تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي .د هجرت د لاري واقعات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 4, 2020
  0
سیرت نبوي (۱۲۰ برخه)
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
 
د هجرت د لاري واقعات
 
هلته په مکه مکرمه کي يو سړئ ؤ چي عبدالله بن اُرَيقَط نومېدى دغه سړئ په لارو کي ډېر ماهر ؤ يعني: ليري او نژدې، پټي او ښکاره لاري ټولي ور معلومي وې که څه هم دغه سړئ د مشرک قريشو پردين ؤ خو امانت كاره هم ؤ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  تر هجرت د مخه دغه عبدالله بن اُريقط د مال او پيسو په مقابل نوکر کړى چي ته به د هجرت په وخت کي زموږ سره ځې او پر داسي لارو به مو مدينې منورې ته بيايې چي چا ته نه وي ور معلومي، هغه هم دا قبوله کړه. 
نو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هغه د هجرت دپاره دوه ساتل سوي اوښان و ده ته ور تسليم کړي وه او بيا يې خبر ورکړی چي دغه اوښان په فلاني وخت کي غارِ ثور ته راوله، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په غار کي درې شپې تيري کړې او د دوشنبې شپه سوه چي دا نو د هجرت د اول کال د ربيع الاول د مياشتي اوله شپه ده او د عيسوي يا ميلادي (622)کال د سپتمبر د مياشتي (16) تاريخ دى عبدالله بن اُرَيقط د شپې هغه دوه اوښان ور وستل، دلته نو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله د دغو دوو اوښانو څخه يو واخله او هغه ښه اوښ يې و ده ته ور نژدې کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا ابا بکر! اخلم يې مګر په قېمت سره. 
 
په دغه وخت کي د ابوبکر رضی الله عنه  لور اسماء رضی الله عنها  هم راغله چي د دوى د سفر دپاره يې خواړه ور سره را اخستي وه او دا يې هېر سوي وه چي د دوى د خوړو د تړلو دپاره يو ټُکر يا يو تناو ور سره را واخلي اوس چي دا غواړي چي دغه خواړه د دوى په اوښ پوري وتړي ټُکر يا رسۍ نسته نو يې خپل نِطاق دوه ځايه کړی په يوه حصه يې هغه د دوى خواړه وتړل او د نطاق هغه بله حصه يې پر خپله ملا وتړل او د دغې ورځي څخه و دې رضی الله عنها  ته (ذاتُ النِطاقَين) ويل کيږي.
 اوس نو نِطاق څه شي دى؟ نِطاق داسي يو ټوکر دى چي په هغه وختو کي ښځو تر ملا، يا تر سر تړی(لکه يو بَرداره کمر بند)چي دغه نِطاق د هغه وخت د لباس يو جُز ؤ، اسماء رضی الله عنها  د دغه خوړو د تړلو دپاره و يوه ټُوکر ته ضرورت درلودى مګر ټُوکر نسته نو يې خپل نِطاق څيري او دوه ځايه کړی يوه حصه يې پرخپله ملا يا سر وتړل او په هغه بله حصه يې دغه خواړه وتړل او د دغې ورځي څخه و دې رضی الله عنها  ته(ذاتُ النِطاقَين) ويل کيږي، يعني:(د دوو نطاقو خاونده) او په دغه نامه سره مشهوره سوه. 
 
 بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  د مدينې منورې و طرف ته رهي سوه، د دوى سره په دې سفر کي عامر بن فُهَيره هم ملګرى ؤ او هغه لار ښوونکى عبدالله بن اُرَيقَط هم ور سره دى، اوس نو لار ښوونه د عبدالله بن اُریقط کار دی او په هغه اړه لري، اول چي د غاره څخه رهي سوه د جنوب او يمن پر طرف ولاړل، پسله څه وخته د غرب او د درياب د غاړي و طرف ته رهي سوه چي ساحِل ورته ويل کيږي ترڅو و داسي لاري ته ورسېدل چي پر هغه لار نه څوک تله او نه چا ته ور معلومه وه بيا نو د درياب يعني: بحر الأحمر د غاړي سره نژدې د شمال پر طرف رهي سوه چي دغه لار و مدينې منورې ته داسي لار ده چي نادرًا به څوک پر دغه لار تلى.
دغه د هجرت د لاري تفصيل په کتابو کي راغلى دى خو څرنګه چي د دغو ځايو څخه د ډيرو ځايو نومونه اوس اوښتي دي او د عمومي لارو څخه هم ډېر ليري او چپ دي نو د هغو ځايو د نومو تر يادولو تېرېږم او د لاري لوى واقعات به سره بيان کړو. 
 
اول: امام بخاري د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: په دغه شپه چي موږ رهي سوو دغه ټوله شپه او سبا تر غرمې پوري مو تګ او مزل وکړی کوم وخت چي غرمه سوه او لار فارغه سوه هيڅوک پر دغه لار نه تېرېدل په لار کي مو يوه ډېره لويه او اوږده ډبره وليدل چي سايه يې درلودل او پر دغه ځاى لمر نه راتلى نو مو د دغي ډبري سره واړول، ما په خپلو لاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بيدېدلو دپاره ځاى جوړ کړی او پر هغه مي يو  فرش آوار کړی او ورته و مي ويل: يا رسولَ الله! ته بيده سه او زه به شا وخوا څار کوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرېوتى او زه دباندي را و وتم شا وخوا څار کوم که ګورم يو شپانه دى چي پسونه يې د دغي ډبري و طرف ته را رهي کړي دي غواړي چي دئ هم دغه سايې ته استراحت وکړي، زه ورغلم او ورته و مي ويل: ته څوک يې؟ ده د مکې يا مدينې د خلكو څخه يو څوک را ياد کړی ويل: د هغه مريئ يم، ما ويل: آيا په پسو کي دي شيدې سته؟ ده ويل هو، ما ويل: ما ته يې را لوشې؟ ويل هو، نو يې د لوشلو دپاره يوه مېږ ونيول، ما ويل: اول يې غُلانځه د خاورو، ورېښتانو او خيرو څخه پاکه کړه بيا يې وَلوَشه، ده هم د غُلانځي تر پاکولو وروسته يو کټورئ شيدې را و لوشلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم څرنګه چي هغه بيده ؤ دا مي ښه و نه بلل چي د خوبه يې را ويښ کړم تر هغو مي انتظار ورته وکړی چي دئ صلی الله علیه وسلم  را ويښ سو،  زما سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوداسه او څښلو دپاره د اوبو يوه مشکوله را سره وه نو مي د دغه مشکولې څخه دغه د شيدو پر لوښي اوبه توى کړې  چي يو څه يخي سوې بيا مي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسول الله! وې چښه، ده صلی الله علیه وسلم  هم تر هغو وڅښلې چي زه راضي او اوبه سوم، بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ته و ويل: آيا د تلو وخت نه دى؟ ما ويل: هو يا رسولَ الله!. بيا نو د هغه ځاى څخه رهي سوو. 
دوهم: څرنګه چي ابوبکر رضی الله عنه  تاجر، ګښته او مشهوره سړئ ؤ هر چا پېژندى او رسول الله صلی الله علیه وسلم کورنئ سړئ ؤ  هر چا په رنګ نه پېژندى اوس چي دوى سره ملګري دي نوکه به په مخه يو څوک ورغلى د ابوبکر رضی الله عنه  څخه به يې پوښتنه وکړه چي دا څوک دى؟ 
 
ده رضی الله عنه  به ورته ويل: دا سړئ لار را ښيي، د هغه به دا خيال سو چي دغه د تګ لار ور ښيي او د ده مقصد به د دين او خير لار وه چي ما ته زما د دين او عقيدې لار راښيي.
 
درېيم: سراقه بن مالک په عربو کي مشهوره جنګي فارِس يا پهلوان ؤ کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر رضی الله عنه  د غار څخه را و وتل او د مدينې منورې و طرف ته رهي سوه هر چا دا کوښښ کاوه چي دوى پيدا کي او د قريشو هغه سل اوښه جائزه واخلي. 
 
د دغو خلكو د جملې څخه يو هم سراقه بن مالک ؤ، خو دا قصه به په خپله و سراقه ته پرېږدو چي دئ په خپله قصه کوي او په دغه وخت کي مشرک ؤ، سراقه بن مالک وايي: زه د خپل قوم سره په مجلس کي ناست وم چي يو سړئ د دباندي څخه د مکې راغلى موږ ناست ؤ .دئ را ته و درېدى او ويل: يا سراقه! دغه اوس ما د درياب د غاړي سره يوه سياهي وليدل چي و فلاني طرف ته رهي وه ګمان کوم چي محمّد او د هغه ملګري دي وي، سراقه وايي: زه پوه سوم چي دغه نفر دوى دي خو د دې دپاره چي هغه د قريشو جائزه يواځي زه واخلم نو مي خبره واړول او سړي ته مي و ويل: دا دوى نه دي بلکه تا فلانئ او فلانئ ليدلي دي چي زموږ په مخ کي رهي سوه.
 سراقه وايي: زه په دغه مجلس کي کښېنستم داسي كار او حرکت نه کوم چي څوک را پوه سي، د قوم د مجلس تر آخره ور سره ناست وم نه ولاړېږم، ولي که ولاړ سم هغه نور پوښتنه کوي چي چيري ځې؟ نو خود خبري او مجلس ور سره کوم، کوم وخت چي دوى ولاړ سوه زه هم ډېر ژر کور ته ولاړم خپلي مينځي ته مي و ويل: زما آس وباسه د فلانۍ غونډۍ تر شا و درېږه او زما انتظار کوه، ما خپله نېزه، غشي او لېندۍ را واخستل دکور د شا تر دروازې و وتم پټ پټ ورغلم څو وآس ته ور ورسېدم، پر آس سپور سوم او پر هغه لار رهي سوم چي هغه سړي ويلي وه، دئ نو پر دغه لار پرېږده. 
 
هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر رضی الله عنه  د ملګرو سره رهي دي خو ابوبکر رضی الله عنه  يو څه وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر شا رهي وي څه موده وروسته بيا تر مخ رهي سي څه وخت وروسته يې بيا راسته طرف ته ځي، څه وخت وروسته يې بيا چپه طرف ته ځي يعني: دې طرف او هغه طرف  ته کيږي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  رهي دى حتّْی شا وخوا هم نه ګوري فقط قرآن مجيد وايي او رهي دى، څه وخت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته متوجه سو چي ابوبکر رضی الله عنه  هره لحظه يا هرګړئ دېخوا ها خوا ته کيږي، نو یې پوښتنه ځني  وکړه چي يا ابا بکر! څه درته پېښه ده چي مخ او وروسته کېږې؟ ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! يو وار مي په فکر کي را وګرځي چي کمين به يې درته نيولى وي يعني: يو څوک به په مخ کي پټ درته ولاړ وي نو د مخه سم، بيا مي په زړه کي را وګرځي چي د شا د طرفه څوک حمله و نه کړي بيا تر شا سم، بيا وايم څوک د بغل د طرفه حمله و نه کړي نو دي يوه او بل اړخ ته ځم.
 
ښه متوجه سى دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ساتنه د صِديق اکبر رضی الله عنه  حِرص ؤ، د ده صلی الله علیه وسلم  د ساتني په سبب يې پر يوه ځاى قرار نه درلودى، لکه پتنګ شا وخوا پر را ګرځېدى، په فارسي کي شاعر وايي: 
يک جان چه متاعيست که سازم به فدايت
امّا چه توان کرد که موجود همينست
 
يعني: يو روح دومره متاع دومره قېمتي شئ نه دى چي تر تا يې قربان کړم مګر څه وکړم؟ زه دغه يو روح لرم نور شئ را سره نسته.
 خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  اطمينان او د زړه ډاډ ورکړی ويل: اِنَ اللهَ مَعَنَا، الله  زموږ سره دى مه بېرېږه، د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  زړه هم پر آرامه سو خو پسله څه وخته څخه ابوبکر رضی الله عنه  وليدل چي ډېر ليري يو سړئ پر آس سپور دى په ډېره چټکي او تيزي سره په دوى پسي را رهي دى، ويل: يا رسولَ الله! هغه سپور سړئ په موږ پسي را رهي دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه ور ته کتل پر خپله لار رهي دى او قرآن مجيد وايي مګر د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  فکر په دغه سړي ډېر بند دى، هغه ډېر تېز را رهي دى او وار په وار ور نژدې کيږي، ابوبکر رضی الله عنه  په تشويش او پرېشاني کي دى ځکه هغه سپور سړئ ډېر ور نژدې سو، دومره ور نژدې سو چي د هغه ځايه څخه دوى په نېزه ويشتلاى سي نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل:يا رسولَ الله! سړئ ډېر را نژدې سو د هغه ځاى څخه مو ويشتلاى سي، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء وکړه او ويل:« أللّهُمَ  اکفِنَاهُ بِمَا شِئتَ» 
الْهي په هر شي او هره طريقه سره چي ستا خوښه وي  موږ د ده څخه وساتې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دعاء څخه نه ؤ فارغه سوى چي د سُراقه د آس پښې په مځکه ننوتې، مځکه هم سخته او ډبرينه مځکه ده خو د آس پښې په  مځکه ننوتلې او سراقه د آسه څخه ولوېدى، سراقه وايي: قسم په الله تر دغه ورځي د مخه هيڅ وخت د آسه څخه نه وم لوېدلى دا اول وار ؤ چي د آس څخه لوېږم او بيا مځکه سخته او ډبرينه هم ده د آس پښې څنګه په مځکه ننوزي؟ کوم وخت چي د آس څخه ولوېدم د هغو غشو جعبه مي را وايستل چي موږ به فال په اچاوه [دغه فال اچول د مشرکانو دين او عقېده وه] وایی د هغو غشو څخه مي يو غشى د فال پر قسم را وايستى چي آيا په دوى پسي ورسم که يا؟ ضرر ور و رسوم که يا؟ داسي غشى را و وتى چي زما د مقصد څخه مخالفه ليکنه پرسوې وه، يعني: د دوى د تعقيبولو څخه يې منعه کولم،  د فال يا غشي په خوله مي و نه کړه بيا پر آس سپور سوم دومره ور نژدې سوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قرائت مي اورېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هيڅ نه را ته کتل خو ابوبکر رضی الله عنه  زما خوا ته ډېر ګوري، دا وار مي بيا د آس د مخ پښې تر ځنګنو په مځکه ننوتې او زه د آسه څخه ولوېدم، بيا مي په زوره آس را پورته کړی او د آس پښې په ډير تکليف د مځکي څخه را و وتې، کوم وخت چي د آس پښې د مځکي څخه را و وتې د هغه ځايه څخه يو ځلېدونکى ګرز لکه دود را و وتى او د آسمان خوا ته پورته سو، بيا مي هغه خپل د فال غشي را وايستل د غشو څخه بيا داسي غشى را و وتى چي زما نه ؤ خوښ، اوس نو سراقه پوه سو چي دوى ساتل سوي دي څوک نه سي ور نژدې کېدلاى، سراقه وايي: نو مي ورناري کړه: ألأمَان ألأمان. 
 
اوس سُراقه امان غواړي حال دا چي دئ د هغه سلو اوښانو انعام اخستلو دپاره د دوى په وژلو پسي را رهي سوى ؤ، بیا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ملګري یې و درېدل. 
سراقه وايي: دغه حالات چي ما وليدل ما ته دا را معلومه سوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دين به ښکاره او غالبه سي، نو پرآس سپور سوم او ورغلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته  مي و ويل: ستا قوم پر تا سل اوښه جائزه ايښې ده او په هغو حالاتو مي  خبر کړی چي خلكو د ده په باره کي څه فکرونه درلودل او بيا مي ورته و ويل: که خوړو او کاليو ته ضرورت لرى درته را به يې وړم، دوى شئ نه وغوښتى فقط ويل: زموږ حال وساته يعني: چا ته مه وايه چي موږ چیري یو، ما ويل: دا چه زه ستاسي حال و نه وايم د دغه په مقابل کي څه شي را کوې؟  
 
وروڼو! ښه متوجه سى: رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه ورته و ويل چي د مدينې څخه به اوڅکي يا خرما درته را ولېږم او نه يې د کومو پيسو وعده ور سره وکړه بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: څنګه به يې يا سراقه! چي د کسرْی وښي ستا په لاس وي؟ 
 تاسي ته معلومه ده چي د فارس و پاچا ته کسرْی ويل کېده چي په هغه وخت کي د مځکي پر مخ تر ټولو لويه پاچهي وه او د دغه کسرْی به د سرو زرو وښي په لاس وه، اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم د سراقه څخه پوښتنه کوي چي د کسرْی وښي ستا په لاس وي ستا د زړه احساس به څه وي؟ څه  حال او څه کيفيت به دي وي؟ 
 
سراقه ته دا خبره عجبه او بې مفهومه معلومه سوه چي دا څه وايي او څنګه خبره ده؟ نو ويل: کسرْی نو شېروان؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو نو شېروان چي د فارس پاچا دى او د هغه وښي ستا په لاس وي ستا به څه احساس وي؟  
وروڼو! اوس نو دغه خبري او موضوع ته يو څه توجه وکړی: يو نفر چي د خپل قوم څخه په پټه او په هجرت را وزي او د ده پر سر د ده د قوم د طرفه څخه سل اوښه جائزه ايښوول سوې وي او د ده سر يې په کار وي او دغه اوس د ده سره هيڅوک او هيڅ قوت هم نسته، دغه نفر وايي: چي دئ او د ده دين به د مځکي د پاچهانو پر هغه لوى پاچا کاميابه سي او وښي به يې و سراقه ته ورکوي، دا نه سره لګيږي، عقل يې نه قبلوي، دا عجبه ده! دغه اوس په خپله د ده سر د خلكو په کار دى او د ده سره هيڅ قوت او طاقت هم نسته او دئ بيا وعده ورکوي چي مسلمانان به د فارس پاچهي اشغال کړي او دکسرْی، هغه کسرْی چي په مځکه کي تر ټولو لوى پاچا دى د هغه وښي به په غنيمت واخلي او دا هم پسله سلو او دوو سوو کلو څخه نه پيښيږي بلکه ستا په وخت کي به پېښ سي يا سراقه! اوس نو سراقه ورته وايي:
 يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم ما ته د امان يوه ورقه را وليکه زه به اوس په تا څوک نه خبروم او ته به د امان ورقه را وليکې که کوم وخت زما و تا ته ضرورت  پيدا سو ته به امان را کوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ته و ويل: و سراقه ته د امان عهد ور وليکه، ابوبکر رضی الله عنه  هم داسي ليک ورکړی چي نوشته  سوي وه: دغه سراقه د مسلمانانو څخه په امان دى، يعني: هيڅ وخت ضرر نه ور رسوي په دې شرط چي دئ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت خبر و چا ته نه وايي، څوک وايي دغه نوشته عامر بن فُهيره رضی الله عنه  وکړه څوک وايي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ولیکل، سراقه هم هغه نوشته ور سره واخستل او رهي سو، واقعًا يې دغه حال و هيچا ته و نه وايه، حتّْی نور داسي خلك هم په مخه ورغله چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسي ګرځيدل خو سراقه به ورته ويل: د دې منطقې  معلومات ما وکړه دلته څوک نسته، سبحان الله! د ورځي په شروع کي دئ پسي ګرځېدى او د ورځي په آخر کي يې دئ چوکيدار او ساتونکى سو، نور خلك هم د هغې لاري د تعقيبولو څخه منعه کوي. 
 
تقريبًا اته کاله وروسته د حنين په غزاء کي سراقه بن مالک د مسلمانانو د طرفه بندي ونيول سو، ده دغه ليک او نوشته په هغه ورځ ښکاره کړه، کوم وخت چي مسلمانانو په جنګ کي بندي ونيوى ده و ويل: زما سره ستاسي د نبي د طرفه د امان ليک را سره دی، هغو ويل: عجبه ده کومه ده هغه نوشته کومه ده؟ ده هم هغه نوشته ورته را وايستل، صحابۀ کرامو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:
 
«يومُ بِرٍٍّ وَ وَفَاء» يعني: هو د وفا او نېکۍ ورځ ده ايله يې کړی هغو هم پرېښاوه، رشتيا هم دا وفاء ده، ځکه د حنين  غزاء تر هجرت اته کاله وروسته او د مکې مکرمې تر فتحي څو ورځي وروسته پېښه سوه او په هغه ورځ د دغه لیک په واسطه خلاص سو. 
 
او کله چي د حضرتِ عمر ِفاروق رضی الله عنه  د خلافت په وختو کي د فارس ښارونه يو په بل پسي نيول کېدل فارسيانو شکست وخوړى او کسرْی وتښتېدى، مسلمانانو د کسرْی خزانې، زر او جواهرات په غنيمت واخستل، ټول جواهرات و امير ُالمؤمنين عمر فاروق رضی الله عنه  ته را وړل سوه، د دغو جواهراتو په جمله کي د کسرْی وښي هم وه، دلته نو عمر رضی الله عنه  امر وکړی چي خلك دي را ټول سي، خلك را ټول سوه بيا يې و سراقه بن مالک ته چي مسلمان سوى ؤ ور ږغ کړه او دغه د کسرْی وښي يې د سراقه په لاسو ور واغوستل او ويل: لاسونه دي لوړ ونيسه چي خلك يې و ويني او د خلكو په منځ کي تېر سه، د کسرْی وښي د سراقه په لاس دي او لاسونه يې لوړ نيولي دي د خلكو په منځ کي تېريږي، عمر فاروق رضی الله عنه  ورته و ويل: خلكو ته و وايه چي د هجرت په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  څه درته و ويل؟ اوس نو سراقه لاسونه لوړ نيولي دي د کسرْی وښي شرنګوي او وايي: زموږ نبي صلی الله علیه وسلم  د هجرت په ورځ  په داسي حال کي چي د قوم د طرفه په ده پسي خلك ګرځيدل او  دئ د بيري او خوف په حالت کي ؤ ما ته دا زېرى راکړی (کَيفَ اَنتَ ياَ سُرَاقَه وَفِى يَدَيکَ سِوَارَى کسرْی) يعني: څه حال به دي وي يا سراقه! چي دکسرْی وښي دي په لاس وي؟ نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  وينا او پېش ګويي پسله لږو کلو څخه ښکاره او پېښه سوه، صَادِقُ المَصدُوق صلی الله علیه وسلم  مُخبرِ صادق دى. 
څلورم: رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ملګري يې په آرام زړه د مدينې منورې پر طرف رهي دي د قريشو د شره څخه خلاص او فارغه دي مګر پر هغه  معروفه او مشهوره لار نه بلکه بله نوې او نا معلومه لار ده او مدينې منورې ته نژدې سوه خو په لار کي پر يوه خېمه ورغله چي دا خېمه د اُمِ مَعبَد خېمه وه، ام معبد چي يوه سخي، زړه وره او فصيحه ښځه وه د خپلي خېمې سره به ناسته وه هر مسافر چي به پر دغه لار تېرېدى دې به اوبه او خواړه ورکول، اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر رضی الله عنه  پر دغه خېمه راغله.  
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ملګري يې و دغي خېمې ته ور ورسېدل .
د ښځي مېړه هم نه ؤ موجود  يواځي  يوه ښځه په دښت کي د خيمې سره ناسته ده، ځکه دغه امِ معبد د کوچي عربو څخه وه، نو ابوبکر رضی الله عنه  د ښځي څخه پوښتنه وکړه چي د خوړلو دپاره يو شئ در سره سته؟ 
 
ځکه د دوى خواړه هم خلاص سوي وه او دوى پر داسي لار تله چي هلته نه کَلي وه او نه کورونه او نه بل څوک پر دغه لار تله. 
نو ځکه يې دغي ښځي ته و ويل: ستا سره د خوړلو يو شئ سته چي درڅخه رايې نيسو؟ ښځي و ويل: که زما سره د خوړلو دپاره يو شئ واى تاسي به د هغه غوښتني ته نه واى اړ سوي، يعني: بېله غوښتني او طلبه ما درکاوه موږ سخيان يو دې ته ضرورت نسته چي مېلمه يې په خوله وغواړي مګر والله د خورک هيڅ شئ را سره نسته، خو هلته د خېمې سره يوه وچه او ډنګره، ضعيفه او زړه مېږ ولاړه وه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: يا ام معبد! دغه مېږ څه شي ده؟ ښځي ويل: دا يوه مېږ ده چي ضعف او ډنګرتيا د رمې څخه  پاته کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: شيدې نه لري؟ ښځي ويل: دا تر دې ډېره ضعيفه ده چي شيدې دي وکړي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: اجازه را کوې چي دغه مېږ وَلوَشَم؟ ښځه په حيرت کي سوه چي دا څه وايي؟ وچه او ډنګره مېږ ده دئ وايي: زه يې ولَوَشَم؟ ښځي ويل:که شيدې پکښي سته وې لَوَشه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپل مبارک لاس د ميږي غلانځه مسحه کړه او بسم الله يې و ويل د ميږي د غُلانځي څخه شيدې را توى سوې،  ښځي ته يې و ويل: يو لوښی راکه، هغې هم دومره لوښی ورته را وړى چي د يوې لويي ډلي بسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دغه مېږ تر هغو پوري لَوَشل چي دغه لوښۍ په شيدو ډک سو، اول يې و اُم معبد ته شيدې ورکړې هغې تر مړېدلو او اوبه کېدلو پوري وڅښلې بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرو وڅښلې او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  وڅښلې، دوهم وار يې بيا مېږ وَلوَشل او د اُم معبد ټول هغه لوښي چي دې درلودل د شيدو ور ډک کړه، دا ورته ګوري او په  تعجب کي ده ځکه هغه مېږ چي د دې سره وه دا په خبره وه چي هغه وچه، ضعيفه او ډنګره ده او اوس يې دومره شيدې وکړې چي دا په خپله ورته په حيرت کي ده. 
 
خير رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ملګرى يې ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ځني رهي سوه، لږ وخت وروسته ابو معبد يعني: د ښځي ميړه په داسي حال کي چي  وچي او ډنګري ميږي يې را رهي کړي وې خېمې ته راغلى، وې لیده چي د کور ټول لوښي په شيدو ډک دي په تعجب کي سو، ويل: دا شيدې چیري وې؟ ميږي وچي دي او په کور کي هم د لَوَشَلو حيوان نسته، ښځي وو يل: دلته يو مبارک سړئ تېرېدى دغه ټولي شيدې يې د دغي وچي او ډنکري ميږي څخه وَلوَشَلې دا د هغه مبارک سړي برکت دى، ابومعبد و ويل: دغه سړئ والله هغه د قريشو صاحب او ملګرى بولم چي مقصد يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ او ويل: ته يې د چهرې او قيافې بيان را ته وکه يا اُمِ معبد! 
وروڼو! دغه د اُم معبد قصه ټولو مؤرخينو، د تاريخ علماوو او پوهانو بيان کړې ده او د دې سبب چي ټول مؤرخين دغه قصه بيانوي دا دى: چي ام معبد يوه هوښياره، پوه، ذکي او ډېره فصيحه ښځه وه، په ژبه کي يې ډير فصاحت او بلاغت ؤ، د سيرت په ټولو کتابو کي او په ټولو هغو احاديثو کي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قيافې وصف پکښي بيانيږي هيچا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قيافې داسي دقيق او فصيح وصف نه دى بيان کړى لکه څرنګه چي دغه ام معبد بيان کړى دى، سره د دې چي ام معبد بېله دغه يوه وار څخه بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه دى ليدلى، هغه صحابۀ کرام چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې کلونه تېر کړي دي هغو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قيافې دغسي صفت نه کړى دى او نه يې کولاى سواى لکه ام معبد چي کړى دى، نو د دې جهته علماءِ کرام د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قيافې په وصف کي هغه اساسي مرجع د ام معبد حديث بولي، که څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قيافې وصف او بيان غواړي د ام معبد تر حديث بل دقيق او واضح حديث  نه سي پيدا کولاى، دايې په داسي فصيحه او بليغه طريقه سره صفت کوي لکه اورېدونکى چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ګوري او هغه صلی الله علیه وسلم  يې مخ ته وي نو د دې جهته څخه ټولو مؤرخينو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قيافې په باره کي  د ام معبد دغه قول ساتلى دى ځکه چي ډېر فصيح دى او ډېر اهميت لري.
 اوس به د اُم معبد هغه بيان چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په باره کي يې کړى دى درته را نقل کړم او بيا به يې پښتو ترجمه درته بيان سي، کوم وخت  چي د ام معبد خاوند د دې څخه پوښتنه وکړه چي د دغه مبارک سړي شکل او قيافه څنګه وه؟ دې ورته و ويل: «رَاَيتُ رَجُلاً ظَاهـِرَ الوَضَاءَةِ، اَبلَجَ الوَجـهِ، لَم تَعِبـهُ نُحلـَةٌ، وَلَم تُزرِ بِهِ صـُقلـَةٌ، وَسِيـمٌ قَسِيـمٌ، فِى عَينـَيهِ دَعَـجٌ، وَفِى اَشـفَارِهِ وَطـَفٌ، و َفِى صَـوتِهِ صـَهَلٌ، وَ فِى عُنـُقِهِ سَطَـعٌ، و َفِى لِحيَتـِهِ کَثَاثَـةٌ، اَزَجٌ اَقـرَنٌ، اِن صَمَتَ فَعَلَيهِ الوِقـَارُ، وَاِن تَکَلَّمَ سَمَا وَعَلاَهُ البـَهَاءُ، اَجمَلُ النّاسِ وَاَبهَاهُـم مِن بَعِيـدٍ، وَاَجلاَهُـم وَ اَحسَنُهـُم مِن قـَرِيبٍ، حُـلوُ المُـنطِقِ، فَصـلٌ لاَنَـزرٌ وَلاَهَـذَرٌ، کَـاَنَّ مُنـطِقَهُ خَرَزَاتُ نَـظـمٍ يَتَـحَدَرنَ، رَبـعَـةٌ لاَ يَأسَ مِن طُـولٍ، وَلاَ تَـقـتَـحِـمُهُ عَيـنٌ مِن قَـصـر ٍ، غُـصـنٌ بَيـنَ غُـصـنَينِ، فَـهُوَ اَنـظَـرُ الـثَلاَثَـةِ مَـنـظَراً، وَ اَحـسَـنُهُم قَـدراً، لَـهُ رُفَـقَاءُ يَـحـفُونَ بِـهِ، اِن قَالَ اَنـصِـتُوا لِقَـولِـهِ، وَ اِن اَمَـرَ تَبَـادَرُوا لِاَمـرِهِ، مَحـشُـودٌ مَـحـفُـودٌ، لاَ عَابـِسٌ وَ لاَ مُـفَـنّـدٌ». 
وروڼو! هغه د عربي خوند او فصاحت زه د پښتو په الفاظو کي نه سم پيدا کولاى چي په هغه خوږ والي سره يې درته ترجمه کړم، خو بيا به هم دغه د اُم معبد فصيح او بليغ بيان په خپله ناقصه ژبه د پښتنو وروڼو د پوهېدلو دپاره په پښتو سره ترجمه او بيان کړم.
اُم معبد وايي: داسي يو سړئ مي وليدى چي نُور پر ښکاره ؤ، روښانه مخ يې ؤ، ډنګرتيا تکليف نه ورکاوه او د چاغښت عيب نه پر ويل کېدى، (يعني نه چاغ ؤ نه ډنګر) ښايسته او نوراني ؤ، سترګي يې توري وې او باڼوګان يې اوږده وه، په آواز کي يې ښايست ؤ او په غاړه کي يې اوږد والى ؤ، ږيره يې ګڼه وه، اوږدې، کږې او سره مښتي ورځي يې وې، چي چپ به ؤ هيبت او دبدبه يې درلودل، که به يې خبري کولې هوښياري او د محبته به ډکي وې، د ليري تر ټولو خلكو ښه ايسېدى او د نژدې تر ټولو ښايسته او عزتمن ؤ، خبري يې خوږې وې، سره جلا جلا وې، نه ډيري وې نه لږ (يعني نه يې ډيري خبري کولې چي پر چا و غميږي او نه دومره لږ  وې چي څوک په پوه نه سي، هره خبره يې جلا او د فهم وړ وه) خبري يې لکه پېول سوي ملغلري يوه په بله پسي را تويېدې، چار شانه ؤ په جګوالي کي يې کمي نه وه او نه په سترګو کي ګردئ معلومېدى (يعني: نه جګ ؤ نه ګردئ) د دوو ښاخو يا ګلدستو په منځ کي يو ښاخ يا ګل دسته وه او په درو سروکي و ده ته ډېر کتل کېده (د دې خبري څخه يې مقصد دئ صلی الله علیه وسلم  او د ده ملګري ابوبکر او عامر بن فُهَيره دي، يعني: دوى درې لکه د وُني درې ښاخه يا د ګلانو درې ګېډۍ داسي وه، خو سترګي د ده څخه نه اړول کېدې) په قدر او عزت تر نورو بهتر ؤ، ملګري يې درلودل چي پر ده مهربانه وه، چي ده به خبري کولې د ده و خبرو ته به چپ وه (يعني: غوږ به يې ورته نيولى ؤ) او که به يې يو کار ور وفرمايه د هغه په عملي کولو کي يې چابکي کول، ملګرو يې اطاعت او فرمانبر داري کول، ورين تندئ يې ؤ او په خبرو کي يې عبث او بېهوده خبري نه وې. 
دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قيافې هغه بيان ؤ چي ام معبد و خپل مېړه يا خاوند ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  علامې ويلې، نو ابو معبد د ښځي مېړه و ويل: والله دا د  قريشو هغه صاحب او ملګرى دى چي موږ يې په مکه کي خبري اورېدلي دي او ما دا قصد کړى دى که مي په وسه پوره سوه چي د ده ملګرى سم، يعني: که موقع برابره سوه ملګرتيا به يې وکړم، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت دلاري هغه واقعه وه چي د ام معبد سره يې وليدل. 
 
په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د اُم معبد و خېمې ته ورغلى ؤ هلته په مکه مکرمه کي په لوړ آواز سره ځيني بيتونه ويل کېده چي خلكو  اورېدل او د بيتو ويونکى نه ليدل کېدى چي هغه بيتونه داسي وه:
 
جزى اللهُ ربُ العرشِ خـيرَ جـزائه
هـما نـزلا بالـبــر وارتـحـلا بــه
فـيــا لِقـُصى ما زوىالله عـنکـم
ليـهن بني کعـب مکان فتـاتـهـم ؟
سـلو اخـتکم عـن شاتـها وانائـها
رفـيقـينِ حـلا خيمتي ام معبـد
واَفـلح من اَمـسى رفيق محمّد
بـِهِ من فعال لا يحاذي وسـؤدد
و مـقـعـدها للـمؤمنين بمـرصـد
فَاِنکم لـوتـسألـوا الشـاة تـشهـد
 
اسماء رضی الله عنها  وايي: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غارِ ثور څخه ولاړى موږ ته دا نه وه معلومه چي دئ صلی الله علیه وسلم  چيري او کومي خوا ته ولاړى تر څو چي د پېرانانو څخه يو نفر د مکې مکرمې د کښتي خوا څخه راغلى او دغه  ذکر سوي بيتونه يې ويل خلكو دغه آواز اورېدى او په پسې وه خو څوک يې نه ليدل، ترڅو چي دغه د آواز خاوند د مکې مکرمې تر لوړي خوا و وتى، نو اسماء رضی الله عنها  وايي: کوم وخت چي موږ دغه بيتونه واورېدل موږ پوه سوو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدينې منورې پر طرف رهي دى. 
 
پنځم: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې و طرف ته رهي ؤ ابُوبـُريده چي د خپل قوم مشر او رئيس ؤ په مخه ورغلى چي هغه هم د دې دپاره 
را وتلى ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر رضی الله عنه  ونيسي او د قريشو هغه اعلان سوې لويه جائزه واخلي، خوکوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره مخامخ سو او خبري يې ور سره وکړې پر هغه ځاى د خپل قوم د (70)  نفرو سره مسلمان سو او بيا يې خپله لنګوټه د نېزې پر سر د بيرغ پر قِسم وتړل او دا اعلان يې کاوه چي د أمن او سلامتيا هغه پاچا راغلى چي دنيا به په عدل او انصاف ډکه کړي. 
شپږم: د مدينې منورې په لار کي رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته زبير رضی الله عنه  په مخه ورغلى چي د مسلمان تجارو په قافله کي د شام څخه را تلى او زبير رضی الله عنه  و  رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته يوه يوه جوړه سپين کالي ورکړه. 
 
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته