حضرت عُمر(رض) د خپله ځانه سره
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حضرت عُمر فاروق(رض) د دغه ټول قوت، قدرت او پر ټولو ښارو تسلطه سره سره د خپل ځان په تاديبولو کي ډير شديد او د شديدو خلکو څخه ؤ.
احنف بن قيس(رض) وايي: زه د حضرت عُمر(رض) سره وم چي يو سړئ په مخه ورغلى، هغه سړي ورته و ویل: يا امير المؤمنين! زما سره ولاړ سه او د فلاني سړي په مقابل کي مي کومک وکه چي زما سره يې ظلم کړى دى.
تاسي فکر وکى: عُمر(رض) د خلکو او آمريت په نورو کارو مشغوله دى او اوس يو نفر ورته وايي زما سره راځه چي فلاني ظلم راباندي کړى دى.
عُمر(رض) په هغه لکړه چي ور سره وه دغه سړئ دوې درې لکړي و واهه او ورته ويل يې: کوم وخت چي زه فارغه يم په نورو کارو نه يم مشغوله او د قضاء په مجلس کس ناست يم تاسي نه راځى خپل شکايت نه کوى، مګر کوم وخت چي بيا د دولت په نورو مهمو کارو مشغوله سم نو تاسي راسى او کومک را څخه غواړى، ولي د قضاء په مجلس کي نه را تلې؟
خير سړئ نا راضه او خواشینی بيرته رهي سو، كله چي سړئ رهي سو عُمر(رض) پښېمانه معلومېدى او ويل دغه سړئ بیرته راولى، سړئ يې ورته راوستى، عُمر(رض) ورته و ويل: سړيه! دغه لکړه واخله دغسي مي و وهه لکه ما چي و وهلې، دا زما حق نه ؤ چي و دي وهم، يو سړئ راغلی شکايت کوي او زه یې وهم، هو ته خطا وتلې مګر د وهلو لائق نه وې چي ما و وهلې،
وايي: (کږه غاړه توره نه پرې کوي) سړي چي دغه د ده(رض) عجز او عدل وليدل ويل: يا والله هغه وهل ما د الله دپاره در پرې ايښي دي، عُمر(رض) ويل: دا صحي ده چي وهل دي د الله(ج) د پاره را پرېښوول مګر ما ته به هم عفوه کوې، سړي ويل: ته مي هم بخښلى يې، دغه سړي عُمر(رض) د خلکو په حضور او په خپله خوښه و بخښى، سړئ خو پر خپله لار ولاړ،
مګر احنف بن قيس(رض) وايي: کوم وخت چي زه او عُمر(رض) بيرته کور ته راغلو، عُمر(رض) ولاړ سو دوه رکعاته لمونځ يې آداء کى، پسله لمانځه يې ځان ملامتاوه او ويل يې: اې د خطاب زو! ته کښته وې الله(ج) لوړ کړې، ته ګمراه وې الله(ج) هدايت در ته وکى، ته ذليله وې الله(ج) عزتمن کړې، او د خلکو مسئوليت يې ستا په غاړه کي در واچاوه، بیا نو يو سړئ درته راغلى ستا څخه يې کومک غوښتى تا و واهه؟ سبا به د الله(ج) په حضور څه وايې؟ سبا به د الله(ج) په حضور څه وايې؟ خپل ځان يې په چپلاخو واهه او ملامتاوه.
ښه متوجه سى: حضرت عُمر(رض) د عادل حاکم دپاره لوړ مثال دى، عُمر(رض) د قائد او رهبر دپاره نمونه ده، عُمر(رض) د هغه قاضي دپاره چي د خلکو په منځ کي حکم کوي لار ښوونکى دى، چي هر يو بايد د خپل ځان سره په دغه ډول حساب وکي چي سبا به د الله(ج) په حضور څه وايې؟
د دغي جملې څخه چي عُمر(رض) وايي:(سبا به د الله(ج) په حضور څه وايې؟) د حضرت عُمر(رض) د دين اندازه او د ژوند کولو طريقه معلوميږي، د عُمر(رض) د ژوند معيار او ترازو د الله(ج) په حضور کي جواب ويل وه، په هر کار کي دغه فکر ور سره ؤ: چي سبا به و رب(عزوجل) ته څه وايم، د عُمر(رض) سره همېشه دغه فکر ور سره ؤ، چي دنيا د خپلو نعمتو سره تېرېدونکې ده او حتماً د الله(ج) په حضور کي درېږم، نو ځکه به يې د هرو ښو خوړو په خوړلو سره او د يخو اوبو په چښلو سره او د هرو نوو کالو په اغوستلو سره اوښکي تويېدې، هغه اوښکي چي د همېشه بهېدلو په سبب يې د حضرت عُمرفاروق(رض) پر باړخوګانو دوې توري ليکي جوړي کړي وې او په هر کار کي به يې د ځان سره ويل:
سبا به و خپل رب(عزوجل) ته څه وايې؟ سبا به و خپل رب(عزوجل) ته څه وايې؟
دا هغه عُمر(رض) دى چي اسلام په ده سره قوي او معززه سو.
دا هغه عُمر دى چي د ده و رپېدونکو بيرغو ته د روم او فارس لښکري چي د دنيا لوى لوى قوتونه وه تسليمېد، خو ده (رض) به د هره کاره سره ویل: سبا به و خپل رب ته څه وايې؟
دا هغه عمر(رض) دی چي په لمانځه کي به یې د خلکو امامت کاوه خو ژړا او د ژړا سګلۍ به یې د آخري صف خلکو اورېدل.
دا هغه عمر(رض) دی چي د بیت المال یو اوښ ایله سوی ؤ او ده په هغه پسي ځغستل، حضرت علي(رض) په مخه ورغلی او ویل د خیره یا امیرَ المؤمنین!؟ ده په جواب کي ورته و ویل: د بیت المال یو اوښ ایله سوی دی په هغه پسي ځم، حضرت علي(رض) و ویل: هغه کسان دي ستړي کړه چي تر تا وروسته راځي، حضرت عمر(رض) و ویل: زما دي قسم په هغه ذات وي چي محمد یې په حقه سره رالېږلی دی که په عراق کي د فرات پر غاړه یوه مېږ ورکه سي په ورځ د قیامت به یې د عمر څخه پوښتنه کیږي.
اوس يوه بله عجبه واقعه چي په هغه کي حضرت عُمر(رض) خپل ځان ته ادب ورکاوه واورى: يوه ورځ حضرت عُمر(رض) امر وکى چي په خلکو کي دي د (الصّلْوةُ جامعةٌ) ږغ وسي.
دغه ږغ هغه وخت کېدى: چي د جنګ دپاره به د خلکو را ټولېدل او يو ځاى کېدل مقصد وه، يا به غنيمتونه وېشل کېده، يا به يوه لويه او مهمه واقعه پېښه سوه، نو به ناري سوه:(الصّلْوةُ جامعةٌ) او خلک چي به په هر کار کي او هر چيري وه هغه کار به يې پرېښاوه او په مسجد نبوي کي به سره را ټولېدل.
په دغه ورځ د حضرت عُمر(رض) په امر دغه ږغ وسو او خلک په مسجد نبوي کي سره را ټول سوه، حضرت عُمر(رض) منبر ته وختى د الله(ج) حمد يې و وايه، پر رسول الله(ص) يې درود و وايه او بيا يې و ویل: اې خلکو ! که تاسي زه ليدلى واى، اوس خلکو ته هغه خپل پخوانئ حال او تاريخ بيانوي، نو ويل که تا سي زما سره واى او زه مو ليدلى واى چي ما د خپلو خاله ګانو چي د بني مخزوم څخه وې پسونه پېول يا څارل، اوبه مي ور ته راوړې او د هغو پسونه به مي ور اوبه کړه، هغو به زما مزدوري يو مُټ خرما يا يو مُټ اوڅکي راکړې، دغه زما مزدوري وه، دغه خبره يې وکړه او د منبره راکښته سو.
خلک په تعجب کي سوه! هغه مهمه ناره (الصّلْوةُ جامعةٌ) او د دوی تر را ټولېدلو او یو ځای کېدلو وروسته یې عُمر(رض) په دغه کوچنۍ قصه خبروي؟
عبدالرّحمْن بن عوف(رض) چي کله کله یې حضرت عُمر(رض) ته څه ویلای سوای ورته و ویل: يا اميرَ المؤمنين! د دې خبري څخه دي مقصد څه ؤ؟ موږ دي د څه شي دپاره سره را ټول کړو؟ فقط دغه دوې کلمې خطبه او د خپل ځان تاریخ دي را ته و وایه، حضرت عُمر(رض) و ویل: وَيحَک یا عبدالرحمْن زه یوازي ناست وم د خپل ځان سره مي فکر واهه، نفس مي راته و ویل: ته امير المؤمنين يې، ستا او ستا د رب په منځ کي تر تا لوړ نسته، يعني: د الله او مسلمانانو په منځ کي ته یې، نو به څوک تر تا ښه او بهتر وي، يعني نفس مي را ته و ویل: په ټولو مسلمانانو کي ته هغه ښه او افضل يې، نو مي دا إراده وکړه چي و خپل نفس ته د خپل ځان قدر او قېمت ور و ښيم، خلک مي راټول کړه او دغه قصه مي ورته وکړه، چي و خپل نفس ته خپل ځان ور و ښيم، چي زه دومره کښته او ذليله وم چي د پسو شپانه وم او تنخواه مي يو مُټ خرما يا اوڅکي وه، زه دغه شئ وم او دغه مي حال ؤ، چي اوس کبر را څخه و نه سي.
تاسي دغه لوى حساب او محاسبې ته متوجه سى چي عُمر فاروق اعظم(رض) يې د خپل ځان او نفس سره کوي، د حضرت عُمر(رض) سيرت به موږ ته ډير عجيب او غريب حالات بيان کي، حضرت عُمر(رض) د دغه ټول شدت او عُنفه سره سره، بيا هم موږ د ده(رض) په شخصيت کي يوه عجيبه نر مي او پوستوالى وينو، د حضرت عُمر فاروق(رض) دغه شديده محاسبه، ډير دقت او سخت نيول وه، خو د دغو په مقابل کي عجبه لِين او نرمي هم لري او دغه نرمي يې د رسول الله(ص) د هغه وصيت د عملي کولو په سبب وه چي فرمايي:
(خَيْرُ کُمْ خَيْرُکُمْ لاَهْلِهِ وَاَنا خَيْرُکُمْ لاَهْلِي)
رسول الله(ص) فرمايي: په تاسي کي ښه او بهتر سړئ هغه څوک دى چي د خپلي ښځي او اولادو سره ښه ژوند او پسته معامله کوي او په تاسي کي زه، يا تر تاسي ټولو زه د خپلي کورنۍ دپاره خير او بهتر يم.
يو د اصحاب کرامو څخه وايي: زه د عُمر(رض) کور ته ورغلم، ما غوښته چي د خپلي ښځي د اخلاقو څخه شکايت ور ته وکم، يعني زما ښځي زما سره سخته ګذاره کول، تُندي خبري يې را ته کولې، آواز يې را باندي پورته کاوه، نو زه عُمر(رض) ته ورغلم غواړم چي شکايت ور ته وکم، ښايي ښځي ته مي نصيحت وکي، يا ما ته يوه لار را وښيي چي څنګه وکم، خو چي زه ورغلم او دروازه مي ور وټکول، په دغه وخت کي مي د عُمر(رض) د کور د دننه څخه لوړ آواز واورېدى، چي د عُمر(رض) ښځي په خپله پر عُمر(رض) آواز پورته کړى دى او عُمر(رض) چپ دى څه نه ور ته وايي، سړئ وايي: زه په تعجب کي سوم چي عُمر هغه څوک دى چي ټول خلک ځني بېريږي، او اوس د خپلي ښځي په مقابل کي چپ دى؟ دغه صحابي وايي: ما خو يو وار دروازه ور ټکولې وه خو چي وروسته مي دغه آواز، نِقاش، او سوال او جواب واورېدى تر هغه خپل شکايت تېر سوم او بيرته رهي سوم، مګر عُمر(رض) هغه د دروازې ټکول اورېدلي وه، نو را ووتى او را ناري يې کړه ويل:
سړيه څه غواړې چي دروازه دي وټکول او رهي سوې؟ ما ويل: ما غوښته چي په يوه موضوع کي خبري در سره وکم، خو اوس هغه موضوع حل سوه څه نه وايم، عُمر(رض) را ته ټينګ سو او ويل و وايه څه کار دي ؤ؟ نو ما ورته و ویل: يا اميرَ المؤمنين! زه راغلم چي د خپلي ښځي د اخلاقو شکايت در ته وکم، خو ما وليده يا واورېده چي ستا ښځه هم دغسي وه نو رهي سوم او د ځان سره مي و ویل: چي د امير المؤمنين د خپلي ښځي سره دغه حال دى نو زما په حال کي به څه تغير راولي، تر خپل شکايت تېر سوم او رهي سوم.
حضرت عُمر فاروق(رض) غوښته چي و ده ته د ژوند حقيقت ور وښوي او موږ ته يې هم د هغه سره يو ځاى را وښوول، نو ويل: دغه ښځي زما قهر او غضب تحمل کړي دي، کالي يې را پرېولي دي، خواړه يې را تيار کړي دي، اولادونه يې را تربيه کړي دي، کور او بستر يې را پاک کړي دي، او د دغو ټولو څخه هيڅ شئ پر دې نه دى واجب، نو د دغو ټولو حقوقو په مقابل کي د دې د دغه لوړ آواز تحمل و نه کړم؟
دا و ټولو خلکو ته د حضرت عُمر(رض) له طرفه تعليم او لار ښوونه ده.
واقعاً هم ښځي ډيري لويي او مهمي وظيفې اجراء کوي، الله(ج) دي د خير جزاء او بدله ورکي، ښځو لره پر نارینه ډير احسانونه سته، که يو انسان د ښځي په خدمتو کي فکر وکړي او هغه کارونه و سنجوي چي ښځه يې د خپل خاوند د عزت دپاره انجاموي، نو به هغه انسان د ښځي تر ډيرو غلطياوو ور تېر سي، او د حضرت عُمر(رض) مقصد هم دغه کارونه وه چي هغه صحابي او موږ ته يې را وښوول، چي په حقيقت کي دا هغه مفهوم او مقصد دى چي د رسول الله(ص) څخه يې زده کړى دى، رسول الله(ص) فرمايي:
(خَيرُکُم خيرُکُم لِأهلِهِ وَ أنا خَيرُکُم لاَهلِي )
مګر بد بختانه نن ورځ زموږ په ټولنه کي ډير داسي خلک سته چي خپل نارینه توب نه پر بل چا ښکاره کولاى سي او نه يې ښکاره کوي بېله د خپل کور پر ښځو، په دباندي کي مېږ وي خو کور او د ښځو منځ ته چي راسي زمرئ سي، دا خو يې د همت او مړاني طرف دى، که د ديانت او مسلمانۍ د اړخه ور ته وګورې، دباندي عابد او زاهد وي، خو دننه په کورکي ظالم او فاسق وي، الله(ج) دي دغسي کسانو ته هدايت وکي، موږ بايد د رسول الله(ص) او د هغه د اصحاب کرامو څخه د دغه قُدوه او رهبرانو څخه تعليم او زده کړه وکو، موږ يې بايد د دوى څخه زده کو چي هغو دنيوي کارونه، اجتماعي کارونه، فاميلي او کورني کارونه، د دولت او حکومت کارونه څنګه إداره کول.
حضرت عُمر فاروق(رض) کولاى سواى چي په هغه خپل هيبت سره خپله ښځه چپ کړي، مګر يا د ښځو د حقوقو او احساساتو مراعت کول هم د مسلمان وظيفه ده، ځيني کسان داسي فکر کوي چي کورنئ ژوند بېله وهلو، ښکنځلو، آواز کښلو څخه نه إداره کيږي، مګر په حقيقت کي داسي نه ده بلكه،
« خَيرُکُم خَيرُکُم لاَهلِهِ»
ته تر عُمر(رض) نه يې قوي، ته تر عُمر(رض) نه يې شديد، مګر هغه شديد او قوي عُمر په خپل کورکي او د خپله اهله سره په دغه اندازه رقيق او ليّن، پوست او نرم ؤ د نېکانو نيکي نېکان مني، نو ته هم د خپلي ښځي نېکۍ مه هېروه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net