تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډېري ګټوري خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 7, 2021
  0

ډېري ګټوري خبري


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

درې عادته دي چي خاوند يې سخي، ښه او معتدل شخصيت دی:


۱ – د الله تعالی د فرائضو سم آداء کول.


۲ – د بدۍ او ګناه څخه د ځان ساتل.


۳ – د غفلت او سرټمبګۍ لږوالی.

 

درې عادته دي چي هيڅ وخت بايد کوچني ونه شمېرل سي:


۱ – د نيک او ښه کار پلټنه.


۲ – د شر څخه د ځان ساتنه.


۳ – د هري ګناه وروسته استغفار.

 

د عبث ساتیری اوبازۍ څخه بايد انسان ځان وژغوري ځکه چي په عبث ساتیر کي نه ددنيا ګټه سته او نه هم د آخرت ګټه او نه هم الله پاک ته خوښ دی.

 

دوږخ او اور هغه چاته رسيږي چي الله پاک ورته په خښم سوی وي نو هر څوک  بايد الله پاک ځان ته په خښم نکړي او دداسي کار څخه ځان وساتي چي په کولو يې الله پاک په خښم کيږي.


عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ قَالَ : ثَلاَثٌ صَاحِبُهُنَّ جَوَادٌ مُقْتَصِدٌ فَرَائِضُ اللهِ يُقِيمُهَا ، وَيَتَّقِي السُّوءَ ، وَيُقِلُّ الْغَفْلَةَ ، وَثَلاَثٌ لاَ تَحْقِرَنَّ خَيْرًا تَبْتَغِيهِ ، وَلاَ شَرًّا تَتَّقِيهِ ، وَلاَ يَكْبُرَنَّ عَلَيْكَ ذَنْبٌ أَنْ تَسْتَغْفِرَهُ ، وَإِيَّاكَ وَاللَّعِبَ فَإِنَّكَ لَنْ تُصِيبَ بِهِ دُنْيَا ، وَلَنْ تُدْرِكَ بِهِ آخِرَةً ، وَلَنْ تُرْضِيَ بِهِ الْمَلِيكَ ، وَإِنَّمَا خُلِقَتِ النَّارُ لِلسُّخْطَةِ وَإِنِّي أُحَذِّرُكَ سَخَطَ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ.[الزهد لإبن مبارک289]


ژباړه: عبدالله بن عمرو بن العاص فرمايي: درې شيان دي چي خاوند يې سخي او معتدل دی: د الله تعالی فرائض چي دی يې سم آداء کړي، د بدۍ څخه ځان وساتي، غفلت لږ کړي. درې شيان دي چي هيڅوخت يې سپک مه ګڼه: هغه خير چي ته يې غواړې، هغه شر چي ته ورڅخه ځان ساتې، هيڅه ګناه دي پر تا داسي نه غټيږي چي استغفار يې ونه غواړې.

 

او ځان د عبث سات څخه ساته ځکه په هغه باندي ته نه دنيا ته رسيږې او نه هم آخرت ورباندي لاسته راوړلای سې او نه هم الله پاک ورباندي خوشاله کولای سې، يقينا چي اور د الله د غضب په خاطر پيدا سوی دی او زه تا د الله تعالي د غضب څخه وېروم.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته