عن انس بن مالک رضي الله عنه قال قال رسو ل الله صلی الله عليه وسلم من صلي لله اربعين يوما في جماعة يدرک التکبيرة الاولي کتب له براءتان برآءة من النار و براء ة من النفاق. (رواه الترمذي)
ژباړه : د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دئ، چي نبي عليه السلام فرمايلي دي: څوک چي څلوېښت ورځي په جماعت لمونځ وکړي، لومړى تکبير نه سي ځني تېر ده ته به الله جل جلاله دوه خلاصونه ورکړي يو خلاصون به د اور څخه وي دوهم خلاصون به د نفاق څخه وي.
فايده: يعني کوم څوک چي په اخلاص سره څلوېښت ورځي لمونځونه په جماعت سره وکړي چي په پيل کي د امام سره ګډون وکړي، يعني لومړى الله اکبر د امام سره ونيسي دغه کس به نه دوزخ ته ځي او نه به د منافقانو په ډله کي داخلېږي. منافق دې ته ويل کېږي چي په ښکاره ځان مسلمان ښکاره کوي خو په زړه کي کفر ساتي. د څلوېښتو ورځو ځانګړتيا دا ده چي په ډېرو ځايو کي په څلويښتو ورځو کي بدلون راځي لکه د ماشوم د پيدايښت مخکي چي تر څلوېښتو ورځو پوري نطفه وي بيا وينه ګرځي په داغه ترتيب څلوېښت، څلوېښت ورځي وروسته بدلون پکښې راځي. همدا ډول د صوفيانو په آند هم څلويښت ورځي خاص اهميت لري. هغه کسان څومره نېک بخته دي چي په کلونو لومړى تکبير نه ځني پاته کېږي.
ماخذ: فضايل اعمال
رالېږونکی: ګل احمد فيضي