سیرت نبوي (۲۷۷برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مالک بن عوف اسلام
په دغه وخت کي د يوه داسي سړي و زړه ته اسلام لار وکړه چي د هغه د اسلام او مسلمانېدلو هيڅ اميد نه کېدى چي هغه د هوازن رئيس او سردار (مالک بن عوف) ؤ، دئ هلته په خپله قلا کي په واديِ لَيـه کي ؤ او د بيري د قلا څخه نه سواى را وتلاى، حتّْی طائف ته هم د بيري نه سي تلاى نو يې په زړه کي د اسلام شوق پيداسو او ويل: ټول خلک د محمّد صلی الله علیه وسلم سره دي موږ هيڅ نه سو ور سره کولاى اوکه موږ نور هم پر دغه کفر پاته سو هيڅ وخت طائف ته هم نه سو تلاى، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نفر ولېږى او د هغه صلی الله علیه وسلم څخه يې امان وغوښتى،
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم امان ورکړی، پسله امانه څخه مالک بن عوف و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلى او مسلمان سو، رسول الله د مالک بن عوف د اسلام د امتحانولو دپاره دئ د سپرو د يوې ډلي آمر وګرځاوه او ويل: پر طائف حمله وکه، مالک بن عوف هم هغه ډله ور سره رهي کړه پر طائف او خپل قوم يې حملې کولې ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و ويل: پرې يې ږده، نو اهل طائف وليدل چي هغه د دوى سردار مالک بن عوف هم مسلمان سو، مګر بيا هم دوى پر شرک او کفر باقي پاته وه او د طائف خلکو د لات عبادت کاوه چي (ربـه) يې ورته ويل.
خو د ابن اسحاق په روايت کي د مالک بن عوف د مسلمانېدلو کيفيت داسي بيانیږي: کوم وخت چي د هوازن ډله د خپلو بنديانو د خلاصولو دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او هغه صلی الله علیه وسلم يې بنديان ور ايله کړه نو يې د هوازن د دغي ډلي څخه پوښتنه وکړه چي مالک بن عوف څه وکړه؟ هغو ورته و ويل: چي په طائف کي د ثقيف سره دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و ويل: مالک ته و واياست: که دئ ما ته مسلمان راغلى زه به يې اهل او مال ټول ورکم او سل اوښه به هم ورکم، نو دغي ډلي و مالک بن عوف ته دغه خبر ورساوه، مالک بن عوف هم و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور رهي سو، د جُعرانې او مکې مکرمې په منځ کي پسي ور ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده اهل او مال ورکړه او پر هغه سربېره يې سل اوښان هم ورکړه، مالک بن عوف مسلمان سو او پر خپل اسلام ثابته او قائم پاته سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net