د ايجاب او قبول شرطونه
مخکي مو ولوستل چي ايجاب او قبول د ماضي په صيغو صحيح کيږي او دغه ډول د حال په ځانګړو صيغو هم صحيح کيږي .
دغه ډول مُضَارِع که د حال په نيت استعمال سي
يا د حال نښه ورسره وي په هغه هم ايجاب او قبول صحيح کيږي .
د دې علاوه دا يې هم شرطونه دي :
دايجاب او قبول مراد به واضح وي .
قبول به د ايجاب سره موافق وي .
د ايجاب او قبول مجلس به يو وي .
د مراد وضاحت
د ايجاب او قبول د پاره يو شرط د مراد وضاحت دى ، د هر تړون د پاره چي کوم لفظ کارول کيږي د هغه مراد او مقصد به مُتَعَاقِدَيْنو ته واضح او څرګند وي . مثلاً : د بيع په تړون کي بايد دا ډول الفاظ وکارول سي چي مُتَعَاقِدَيْن په وپوهيږي چي دوى د بيع ايجاب او قبول سره کوي . د اجارې په ايجاب او قبول کي بايد دا ډول الفاظ استعمال سي چي د هغو څخه مُتَعَاقِدَيْن د اجارې تړون وفهموي . يو عقد او تړون لا هم ځان ته ځانګړي الفاظ نه لري چي د هغو پرته دي په نورو لفظونه نه صحيح کيږي ، بلکي په هره ژبه کي چي د هر عقد او تړون د پاره کوم لفظونه استعماليږي په هغو ايجاب او قبول صحيح کيږي .
د بېلګي په ډول د عربي د بيع او شِرَاء پرځاى په پښتو کي ځيني پښتانه خرڅول او رانيول کاروي او ځيني بيا پلورل او پيرودل کاروي . پر دې برسېره ځيني نور لفظونه هم سته چي د هغو څخه د رانيولو او خرڅولو معنا فهمول کيږي ، په هغو هم ايجاب او قبول صحيح کيږي البته دا ضروري ده چي مُتَعَاقِدَيْن به يې په مراد او معنا پوهيږي .
مُطَابَقَت
د ايجاب او قبول د صحت د پاره بل شرط مُطَابَقَت دى ، د مُطَابَقَت څخه مقصد دا دى چي قبول به د ايجاب مطابق وي .
مثلاً : زيد بکر ته ووايي : دا موټر په دوو لکو افغانيو ستا دى ، بکر ورته وايي : په يو سل پنځوسو زرو افغانيو زما قبول دى ، يا بکر د زيد بل موټر ته اشاره وکړي ورته ووايي : دغه موټر مي په دوو لکو افغانيو قبول دى ، پدې دواړو صورتو کي بيع نه مُنْعَقِد کيږي ، ځکه چي قبول د ايجاب مطابق نه دى .
ولي مُجِيْبٌ په دوو لکو افغانيو ايجاب وکړ خو قابل يې په يو لک او پنځوسو زرو افغانيو قبول وکړى .
مُجِيْبٌ د يوه موټر ايجاب وکړى ، قَابِل د بل موټر قبول وکړى ، نو د ايجاب او قبول د نه مُطَابَقَت لکبله يې سودا نه صحيح کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- معاملات