تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه کړني چي په اسلام کي حضرت عُمر(رض) کړي دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 26, 2020
  0
هغه کارونه چي په اسلامي تاریخ کي د اول وار دپاره حضرت عُمر(رض)  کړي دي
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
سیاسي اولني کارونه:
 
د رسول الله(ص)  په خُلفاء الراشدینو کي اول هغه څوک چي امیر المؤمنین ورته ویل سوي دي هغه حضرت عُمر(رض)  دی.
حضرت عُمرفاروق(رض)  ته څنګه او ولي د اميرالمؤمنين لقب ورکړل سو؟
 
د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په خلافت کي و هغه ته خليفةَ رسولِ الله ويل کېده بيا چي عُمر(رض)  خليفه سو و ده ته خليفةَ خليفةِ رسولِ الله ويل کېده، ځکه حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسولُ الله(ص)  خليفه ؤ او حضرت عُمر فاروق(رض)  د رسول الله(ص)  د خليفه خليفه ؤ. 
 
نو مسلمانانو و ویل: پر دې ډول خبره اوږديږي که پسله عُمره څخه بل څوک راغلى نو و هغه ته به خليفة خليفة خليفة رسول الله وايو ؟ دا نه ده صحي، نو د مشورې دپاره سره کښېنسته چي يو نوم پيدا کي او خليفه ته په هغه نامه سره و وايي او تر دې وروسته چي هر څوک خليفه کيږي هغه ته به په دغه نامه ويل کيږي، او دغه نوم به د مسلمانانو د خليفه لقب وي، مسلمانان ناست دي او مشوره سره کوي خو داسي نوم يې نه کړى پيدا چي دوى دي په راضي وي.
 
 
دغه د مشورې په ورځو کي د عراق والي مُثنْی بن الحارثه الشيباني دوه نفره مدينې منورې ته را لېږلي وه، چي يو يې لُبيد بن ربيعه العامري(رض)  ؤ، او بل يې عدي بن حاتم الطائې(رض)  ؤ، دغه دوه نفره د عراقه څخه را ورسېدل او مسجد ته ور داخل سوه، عَمرو بن العاص(رض)  يې وليدى، دغو دوو نفرو و عَمرو بن العاص(رض)  ته و ویل اجازه را واخله چي امير المؤمنين ته ورسو، عَمرو(رض)  و ويل: والله تاسي د هغه دپاره صحي نوم پيدا کړى، موږ مؤمنين يو او هغه مو امير دى، عَمرو(رض)  و عُمر(رض)  ته ورغلى او ويل: السلام عليک يا اميرَ المؤمنين! عُمر(رض)  و ویل: په دې نامه کي دي څه شي وليده؟ عَمرو(رض)  و ويل: لُبيد بن ربيعه او عدي بن حاتم د عراق څخه راغله اوښان يې چوک کړه او ويل: 
 
د امير المؤمنين څخه د ملاقات اجازه را واخله، په والله دوى ستا دپاره صحي نوم پيدا کړى، ته مو امير يې او موږ مومنان يو، نو د دغې ورځي څخه د خليفه دپاره دغه نوم مقرر کړل سو. 
 
اول هغه څوک چي اسلامي تاريخ يې په وجود راوړى او د خپل دولت چاري یې په اسلامي تاریخ ولیکلې حضرت عُمر(رض)  دی. 
 
د تاريخ لیکلو قصه او و تاريخ ته ضرورت په دې ډول سره وه: 
 
کوم وخت چي به عُمرفاروق(رض)  شا و خوا و خپلو واليانو او قومندانانو ته امرونه لېږل، ځيني وختونه به ضرورت پېښ سو چي هغه خپل امر ته تغير ورکي، نو به يې بل امر پسي ولېږى، خو هلته بيا د اوامرو په رسېدلو کي فرق راتلى، ځيني وختونه به اول امر تر دوهم امر وروسته ورسېدى او پر خلکو به موضوع مبهمه سوه چي په کوم امر عمل وکړي. 
 
بل دا چي د بیت المال څخه به پر رعیتو د مالو وېشل يا د صدقاتو وېشل ليکل کېده چي و فلاني نفر ته ورکړل سوه، دلته به هم شک او ترديد پيداسو، هو مياشت خو به ليکل سوې وه، مثلاً: فلاني ته په شوال کي ورکول سوه، خو دا نه معلومېده چي په دغه اوسني شوال کي ورکړه سوه که د تېر کال په شوال کي. 
 
نو د اسلامي دولت مسئولو کسانو و ويل زموږ لیکني بايد د کال، میاشتي او ورځي پوره تاريخ و لري، نو د دغه کار دپاره د مسلمانانو په منځ کي مشورې شروع سوې، چا و ویل چي کارونه دي د روم په تاريخ وليکل سي، چي مسيحي يا ميلادي تاريخ ور ته ويل کيږي، حضرت عُمر(رض)  دا نه کړه قبوله، ويل: يو خو دغه تاريخ اوږد دى، او بل د مسلمانانو تاريخ نه دى. 
چا بيا و ويل د فارس په تاريخ به ليکنه کوو، حضرت عُمر(رض)  دا هم نه کړه قبوله، ځکه ده(رض)  غوښته چي امت مسلمه ځان ته خاص تاریخ و لري او په هغه سره یې د نورو ادیانو څخه فرق او امتیاز وسي، تر څو چي حضرت علي(رض)  مشوره ورکړه چي تاريخ به په اسلام سره ليکو، دا رأیه يې خوښه سوه خو دلته بیا رأيي او نظریات مختلف سوه، چا ویل د رسول الله(ص)  د مبارک میلاد څخه به تاریخ شروع کړو، ځينو ويل: د رسول الله(ص)  د رحلت یا وفات د ورځي څخه به يې شروع کړو، چا ويل  د إسراء او معراج څخه به یې شروع کړو، خو حضرت علي(رض)  و ویل: 
 
د رسول الله(ص)  د هجرت څخه به يې را شروع کړو او دغه رأیه حضرت عُمر(رض)  خوښه کړه، ځکه د هجرت ورځ د اسلامي دولت د تاسیس ورځ ده، په هجرت سره د اسلامي دولت د جوړېدلو اساس او تاداو ایښوول سوی دی، خو دلته بيا يوه موضوع پېښه سوه هغه دا چي د رسول الله(ص)  هجرت په ربيع الاول کي سوى دى نو تاريخ څنګه او د کومي مياشتي څخه شروع کي؟ آيا د کال و نظام ته تغير ورکي؟ چا ويل: د ربيع د مياشتي څخه به کال شروع کو، چا ويل: د رمضان د مياشتي څخه به يې شروع کو، چا ويل: د حج د مياشتي څخه به يې شروع کو، خو حضرت عثمان(رض)  و ویل: د هغه وخت څخه به يې شروع کو چي خلک بيرته د حج څخه راځي چي د محرمي مياشت ده او دکال شروع هم ده، خبره به معلومه وي، نو اصلاً هجرت د ربيع الاول په مياشت کي سوى دى او کال يې د محرمي څخه شروع کړى، نو حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي اسلامي تاريخ يې اېښى دى.
 
اول آمر او حاکم چي په خپل ښارکي یې په خپله د شپې پیره او ګزمه کړې ده هغه حضرت عُمر(رض)  دی. 
 
حضرت عُمر(رض)  د بشر په تاریخ کي هغه اول حاکم دی چي هره شپه به د ښار په کوڅو او سړکانو کي د دې دپاره ګرځېدی چي د نژدې څخه د خلکو په حال ځان خبر کړي، که به چیري په یوه کور کي کوم مشکل او تکلیف پېښ ؤ د هغه د حلولو دپاره یې لازم اقدامات کول، چي دغه د شپې په پیرو او ګزمو کي ډیر واقعات پېښ سوي دي چي د هغو واقعاتو د جملې څخه به یې څو واقعې در ته بیان سي:
 
۱-  حضرت عُمر(رض)  امر کړی ؤ چي هیڅوک به په شیدو اوبه نه ګډوي، نو یوه شپه چي دﺉ(رض)  په ګزمه ګرځېدی د یوه کوره څخه یې د هغي مور او لور په منځ کي چي شیدې یې خرڅولې داسي سوال او جواب واورېدی:
 
مور و لور ته وايي: په شیدو اوبه ګډي کړه.
لور ویل: آیا امیر المؤمنین دغه کار نه دی منعه کړی؟
مور ویل: عُمر په موږ څه خبر دی او موږ څه ویني.
لور ویل: که مو عُمر نه ویني الله مو ویني.
 
حضرت عُمر(رض)  د دغي نجلۍ په خبرو ډیر خوښ او راضي سو نو یې دغه کور نښاني کړی او ولاړی په سهار کي یې خپل زامن را و غوښتل دغه قصه یې ورته وکړه او ویل په تاسي کي یو باید خامخا دغه نجلۍ د دې د تقوْی په سبب په نکاح کړي او که په تاسي کي څوک دا کار نه کوي نو یې زه په نکاح کوم، د حضرت عُمر(رض)  هغه زوی چي عاصم نومېدی دغه نجلۍ په نکاح کړه.
 
تاسي متوجه یاست امیر المؤمنین خپل زوی ته یوه د شیدو خرڅوونکې نجلۍ د هغې د هغي بیري په سبب چي د الله(ج)  څخه یې درلودل ور غواړي! یا په بل عبارت د امیر المؤمنین زوی یوه د شیدو خرڅوونکې نجلۍ د هغې د تقوْی په سبب په نکاح کوي! خو دا کار د حضرت عُمر(رض)  د پوهي سره څه عجب کار نه دی، ځکه پنځم خلیفۀ الراشد عُمر بن عبدالعزیز د دغي نجلۍ د نسله څخه دی، هغه داسي: چي د دغي نجلۍ د عاصم(رض)  څخه لور پیدا سوه چي هغه لور یې عبدالعزیز بن مروان په نکاح کړه او د هغې څخه بیا عُمر بن عبدالعزیز پیدا سو چي د دغې نجلۍ لمسی او د حضرت عُمر(رض)  کړوسی سي.
 
۲- يو وخت يوه قافله د شپې مدينې منورې ته را ورسېده او هلته تر مدينه منوره دباندي يې خېمې و درولې، حضرت عُمر(رض)  عبدالرّحمْن بن عوف(رض)  د ځان ملګرى کړى چي راځه د دغي قافلې خبر واخلو، شپه تاريکه سوې بلکه د شپې آخره حصه ده او د قافلې خلک ټول بيده دي، حضرت عُمر(رض)  او ملګرى يې و قافلې ته نژدې کښېنسته او بيا عُمر(رض)  و عبدالرّحمْن بن عوف(رض)  ته و ویل: دغه پاته شپه به دلې تېره کړو او د دغه خپلو مېلمنو څارنه يا پيره به کوو. 
 
دوى دوه ناست وه چي د يوه کوچني ماشوم ژړا يې واورېده، حضرت عُمر(رض)  لږ وخت انتظار وکړى چي ښايي کوچنئ چپ سي مګر کوچنئ پرله پسې ژاړي، حضرت عُمر(رض)  په تلوار د ژړا و طرف ته ورغلى، کوم وخت چي هلته ور نژدې سو وايې ورېدل چي د کوچني مور پر کوچني قهر او منت کوي، حضرت عُمر(رض)  چي په خپلو رعیتو کي یې د یوه کوچني ژړا هم نه سوای زغملای نو یې د کوچني مور ته و ویل: ښځي د الله څخه و بېرېږه کوچنئ دي آرام که او دﺉ (رض)  بيرته راغلى پر خپل ځاى کښېنستى، پسله لږه وخته بيا د ماشوم ژړا سوه، حضرت عُمر(رض)  بيا ورغلى او د کوچني مور ته يې ور ږغ کړه: ښځي! درته و مي ويل: د الله څخه و بېرېږه کوچنئ دي آرام که، بيا ولاړى خو خپل ځاى ته لا نه ؤ رسېدلى چي بيا د ماشوم ژړا سوه، حضرت عُمر(رض)  درېيم وار دکوچني مور ته ورغلى او ورته ویې ويل: ويحکِ! بده مور را معلومېږې، ستا کوچني ته څه پېښه ده چي نه چپيږي؟ 
 
ښځه نه ده خبره چي د چا سره خبري کوي ويل: يا عبدالله! دغه کوچني په عذاب کړم، زه غواړم چي د تي څخه یې پرې کم او دئ تئ غواړي، حضرت عُمر(رض)  و ويل: ولي يې د تي څخه پرې کوې؟ ښځي ويل: ځکه عُمر د تي وکوچني ته تنخا نه ورکوي، د حضرت عُمر(رض)  چي د وارخطايي څخه سا لنډه لنډه کېده ويل: کوچنئ دي د څو عُمر دى؟ 
 
ښځي ويل: د اتو نو مياشتو دى، عُمر(رض)  ويل: وَيحَکِ! تلوار مه پر کوه.
 
خير حضرت عُمر او عبدالرّحمْن بن عوف (رض)  دواړه د سهار لمانځه ته مسجد نبوي ته راغله، عبدالرّحمْن بن عوف(رض)  وايي: عُمر(رض)  د دغې ورځي د سهار لمونځ راکړى مګر د ډيري ژړا په سبب څوک د ده په قرائت نه پوهېده، کوم وخت چي يې سلام وګرځاوه نو يې و ويل: عُمر څومره بد بخته دى! د مسلمانانو څومره اولادونه به يې وژلي وي؟ ! او بيا يې امر وکى چه په مدينه منوره کي دي جار و وهل سي چي: کوچنيان تر خپل وخت دمخه د تي څخه مه پرې کوى، موږ د مسلمانانو و هر کوچني ته د زېږېدلو د ورځي څخه هغه د بيت المال تنخا ورکوو او بيا يې دغه امر د ښارو و ټولو واليانو ته وليکى.
 
 
۳- حضرت عُمر(رض)  د خپله عادته سره سم یوه شپه د مدینې منورې په لارو او کوڅو کی په ګزمه یا پیره ګرځېدی چي د یوه کوره څخه یې د یوې ښځي آواز واورېدی چي دغه بیتونه یې د ځانه سره ویل:
 
تطاوَلَ هذا اللّيل تسري کواکبُهُ
فوالله لو لا اللهُ تخـشی عواقِبُهُ
 
و لکنَّني أخشی رقيباً مُـوَکَّلاً
مَخافةَ ربِّي و الحياءُ يَصُـدُّني
 
و أرَّقني أن لا ضجيعٌ أُلاعِبُـهُ
لَزُحْزِحَ مِن هذا السريرِ جوانِبُهُ
 
بِأنفُسِنا لا يَـفتُرُ الدَّهرَ کاتِبـُهُ
و أَکرِمُ بَـعلي أن تُنالَ مَراتِبُـهُ
 
چي دبيتو ترجمه په اختصار سره داسي ده:
 
نن شپه ډیره اوږده سوه ستوري یې تګ کوي او دا چي زما سره په بستر کي داسي څوک نسته چي لوبي ور سره وکم پرېشانه کړې یم.
 
په والله که د الله(ج)  څخه د دغه کار د عواقبو بېره نه وای اوس به د دغه کټ طرفونه ښورېدلای.
مګر زه د هغه څارونکي څخه بېرېږم چي زموږ پر ځانو مقرره دی او زمانه هغه لیکونکی نه سي ضعیفه کولای.
زما د ربه څخه بېره او حیاء ما د دغه کاره څخه منعه کوي، او د خپل خاوند عزت او إکرام د دې دپاره کوم چي دﺉ و خپلي مرتبې او مقام ته ورسیږي.
 
یعني: دغه درې شیه ما د دغه کاره څخه منعه کوي چي د کټ طرفونه مي ښورېدلای، د خپله ربه څخه بېره او حیاء او د خپل خاوند عزت او إکرام.
 
په سهار کي حضرت عُمر(رض)  د دغه کور د خاوند پوښتنه وکړه چي څوک او چیري دی؟ ورته و ویل سوه چي هغه فلانی دی او جهاد ته تللی دی، حضرت عُمر(رض)  خپلي لور اُم المؤمنین حضرت حفصه(رض) ته ورغلی او د هغې څخه یې پوښتنه وکړه چي لوري! یوه ښځه څومره موده بېله خپله خاونده صبر کولای سي؟ لور یې و شرمېدل او د ده د پوښتني جواب یې ور نه کړی، خو ده بیا په تکرار سره ورته و ویل او د دغي پوښتني سِر او سبب یې هم ور ته و وایه چي زما پوښتنه د یوه شرعي غرض په سبب ده، نو لور یې و ویل: ښځه یوه، دوې، درې میاشتي پوره صبر کولای سي خو د څلرمي میاشتي په تېرېدلو سره بې صبره کیږي، بیا نو حضرت عُمر(رض)  و خپلو ټولو قومندانانو ته ولیکل چي هیڅوک دي تر څلورو میاشتو زیات د خپله کوره څخه نه غایبیږي.
 
تاسي پوه سواست چي د امیر المؤمنین(رض)  دغه امر چي تر څلورو میاشتو زیات به څوک د خپله کوره یا خپلي زوجې څخه نه مسافر کیږي و هغو کسانو ته ؤ چي دوی د اسلامي دولت د سرحدو د ساتلو دپاره یا د جهاد في سبیل الله دپاره د خپلو کورو څخه مسافر کېدل، نو د هغو کسانو په باره کي څه فکر کوی چي الله(ج)  پر خپل کور پوره ډوډۍ ور رسولې وي خو دوی فقط د ډیرو پیسو د ګټلو دپاره یا د ښه ژوند د برابرولو دپاره په کلو کلو د خپلو ښځو او کورو څخه ورک وي، آیا دغه کسان تر الله(ج)  او خپلي کورنیه او خپلو اولادو پوري نه دي مسئوله ؟ او که فرضاً د دغو کسانو په کورو کي کوم ناوړه غیر شرعي کار پېښ سي آیا د دوی څخه د الله(ج)  په حضور کي د هغه کار  د پېښېدلو پوښتنه نه کیږي؟ 
 
۴- حضرت عمر(رض)  د خپله عادته سره سم د شپې  په مدینه منوره کي ګرځېدی چي لیري یې اور ولیدی نو د اور و طرف ته ورغلی، هلته يې ولیده چي یوه ښځه ده او کوچني ماشومان ور سره دي، ښځي یو دیګ پر اور ایښی دی او په دېګ کي اوبه ایشي او ماشومان ورته ژاړي، حضرت عمر(رض)  ور نژدې سو غاړي یې تازه کړې یا یې و ټوخل او ویل: اې د اور خلکو! نژدې درسم؟
 
 ښځي ویل: هو راسه. 
حضرت عمر(رض)  چي نژدې ورغلی ویل: څوک یاست او دغه ماشومان دي ولي ژاړي؟ 
ښځي ویل: والله موږ په سفر کي یو او خواړه نه لرو. 
حضرت عمر(رض)  ویل: په دغه دېګ کي څه شي دي؟ 
ښځي ویل په دېګ کي اوبه دي ماشومان په خطاباسم ګوندي بیده سي.
 حضرت عمر(رض)  ویل: ولي و دغه حال ته رسېدلي یاست؟ 
ښځي ویل: که عمر بن الخطاب په موږ ځان خبرولای زموږ به دغه حال نه وای.
 حضرت عمر(رض)  ویل: ته لږ انتظار وکه زه راځم.
 
د حضرت عمر(رض)  سره یو مریی ور سره ؤ چي یرفأ نومېدی و هغه ته یې ویل د مسلمانانو بیت المال ته پسي راځه، یرفأ وايي: حضرت عمر(رض)  داسي تېز رهي ؤ یا یې داسي ځغستل چي زه نه سوای پسي رسېدلای، څو وبیت المال ته ورسېدی د هغه ځای څخه یې د اوړو یوه ګونۍ په شا کړه او نور د خوړو شیان یې ور سره را واخستل، مريي ورته ویل: یا امیر المؤمنین! دا ما ته را پرېږده.
 
 حضرت عمر(رض)  ورته و ویل: په ورځ د قیامت به یې څوک را سره وړي؟ 
او ویل را څخه لیري سه زه هغه څوک یم چي د دوی خدمت به د دې دپاره کوم چي د قیامت په ورځ الله(ج)  د دوی حساب را سره و نه کړي. 
 
تر څو هلته ورسېدی او د ښځي سره یې د خوړو په پخولو او د اور په بلولو کي کومک کاوه، تر داسي اندازې چي د اور د پوه کلو په وخت کي به یې د اور لمبه و ږیري ته ور نژدې سوه، تر څو چي ماشومان یې ماړه کړه او ښځي ته یې و ویل:
 
 
سهار د امیر المؤمنین کور ته راسه ښايي چي ما هلته و وینې، او ښځه دغه ورته وايي والله ته تر عمر بن الخطاب ښه او بهتر یې، که ما قدرت درلودلای ته به مي د عمر بن الخطاب پر ځای د خلکو آمر کړی وای.
 
 
5 - حضرت عمر(رض)  تر داسي اندازې د مسلمانانو په کارو کي ځان ستړی کاوه چي هره شپه به د ښار په کوڅو او اطرافو کي د دې دپاره یوازي ګرځېدی چي د خپلو رعیتو په حال خبر وي او د ضرورتمن یا حاجتمن سره کومک وکړي، نو د خپله عادته سره سم یوه شپه ګرځېدی وې لیده چي د ښار په خوله کي یو سړﺉ د یوې کوډلي په خوله کي ناست دی او دننه په کوډله کي د ښځي زګېروی دی، حضرت عمر(رض)  هلته ورغلی او ویل سړیه څه درته پېښه ده؟ سړي و ویل: ښځه مي یوازي او د ولادت پر حال ده او زه نه پوهېږم چي څنګه کومک ور سره وکړم؟ 
 
 
(ځکه دغه ښځه او خاوند یې د صحرا څخه راغلي وه او دلته یې د دغه کوډلي سره اړولي وه) حضرت عمر(رض)  ورته و ویل: ته فکر مه خرابوه لږ صبر وکړه او دﺉ په تلوار خپل کور ته ولاړی هلته یې و خپلي زوجې ام کلثوم بنت علي(رض)  ته و ویل: آیا داسي ثواب غواړې چي په هغه سره جنت ته داخله سې؟ ښځي یې ورته و ویل: دغه ثواب څه شي دی؟ ده (رض)  ورته و ویل: یوه نابلده ښځه چي څوک نه دي ور سره د ولادت پر حال ده، ښځي یې ورته ویل: هو که ستا خوښه وي در سره ځم.
حضرت عمر(رض)  ځيني هغه شیان چي د ولادت په وخت کي ضرورت ورته پېښيږي لکه اوړه، غوړي، د کوچني د تړلو دپاره څه ټکران او څه لوښي پر خپلو اوږو ور سره واخستل او خپلي ښځي ته یې ویل په ما پسي راځه.
 
 
بیا نو دواړه په تلوار د هغي کوډلي و طرف ته چي هلته هغه ښځه او د هغې خاوند ؤ ولاړل، ام کلثوم(رض) د امیر المؤمنین ښځه د هغي مسافري ښځي د کومک دپاره خېمې ته ور ننوتل او امیر المؤمنین حضرت عمر(رض)  دباندي د ښځي د خاوند سره کښېنستی، هلته یې ډبري د نغري پر قسم کښېښوولې او سربېره یې دیګ پر کښېښاوه او په دېګ پسي یې اور بل کړی اوس د هغه ښځي دپاره خواړه پخوي او هغه سړي ته دلاساینه هم ورکوي،  
 
(ښايي چي هغه سړي به د خپله ځانه سره ویل چي دغه سړﺉ د خلافت دپاره تر عمر حقداره دی) پسله لږه وخته د خېمې څخه د کوچني ژړا واورېدل سوه، اُم کلثوم(رض) د خېمې څخه ور ږغ کړه ویل یا امیرَ المؤمنین! پر ملګري دي زېری وکه زوی یې پیدا سو، سړﺉ وارخطا او په تعجب کي سو چي دغه د ده سره چي مرسته کوي دا امیر المؤمنین دی! غواړي چي یو څه و وايي مګر د ویلو قدرت یې د لاسه ورکړی دی، هم شرمیږي، هم خوشاله دی، هم په حیرت او تعجب کي دی،  حضرت عمر(رض)  د سړي دغه ټول حالات حِس کړه او سړي ته یې و ویل: ته آرام کښینه مه وارخطا کېږه، 
 
 
امیر المؤمنین دېګ ور واخستی و کوډلي ته ور نژدې سو او خپلي ښځي ته یې ور ږغ کړه: یا ام کلثوم! دغه دېګ درواخله او دغه مور ته خواړه ورکړه او مړه یې کړه، ام کلثوم(رض) په هغه ښځي تر مړېدو خواړه وخوړل او بیا یې دېګ د پاته خوړو سره و حضرت عمر(رض)  ته ورکړی، حضرت عمر(رض)  هغه دېګ د ښځی و خاوند ته کښېښاوه او ویل خواړه وخوره او ځان موړ کړه ځکه ټوله شپه ویښ او په تکلیف وې، حضرت عمر(رض)  او ښځه یې پسله هغه څخه رهي سوه چي سړي ته یې و ویل: سهار بیا مدینې منورې ته راسه چي د بیت المال څخه ستا د ضرورت شیان درکړم او دغه کوچنی ته دي تنخاه مقرره کړم.
6 – حضرت عمر(رض)  د مدینې منورې په ښار کي د شپې ګرځېدی چي یوه ښځه یې ولیدل چي یواځی رهي ده او د اوبو یو لوی ژﺉ ور څخه دی، دﺉ(رض)  ور نژدې سو او د هغې د حال پوښتنه یې وکړه، دا ور معلومه سوه چي ښځه عیالداره ده او نوکر نه لري، دغي ښځي به انتظار کاوه چي شپه به تاریکه سوه نو به را و وتل چي خپل کور ته اوبه یوسي. 
 
 
حضرت عمر(رض)  د ښځي څخه ژﺉ واخستی او ور سره وړي یې، ښځه یې نه پیژني چي دا څوک دی تر څو کور ته ورسېدل، حضرت عمر(رض)  چي و ښځي ته ژﺉ ورکاوه نو یې ورته و ویل: کله چي سهار سي عمر ته ورسه چي د اوبو راوړلو دپاره یو نوکر درکړي، ښځي و ویل: عمر ډیر کارونه لري خدای خبر چي زه یې چیري پیدا کړم؟ ده ورته ویل ته ورسه إن شاء الله تعالْی پیدا به یې کړې، ښځی هم د دغه ښه سړي په مشوره عمل وکړی او سهار د امیر المؤمنین کور ته ورغله مګر په ډیر حیرت سره یې ولیده چي دا هغه د برايي شپې سړﺉ دی او په تعجب سره یې ورته و ویل: نو ته هغه یې! امیر المؤمنین و خندل او امر یې وکړی چي ښځي ته دي نوکر او مصرف ورکول سي.  
 
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دی چي خپل والیان او آمران یې په کال کي یو وار د حج په موسم او په منْی کي د دې دپاره سره را ټولول چي د هغو څخه د تېر کال د هغو د کارو پوښتني وکړي چي دوی کړي وه او هغو ته د راتلونکي کال د هغو مسئولیتونه ور وښوي.
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دی چي د خلکو د تأدیبولو دپاره به یوه کوچنۍ لکړه ور سره وه چي دِرّه ورته ویل کېده، که به یې د یو چا څخه مخالف کار ولیدی په دغه دِرّه سره به یې ادب ورکاوه.
 
یو د اصحاب کرامو څخه وايي: د عُمر دِرّه ستاسي تر تورو عظیمه وه.
 
خو دغي کوچنۍ لکړي و حضرت عُمر(رض)  ته هیبت او دبدبه نه وه ورکړي بلکه د عُمر(رض)  لاس و دغي لکړي ته هیبت ورکړی ؤ. 
 
تعمیراتي اولني کارونه: 
     حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي ښارونه يې جوړ کړه، يعني دئ(رض)  هغه اول شخص دى چي د مسلمانانو په مځکه کي يې ښارونه منظم او پر ترتيب برابر کړه، په عراق کي: بصره او کوفه، په مصر کي فُسطاط او جزيره، دغه ځایونه ټوله ده(رض)  ښارونه کړي او منظم کړي دي او د ده(رض)  په امر سره به مسجد د ښار په منځ او مرکز کي جوړېدی. 
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دی چي لاري یې آواري کړي دي، لويي او عمومي لاري یې د کوږواله، کج او پېچ او لویو لویو غونډیو څخه خلاصي کړي دي، دﺉ(رض)  هغه څوک دی چي ویل به یې: که په عراق کي یوه غاتره و ښوییږي الله(ج)  به د هغې د ښویېدلو پوښتنه زما څخه کوي.  
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي د رسول الله(ص)  مسجد يې د لوى والي يا پراخولو دپاره و نړاوه نوره مځکه يې پکښي داخله کړه او پراخه يې کړى، د حضرت عباس(رض)  کور يې د هغه په خوښه په مسجد کي داخل کړى. 
 
عُمر(رض)  اول شخص دى چي مديريت ارزاق يا سېلو يې جوړه کړه، چي په هغه وخت کي دار الدقيق ورته ويل کېده، يعني: د اوړو کور يا ګودام، چي په اوسنۍ عربي کي تموينات اجتماعي ور ته ويل کيږي، او زموږ په ملک کي مديريت ارزاق ورته ويل کېده چي يوه څانګه يې سېلو ده، چي د دغو ټولو څخه مقصد د خوراکي شيانو ذخيره کول دي، نو کوم وخت چي به پر خلکو لوږه يا کاختي راغله د دغه دارالدقيق څخه به خرڅ او مصرف ورکول کېدی، چي هلته به اوړه، خرما، اوڅکي، غوړي او نور خوراکي مواد ذخيره کېده.
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي د رسول الله(ص)  مسجد يې په شګو فرش کړى، تر دغه دمخه په مسجد نبوي کي خاوري آواري وې، مسلمانانو چي به سجده کول په تندي پوري به يې خاوري مښتې او بيا به يې تنديان پاکول، په لمانځه کي به په دغه کار مشغوله کېده، نو کوم وخت چي شګي پکښي آواري سوې دغه تکليف رفعه سو.
 
 
داسي ډير کارونه سته چي عُمر(رض)  اول شخص دى چي دغه کارونه يې کړي دي، چي يو هم د هغو ښو او عظيمو کارو څخه د کعبې شريفي د حرم پراختيا ده، دمخه کعبه شريفه فقط کعبه وه، پر شا و خوا يې مسجد نه ؤ، يو څه خالصه مځکه او بيا کورونه وه او خلکو کرار کرار نور هم کورونه ور نژدې کول، حضرت عُمر(رض)  پر دې وبېرېدى چي دغه پاته خالصه مځکه به نوره هم پر خلکو تنګه سي، نو يې امر وکړى چي کعبې شريفي ته دي دغه نژدې کورونه د خلکو څخه رانيول سي، پسله رانيولو يې هغه کورونه و نړول او هغه میداني یې پراخه کړل، بيا يې امر وکړى چي د کعبې شريفي پر ميداني دي شا و خوا دېوال را وګرځول سي، فقط يو دېوال پر را و ګرځول سو نور تعمير يا چت نه ؤ موجود، د دېواله لوړ والى د انسان د قد پر اندازه ؤ او پر دېواله سربېره يې څراغان کښېښوول، نو حضرت عُمر فاروق(رض)  اول هغه څوک دى چي د مسجد الحرام حدود يې معلوم کړه.
 
 
حضرت عمر(رض)  اول هغه څوک دی چي د قرآن مجید و حافظانو ته یې انعام او جایزې ور کړي دي.
 
عُمر(رض)  اول شخص دى چي په ښارو کي يې قاضيان مقرره کړل او دئ(رض)  اول سړئ دى چي دفترونه يې په وجود راوړه، کتابونه او دوسيې يې په دفترو کي کښېښوول چي هر شئ به ليکل کېدى، د هر کار دپاره کتاب کښېښوول سو چي هر شئ بايد په دغه کتاب کي درج او  وليکل سي.
 
 
عُمر(رض)  هغه څوک دى چي مقام ابراهيم يې پر شا کړى، د مخه مقام ابراهيم وکعبې شريفي ته ډير نژدې بلکه پوري مښتى ؤ، عُمر(رض)  ځني ليري کړى، چي يو خو و خلکو ته ور ښکاره سي او بل د طواف او لمانځه دپاره ځاى پراخه سي. 
عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي په اسلام کي يې خپل مال وقف کړى دى، په اسلام کي اول وقف د حضرت عُمر فاروق(رض)  پر لاس ؤ چي په خيبر کي يې خپله مځکه وقف کړه، چي حاصلات یې د مسلمانانو غریبانو خوړل. 
 
 
صَدَقه في سبیل الله.
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي په اسلام کي يې يو معين منصب اشغال کړى دى، يعني پر يوه معين کار او وظيفه مقرره سوى دى، رسول الله(ص)  د إمارت يا حکم كولو دپاره معين خلک نه درول، چي فلانئ قاضي دى يا فلانئ د لښکر قومندان دى، مختلفو خلکو ته يې موقتي وظيفې ورکولې، تر څو چي رسول الله(ص)  رحلت کاوه د چا دپاره معين منصب نه ؤ، یا هیڅوک پر معین منصب نه ؤ مقرره، کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خليفه سو، څرنګه چي هغه په خپل خلافت کي ډير مصروف او مشغوله ؤ، خاصتاً د رِدت په موضوع کي او بيا هغه فتوحات، نو د خلکو د قضاء او فيصلو دپاره نه ؤ فارغه، او تاسي پوهېږى چي یوازي قضاء په خپله ډير مشکل او سخت کار دى چي د انسان ټول وخت نيسي، نو خلکو ته د فيصلو د ځنډېدلو په سبب مشکلات پېښ وه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خلکو د معاملو د فيصله کولو دپاره قاضي مقرره کړى چي دغه قاضي حضرت عُمر(رض)  ؤ، نو په اسلام کي اول قاضي حضرت عُمر (رض)  دى. 
 
 
عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي بيت المال يې جوړ کړى، تر دغه دمخه بيت المال نه ؤ موجود، هرڅه چي به راتله په هغه وخت او پر هغه ځاى پر مسلمانانو تقسيمېدل، مګر عُمر(رض)  د بيت المال دپاره معلوم او پوره نظام کښېښاوه، هلته کتابونه او دفترونه کښېښوول سوه. 
 
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي د آسانو زکات يې اخستى دى، د مخه په آسانو کي زکات نه ؤ ځکه چي آسان د جهاد دپاره وه، مګر په وروسته کي آسان په تجارتي ډول خرڅول کېده او رانيول کېده، یوازي د جهاد د پاره نه استعمالېده بلکه تجارت پکښي کېدى نو حضرت عُمر(رض)  و ویل: چي دا تجارت دى او امر يې وکى چي د آسانو زکات دي اخستل کيږي. 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي په اسلام کي يې نفر په دار کړى يا پر صليب ځړولى دى چي هغه قصه داسي وه: 
 
 
د انصارو څخه يوه سپین سرې ښځه وه چي ام ورقه(رض) ورته ويل کېده، کوم وخت چي به رسول الله(ص)  د دغي ښځي د ملاقات او ليدلو إراده وکړه نو به يې و خپلو اصحابو کرامو ته و فرمايل: درځى چي د شهيدي و ملاقات ته ورسو، صحابۀ کرام به په تعجب کي سوه چي سپين سرې ښځه ده په مدينه منوره کي ناسته ده او جهاد ته هم نه وزي، څنګه به شهيده سي؟ نو صحابۀ کرام به د رسول الله(ص)  په ملګرتيا د هغې ښځي د ليدلو دپاره ورتله او دغه د شهادت تصديق به يې هم کاوه چي دغه ښځه شهيده ده، مګر نه پوهېده چي څنګه او په څه ډول به يې شهادت په نصيب کيږي، دې حال دوام درلودى تر څو ښځه ډيره سپين سرې او عاجزه سوه خو دغه ښځه د مال او پيسو خاونده وه، دغي ښځي يو مريئ او يوه مينځه نوکران يا خدمتګاران درلوده چي هغو دغه د دې و مال او پيسو ته طمعه وکړه، نو يې هغه مال پټ کړى او دا يې و وژل، دا کار يې په دې سبب وکى چي کوم وخت د دې ميراث وېشل کيږي چا ته به يې مال نه وي ور معلوم چي چيري او څومره دى او بيا به په وروسته کي دوى دغه مال واخلي، مګر دغه خبره ښکاره سوه او قاتلان ونيول سوه، نو د دې دپاره چي نور څوک داسي و نه کړي چي مريان به خپل باداران د مالو او پيسو په طمعه وژني او پر خپلو بادارانو به جرئت پيدا کوي خاصتاً چي دغه ښځه فاضله صحابيه او سپين سرې وه داسي بې رحمي ور سره وسوه، نو حضرت عُمر(رض)  امر وکى چي دغه مريئ او مينځه دي تر هغو وځړول سي چي مړه کيږي، دغه سخته جزا په دې سبب ورکول سوه چي نه بيا دغه ته ورته موضوع پېښه سي او نه څوک د دغسي جُرم په باره کي فکر وکي.  
 
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي د روژې په مياشت کي يې خلک د صلوةُ التراويح دپاره سره را ټول او يو ځاى کړه، دمخه تر دغه خلکو د تراويح لمونځ کاوه، مګر هر نفر به جلا جلا لمونځ کاوه، يا دا چي متفرق جماعتونه به په مسجد نبوي کي کېدل، مګر عُمر(رض)  و ویل که سره يو ځاى سى او دغه لمونځ په يوه جماعت سره آداء کړى ښه به وي او دا چي رسول الله(ص)  ولي په دغسي جماعت او په پرله پسې ډول د تراويح لمونځ نه آداء کاوه؟ د هغه(ص)  سره دا بېره ور سره وه چي د تراويح لمونځ به پر امت فرض سي او بيا به ئې څوک نه سي آداء کولاى، مګر اوس چي د رسول الله(ص)  په رحلت سره دين پوره او کامل سو او تر دې وروسته د هيڅ شي د فرضيت بېره نسته نو د تراویح لمونځ په يوه جماعت آداء کوى او هغه څوک چي د حضرت عمر(رض)  په وخت کي یې د تراويح د لمانځه امامت کاوه اُبَى بن کعب(رض)  ؤ، 
 
 
حضرت عُمر(رض)  اول هغه څوک دى چي کعبه شريفه يې په مصري ټوکر پوښ کړه، په پخوا کي کعبه شريفه د حيواناتو په پوستو يا څرمنو پوښېده، خو بيا رسول الله(ص)  په يمني ټوکر پوښ کړه.
 
 کعبه شريفه په پخوا کي په تور ټوکر نه پوښېده، بلکه پوښونه يې سپين او زرغونه وه، تور پوښ د عباسي خُلفاوو په وخت کي په واغوستل سو او تر اوسه پر هغه تور رنګ پاته دى، خو د رسول الله(ص)  او حضرت عُمر(رض)  په وختو کي سپين او زرغونه پوښونه په اغوستل کېده.
 
د حضرت عُمر(رض)  د لويو کارو څخه د ښارو آبادېدل دي، هغه داسي: 
 
عَمرو بن العاص(رض)  چي د حضرت عُمر (رض) د خلافت په وخت کي د مصر والي ؤ، و هغه ته يې و ليکل چي ته او ستا ډله (يعني: ته او د مصر نور مشران) راسى، نو عَمرو بن العاص (رض) او د مصر نور مشران مدينې منورې ته راغله، عُمر(رض)  ور سره کښېنستى او ويل: يا عَمرو! الله(ج)  موږ مسلمانانو ته مصر را فتحه کړى، او په مصر کي زراعت او خوراکي مواد ډير دي، نو زما په زړه کي را وګرځېده او دا مي خوښه سوه چي پر اهل الحرمين او اهل الجزيره پراخي جوړه کم، هغه داسي چي د نيل څخه تر بحر الاحمر يعني د جدې تر درياب پوري يو خليج يا دومره لوى کانال وکِنم چي په هغه کي کښتۍ تګ او راتګ کوي، نو به د مصر څخه و جزيرة العرب ته د ارتزاقي موادو يا خوراکي شيانو نقلول آسانه سي، ځکه اوس پر وچه او د اوښانو په واسطه چي د مصره څخه بيا تر جزيرة العرب پوري قافله را رسيږي يوه مياشت وخت اخلي، او که دغه خليج جوړ سي بیا نو د نيل څخه بحر الأحمر يا جدې ته په اوبو کي د کښتيو په واسطه په څو لږو ورځو کي را رسيږي او جده بيا حرمينو ته نژدې ده او بل دريابي لار د حمل او نقل دپاره ډيره آسانه ده، دغه چي اوس يې موږ د اوښانو پر شا او پر وچه لار راوړو يو خو لار ليري کيږي او بل شئ لږ راوړل کيږي، نو حضرت عُمر(رض)  و عَمرو بن العاص(رض)  ته و ویل: اوس نو ته او ملګري دي ولاړ سى په دغه باره کي مشوره سره وکى چي رأیه مو يوه او موافقه سوه نو ما ته خبر راکړى. 
 
 
دا معلومه خبره ده .چي د خليج کندل ساده او آسانه کار نه دى، لوى عزم او قوي همت غواړي، ډير زحمت او ستړيا غواړي، مګر فايده يې هم دغومره زياته ده، نو عَمرو بن العاص(رض)  ولاړى او د هغه نورو مشرانو سره مشوره کوي، خو دغه خبره پر هغه نورو مشرانو درنه سوه او ويل: موږ بېريږو چي د دغه کار په نتيجه کي به په خپله د مصر و خلکو ته ضرر پېښ سي، ځکه خوراکي مواد به پرله پسې جزيرة العرب ته راوړل کيږي او پر موږ به لږ سي، نو ويل: زموږ مشوره دا ده چي دغه کار پر امير المؤمنين دروند کې، او ورته و وايې چي دغه د خليج کندل مشکل نه بلکه غير ممکن کار دى، دا څنګه کېداى سي چي د نيل څخه دي تر بحر الأحمره پوري خليج يا کانال جوړ سي؟ دا امکان نه لري، نو عَمرو(رض)  هم د خپلو ملګرو په مشوره و عُمر فاروق(رض)  ته ورغلى، عُمر فاروق(رض)  چي د ليري وليدى د ده د قیافې په لیدلو سره هغه څه ور معلوم سوه چی ده یې د ویلو إراده درلودل، چي دا هم د حضرت عُمر(رض)  کرامت او زيراکت ؤ، نو کوم وخت چي يې عَمرو بن العاص وليدى ورته ويې خندل او ويل: قسم مي په هغه ذات دى چي زما د نفس اختيار د هغه په قدرت کي دى لکه زه چي تا او ستا ملګرو ته ګورم، کوم وخت چي تا په هغه شي خبر کړه چي ما په امر کړی یا ست (چي د خليج کِندل دي) دا پر هغو درنه سوه او ويل: د دې کار څخه و اهلِ مصر ته ضرر رسيږي، نو ويل: زموږ مشوره دا ده چي دغه کار و امير المؤمنين ته لوى، مشکل او غير ممکن ښکاره کې، او ورته و وايه چي دغه کار نه کېدلاى سي او نه به وسي، او نه د هغه دکولو امکانات سته، عَمرو بن العاص(رض)  په تعجب کي سو او ويل: والله حق او حقيقت دي و ویل يا اميرَ المؤمنين! هو خبره دغسي وه لکه تا چي و ویل، عُمر فاروق (رض) و ویل: ورځه يا عَمرو! د الله په توکل او زما په عزم، ته به په دغه کارکي جِدّيت او کوښښ کوې او بل کال به نه وي راغلى چي ته به د خليج د کندلو څخه فارغه يې. 
 
يعني: د دغه کندلو دپاره فقط يو کال وخت درکوم، ښکاره خبره ده چي عَمرو بن العاص(رض)  نافرماني نه کولاى سواى او نه يې کول، نو مصر ته ولاړى او د خليج په کندلو يې شروع وکړه، د مخه تر دې چي کال تېر سي د نيل او بحر الأحمر تر منځ خليج وکندل سو، نو د مسلمانانو دپاره خوراکي مواد د مصر څخه و جزيرة العرب ته د دغه خليج د لاري راتله او ډير کلونه پر دغه حال تېر سوه، خو څرنګه چي خلکو د دغه خليج په ساتلو کي بې پروايي کول، کرار کرار ډکېدى او بند سو، خو د دغه خليج آثار او علامې تر نن ورځي پوري پاته دي او سته، مګر په هغه وختو کي د مسلمانانو دپاره د خير او برکت لار وه، چي دا هم د حضرت عُمر(رض)  دکارو څخه يو عجيبه کار دى.
 
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: خلفاء راشدین.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته