لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د افغانستان جغرافیوي موقعیت او ستر اقتصادي ارزښت ئې
افغانستان په سیمه کي د خورا ښه جغرافیوي موقعیت درلودونکی هیواد دئ، د دې هیواد جغرافیه د سیاست، اقتصاد او فرهنګ له اړخه خورا مهمه ده.
یعني د افغانستان جغرافیوي موقعیت په سیمه کي سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ارزښت لري.
افغانستان د سیمي د هیوادونو سره په پورته ذکر سوو نقاطو کي ډېر زیات مشترکات لري، چي د سیمي د هیوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو پر مټ کولای سي، د دغه ستر فرصت څخه لکه څنګه چي ښايي استفاده وکړي.
دا چي د افغانستان جغرافیوي موقعیت څنګه سیاسي او فرهنګي ارزښت لري، تر دې به تېر سو، یوازي به د اقتصادي ارزښت موضوع راواخلو.
افغانستان د سیمي د هیوادونو له پاره د یوه څلورلاري حیثیت لري، له دې ځایه د سیمي هیوادونه کولای سي، خپل تجارتي اموال د نورو هیوادونو سره تبادله کړي او په مقابل کي ئې د ضرورت وړ اموال ترلاسه کړي.
د مثال په ډول که هند او پاکستان غواړي، چي خپل تجارتي اموال د مرکزي آسیا تر هیوادونو پوري ورسوي، نو د دې کار له پاره دوی مجبور دي، چي د افغانستان له لاري ئې ولېږدوي او که د مرکزي آسیا هیوادونه غواړي، چي خپل طبیعي منابع خصوصا ګاز تر هند ورسوي، نو بیا ئې هم لاره پر افغانستان سپره ده، چي د ټاپي پروژه ئې ښه مثال دئ.
همدارنګه چین چي یو صنعتي هیواد دئ، که دغه هیواد غواړي خپل صنعتي توکي تر ایران او عربي هیوادونو پوري ورسوي، نو د افغانستان له لاري دغه چاره په آسانۍ سره ترسره کولای سي.
په عمومي ډول د افغانستان جغرافیوي موقعیت د خورا ستر ارزښت لرونکی دئ، له دې فرصت څخه موږ هغه وخت استفاده کولای سو، چي د سیمي د هیوادونو سره ښې او مثبتي اړیکي ولرو، له کومي ورځي چي اسلامي امارت په افغانستان کي واک ته رسېدلی، له پیله ئې دا هڅه پیل کړې، چي د سیمي د هیوادونو سره ښې او سالمي اړیکي جوړي کړي، چي خوشبختانه په دې هدف کي تر ډېره حده بریالی ثابت سوی.
د افغانستان د اسلامي امارت سره د سیمي د هیوادونو په اړیکو کي ورځ تر بلي بهبود راځي، اوس الحمدلله په افغانستان کي امنیت هم تامین سوی دئ، که د افغانستان اسلامي امارت د سیمي د هیوادونو سره خپلي اړیکي همداسي قوي وساتي، لیري نه ده، چي افغانستان به یو ځل بیا د سیمي د هیوادونو ترمنځ د یوه څلور لاري حیثیت خپل کړي.
www.taleemulislam.net