سیرت نبوي (۲۳۹برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بُصرْى آمر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ليک
رسول الله صلی الله علیه وسلم يو بل ليک د حارث بن عُمير الاُزدي رضی الله عنه په لاس د بُصرْى و آمر ته ولېږى چي د هغه خط مضمون او معنْی هم داسي وه لکه د دمشق آمر حارث بن ابي شمر ته چي يې لېږلى ؤ او د بُصرْى آمر يې و اسلام ته دعو تا وه، حارث رضی الله عنه د ليکه سره د بُصرْى د آمر پر طرف رهي سو، په لار کي شُرحبيل بن عمرو الغساني پر پېښ سو .
چي دغه شرحبيل کافر او د غسان د قبيلې د آمرانو څخه ؤ، شرحبيل دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم قاصد وليدى چي د بُصرْى آمر ته د ليک د ور وړلو دپاره رهي دى نو يې دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم قاصد حارث بن عُمير الاُزدي رضی الله عنه ونيوى او شهيد يې کړى چي دا د غسان د قبيلې د طرفه د اسلام پر ضـد دوهم مخالفت او دښمني وه چي پېښيږي، د دغي واقعې په سبب د مسلمانانو او غساسنه په منځ کي حالات او مناسبات نور هم خراب سوه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د لښکر په جوړولو شروع وکړه چي پر غساسنه یا د غسان پر قبیلو د مخه تر دې حمله وکړي چي هغه پر مسلمانانو حمله کوي، دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قاصد شهيدېدل د (مُؤته) د جنګ دپاره دوهم سبب وګرځېدى،
چي د غسان د قبيلې د طرفه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو رسالو سره نا وړه حرکتونه وسوه، اوله رساله يې وغورځول سوه او د دوهمي رسالې قاصد شهيد کړه سو چي د دغو حرکتو په نتيجه کي د مُؤته جنګ په وجود راغلى چي د هغه جنګ قصه به ان شاء الله تعالْی پرخپل وخت او ځاى درته بيان سي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
www.taleemulislam.net