رض)  د تکبير نارې واورېدې پوه سوه چي جُرجه يې و وژى، دوهم وار بيا د مسلمانانو ټول لښکر حمله شروع کړه، د روميانو د لښکر توازن ګډ وډ سو، مګر ابن زبير(رض)  د کفارو د لښکر تر شا يواځي محاصره دى، خو د هغه ځاى څخه يې په جنګ شروع وکړه وهل او وژل کوي، ترڅو تر ټول لښکر راو وتى او د مسلمانانو لښکر ته ورغلى. 


عبدالله بن زبیر(رض)  د خپل پلار هغه مجد او شجاعت خلکو ته ورپه یاد کړی چي په يرموک کي يې کړى ؤ، هغه چي د رومیانو تر لښکر و وتی او بیرته د مسلمانانو لښکر ته راغلی، دلته نو خلکو په نارو او لوړو آوازو سره هغه د رسول الله(ص)  قول تکراراوه چي فرمايلي يې وه: هذا ابنُ ابيهِ. 


د جُرجه په وژلو سره د روم لښکر سخته ماته وخوړه او په تېښته يې شروع وکړه، بيرته په هغه خپلو کښتيو کي سپريږي او قِسطِنطينيې ته تښتي، د روم پاچا هرقل ته چي دغه خبر ورسېدى ډير په قهر سو چي ولي هر وار زما لښکر شکست خوري، نو يې امر وکى چي زما ټوله لښکري دي سره يوځاى سي او دغه مات سوى لښکر دي هم بيرته وګرځي او پر مسلمانانو دي د کښتيو څخه حملې کيږي، يعني لښکر دي مځکي ته نه ورځى د کښتيو څخه دي حملې کوى او په دې وارکي د روم د لښکر قومندان په خپله قِسطَنطين د روم پاچا ؤ، عبدالله بن سعد ته چي دغه خبر ورسېدى نو دئ د مسلمانانو سره په خپلو کښتيو او هغو کښتيو کي چي د روميانو څخه يې په غنيمت اخستي وې سپاره سوه او غواړي چي د مخه تر هغه حمله پر وکي چي قِسطَنطين او لښکر يې ټونس ته را ورسيږي، نو دوه لښکره په درياب کي سره مخامخ سوه چي دا هغه اولنئ بحري جنګ دى چي د اسلام په تاريخ کي پېښيږي، او د تاريخ په کتابو کي و دغه جنګ ته (مَعرکةُ ذاتِ الصواري) ويل کيږي،

 

صاريه د کښتۍ و هغه لرګي ته ويل کيږي چي د کښتۍ په منځ کي جګ ولاړ وي او د کښتۍ بادوان پوري تړل سوى وي، څرنګه چي د کښتيو عدد ډير زيات ؤ درياب په کښتيو ډک ؤ او په درياب کي بېله کښتيو بل شئ نه ليدل کېده، نو معرکةُ ذاتُ الصواري ورته و ويل سوه، په هغه وختو کي توپ او توپک نه وه نو د جنګ طريقه داسي وه چي يوه کښتۍ به د بلي کښتۍ څنګ او بغل ته و درېده يو پر بل به يې د تورو او نېزو وارونه کول، خو عبدالله بن زبير(رض)  د قِسطَنطين وکښتۍ ته متوجه ؤ او وې کولاى سوه چي د هغه وکښتۍ ته ځان ورسوي،

 

خپله کښتۍ يې د هغه د کښتۍ و څنګ ته و درول او د قِسطَنطين پر کښتۍ يې حملې شروع کړې، ابن زبير او د ده ملګرو وکولاى سواى چي په خپله قِسطَنطين ته ځان ورسوي او هغه يې زخمي کړى، قِسطَنطين چي مرګ  وليدى ځان يې و درياب ته واچاوه، دلته د روميانو بله کښتۍ نژدې وه هغو قِسطَنطين وخپلي کښتۍ ته پورته کړى او د روميانو لښکر د شکست په حال کي پر شا په تېښته شروع وکړه، چي دغه جنګ د مسلمانانو اول بحري جنګ ؤ او په هغه کي يې هم لويه کاميابي په نصيب سوه، چي شمالي افريقا يې د روميانو څخه خالي کړه، په دغه لوى جنګ کي د ابن زبير(رض)  موقف او دريز ډير مهم او عظيم ؤ، كله چي په ټونس کي حالات آرام سوه او ټونس د مسلمانانو د حکم تابع سو، حضرت عثمان(رض)  عبدالله بن زبير بيرته مدينې منورې ته ور وغوښتى او ويل ته به دلته زما سره يې، عبدالله بن زبير(رض)  هم مدينې منورې ته ولاړى.


په دغه وختوکي هلته په فارس کي سرکښي او بغاوت شروع سو، که څه هم فارس د حضرت عمر(رض)  په وختو کي فتحه سوى ؤ خو بيا هم ډير خلک يې پرهغه خپل مجوسيت يا آتش پرستۍ پاته وه، د فارس ټول خلك نه وه مسلمانان سوي بلکه ځيني داسي خلک هم وه چي په ښکاره مسلمانان وه خو په زړه کي بياهم مجوسيان او کافران وه، نو په وخت او موقع پسي يې کتل او په دغه وختو کي يې بغاوت شروع کړى، حضرت عثمان(رض)  د هغو د آرامولو او جزاء ورکولو دپاره يو لښکر ولېږى، په اول لښکر پسي يې بل کومکي لښکر هم ولېږى چي د دغه کومکي لښکر قومندان عبدالله بن زبير(رض)  ؤ، نو عبدالله بن زبير د هغو کسانو څخه دى چي د فارس د بغاوت په ناکامه کولوکي يې حصه اخستې ده.


بيا چي په جُرجِستان کي بغاوت شروع سو (جُرجِستان) د پخواني شوروي اتحاد په آزاد سوو جمهوريتو کي يو جمهوريت دى، نو کم وخت چي په جرجستان کي بغاوت شروع سو، عبدالله بن زبير(رض)  يې د هغه ځاى د آرامولو دپاره هلته ولېږى.


عبدالله بن زبير(رض)  به همېشه د حضرت عثمان(رض)  سره ؤ، په کوم ملک کي چي به جنګ يا بغاوت پېښ سو او هلته به کومک ته ضرورت پيداسو ابن زبير(رض)  به يې هلته ورلېږى.

 

کوم وخت چي د آسيا د شرق پر طرف نور فتوحات کېدل څو نژدې تر چينه دغه فتوحات ورسېدل ابن زبير(رض)  په ډيرو دغو فتوحاتو کي ګډون کړى دى، هر وخت او هر چيري چي به اسلامي لښکرو کومک ته ضرورت پيدا کى حضرت عثمان(رض)  به ابن زبير(رض)  هلته ور لېږى، او پسله فتحي به بيرته مدينې منورې ته راتلى، نو ابن زبير(رض)  او د ده ملګري يوه تياره او آماده ټولۍ وه چي په هر ځاى او هر وخت کي د جنګ دپاره حاضراو آماده وه او د دغه ټولۍ قومنداني همېشه د ابن زبير(رض)  پر غاړه وه. 

 

ماخذ: حیاة الصحابه

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته