تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رض) کورنۍ او اولادونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 12, 2020
  0

د حضرت عُمر(رض)  کورنۍ او اولادونه

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

حضرت عُمر(رض)  ډير اولادونه درلودل، د مشهوره اولادو څخه يې عبد الله بن عُمر(رض)  دی چي د رسول الله(ص)  مشهوره صحابي، محدِّث، فقيه، عابد او زاهد او د مسلمانانو لوى عالم دى، همدارنګه د هغي شورْی غړى دى چي حضرت عُمر فاروق(رض)  د خلیفه د ټاکلو دپاره مقرره کړه، عبد الله بن عُمر(رض)  د اسلام د لویو علماوو او عُظماوو څخه دى.

  
د حضرت عُمر(رض)  نور اولادونه: عبدالرّحمْن اکبر، عبدالرّحمْن اوسط، عبدالرّحمْن اصغر، ام المؤمنين حفصه(رضی الله عنها) اجمعین دي، او نور اولادونه يې عبيدالله، عاصم، او فاطمه(رضی الله عنها)  دي، چي دغه عاصم بن عُمر(رض)  د عُمر بن عبدالعزيز(رض)  د مور له طرفه نيکه دى، د عُمر بن عبدالعزيز(رض)  مور د عاصم بن عُمر بن الخطاب(رض) لور ده.


 کوم وخت چي عُمر بن عبدالعزيز(رض)  پر خپلو اقرباوو چي بني اُميه وه د خرڅ او مصرف له خوا تنګي راوستل نو دغو اقرباوو يې د بني اميه و يوه مشر ته شکايت وکړى، هغه مشر يې ورته و ویل: دا عجبه نه ده چي نسبت يې و عُمر بن الخطاب ته کوى او بيا شکايت ځني کوى؟ دا د هغه د نسله څخه دى. 


يعني کوم وخت چي عُمر بن عبدالعزيز د عُمر بن الخطاب د نسله څخه دى نو خود به دغسي زُهد او تقوْی پکښي موجود وي، دا په زهد، تقوْی او پرهېزګاري کي د حضرت عُمر بن الخطاب(رض)  شهرت ؤ، عُمر(رض)  نور اولادونه هم درلودل. 


عُمر(رض)  د جاهليت په زمانه کي درې ودونه کړي دي، او په اسلام کي يې نور ودونه هم کړي دي، او مشهوره زوجه يې ام کُلثوم ده، چي د علي بن ابي طالب(رض)  لور ده، نو اوس د اهلِ تشيّع او نورو معاندينو و خبرو ته وګورى چي د حضرت عُمر(رض)  په باره کي يې کوي، حال دا چي حضرت عُمر(رض)  د حضرت علي(رض)  زوم يا د لور خاوند دى، او علي(رض)  دغه خپله لور اُم کُلثوم(رض) د حضرت عُمر(رض)  د خلافت په وخت کي په نکاح ورکړه، چي څوک دا فکر و نه کړي چي دغه دوستي پخوا سوې وه او بيا يې د خلافت په سبب اختلاف پيدا سو، هيڅکله داسي نه ده بلکه د حضرت عُمر(رض)  د خلافت په وخت کي دغه نکاح او واده سوي دي، د معاندينو خبري بې حقيقته دي، ام کلثُوم د حضرت فاطمة الزهراء(رض) لور ده چي د رسول الله(ص)  لمسۍ كيږي، د حسن او حسين(رض)  خور ده، د رسول الله(ص)  په حيات کي زېږېدلې ده.

 

حضرت عُمر(رض)  چي د دې سره د نکاح کولو إراده وکړه د دې(رض) عُمر لږ او کم ؤ، نو حضرت علي(رض)  ورته و ویل: يا اميرَ المؤمنين دا کوچنۍ ده، عُمر(رض)  ورته و ویل: يا ابا الحسن را په نکاح يې کړه په والله زه د دې عزت او کرامت دومره ساتم چي بل څوک يې نه سي ساتلاى.


حضرت علي(رض)  هم موافق سو، د نکاح تر تړلو وروسته حضرت عُمر(رض)  و مسجد نبوي ته ورغلى او هلته په روضه شريفه کي د منبر او د رسول الله(ص)  د کور په منځ کي کښېنستى چي اصلاً دغه ځاى د مهاجرين الأولين د ناستي ځاى ؤ، نو عُمر(رض)  د مهاجرينو په منځ کي کښېنستى او ويل: مبارکي راکړى، هغو ويل: يا امير المؤمنين! د څه شي مبارکي درکړو؟ عُمر(رض)  و ويل د علي لور ام کلثوم (رضی الله عنها) مي په نکاح کړه  . 


حضرت عُمر فاروق(رض)  ولي د دغي نکاح حال ښکاره کاوه؟ 


جواب يې دئ(رض)  په خپله وايي، نو يې مهاجرينو ته و ویل: ما د رسول الله(ص)  څخه اورېدلي دي چي وې فرمايل: د قیامت په ورځ هر سبب، هر نسب، هر قرابت پرې کيږي، بېله زما سبب، زما نسب او زما قرابته، د قرابته څخه مقصد هغه دوستي ده چي د نکاح په سبب پيدا کيږي، چي په عربي کي صِهَر ورته وايي. 


نو عُمر(رض)  و ویل: د رسول الله(ص)  سره مي نسب موجود ؤ هغه چي د عُمر(رض)  لور حفصه(رض) د رسول الله(ص)  په نکاح کي وه، او د رسول الله(ص)  سره مي سبب هم موجود ؤ چي د ده (ص)  د اصحابو څخه يې يم، نو ما غوښته چي دغه دريم شئ چي قرابت دى هم ور سره يو ځاى کړم، چي د رسول الله(ص)  زوم وګرځم، او د دغه دپاره مي کوښښ هم کاوه. 
د حضرت عُمر(رض)  د ام کُلثوم څخه دوه اولاده پيدا سوه چي زيد اکبر او رقيه دي، ام کُلثوم او زيد اکبر دواړه د حضرت عُمر(رض)  تر وفات يوه ورځ وروسته وفات سوه. 

 

ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: خلفاء راشدین.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته