سیرت نبوي (۲۴۴برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د يمن پاچا حارث الحَميَري ته ليک
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجر بن اُميه المخزومي رضی الله عنه په لاس د يمن پاچا حارث الحَميَري ته ليک ولېږى، چي دغه حارث د يمن د يوې حصې پاچا ؤ ځکه يمن په هغه وخت کي هم پر دوې حصې وېشل سوى ؤ، يوه حصه يې د فارسيانو په لاس کي وه چي باذان يې آمر او پاچا ؤ او بيا مسلمان سو او يوه حصه يې د دغه حارث تر امر لاندي وه، خو حارث ته د ليک په رسېدلو سره ډير قهر او غضب ورغلى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت يې نه کړی قبول.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
www.taleemulislam.net