تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لویي هیلي؛ لویي موخي دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 10, 2024
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لویي هیلي؛ لویي موخي دي

 

رابین شرما The Greatness Guide په نوم کتاب کي لیکي: که ته د ځان له پاره موخي ټاکې، دا په دې معنی ده، چي ته نه غواړې یو عام کس و اوسې، بلکي له ځانه یو غوره انسان جوړول غواړې.


زه ښه پوهېږم، چي تاسو د موخي درلودلو په ارزښت پوهېږی، په دې هم خبر یم، چي تاسو خپلو ځانو ته موخي ټاکلي دي. زه یوازي غواړم پردې ټینګار وکړم، چي تر موخي ټاکلو وروسته موږ بیا هم ولي موخو ته نه رسيږو؟ یعني له دې څخه معلومیږي، چي زموږ د موخي ټاکل زده دي، خو و موخو ته ځان رسول راته ستونزمن دي یا په بله اصطلاح موږ لټي کوو.


که په یو ګڼه ګوڼه بازار کي ودرېږې او د زرګونو انسانانو څخه پوښتنه وکړې، چیري روان یې؟ خامخا به یو ځای در وښيي؛ څوک به کور، څوک به سودا، څوک به مسجد او څوک به بل چیري روان وي، نو چي پر لاره تلونکي کسان موخه لري، ایا ما او تا د دا دونه اوږده ژوند له پاره موخه و نه لرو؟ 


اول خو تر ټولو لویه موخه و موږ ته د الله تعالی راضي کول را ښودل سوي، تر څو جنت لاس ته راوړو. تر هغه را وروسته په ژوند کي کوچنۍ او لویي موخي ټاکل بیخي اړیني دي. همدا اوس قلم را واخله د ځان له پاره ولیکه، چي زه به پنځه کاله بعده څوک یم؟ لس کاله بعد به څوک یم؟ څومره تعلیم او څومره شتمني به و لرم؟ هو، دا منم چي په ژوند باور نسته، خو زه وایم که یو وار ژوندي پاته سولو نو بیا؟ ایا موخي و نه لرو؟


بې هدفه ژوند به مو یو داسي خواته یوسي، چي نه زموږ خوښه وي او نه زموږ طمع وي او که هدف وي، نو مسیر او د رسېدو نکته به مو معلومه وي.

 

د موخو په ټاکلو کي دقیق و اوسی: د کروندې په څنډه کي به د بزګر سپی کړی ورځ ولاړ وو، ترڅو له سړکه تېرېدونکي موټر پسې په منډه منډه، په غپا غپا و ځغلي. د بزګر ګاونډی پوښتنه کوي: ته فکر کوې، چي ستا سپی به دا موټر ونیسي؟ 


بزګر جواب ورکړ: دا مي نه ځوروي، چي سپی به موټر ونیسي او که نه، خو دې ته فکر وړی یم، که سپی دا موټر پسې ورسېږي، نو څه به په وکړي؟ پوهیږم، هیڅ هم نه. 


بابېزه او ګټه نه لرونکي موخي که د چا لاس ته ورسېږي، نو ګټه به ئې څه وي؟ موخي خو هغه دي، چي په ترلاسه کولو سره ئې د انسان په ځان او ژوند کي لوی او مثبت بدلون راسي. 


موخي ته ولي نه رسیږو؟ 


بریان ټراسي وایي: د بریالیو خلکو موخي روښانه او ښکاره وي؛ ګټه ئې معلومه وي، د رسېدو لار او اړخونه ئې څرګند وي. بریالي خلک خپلي موخي له ځانه سره لیکي، و هغه ته پلان جوړوي او بیا و پلان ته عملي جامې ور اغوندي. خو بل اړخ بیا د ناکامو خلکو په کوپړیو کي موخي ګډي وډي او پاشلي پرتې وي. نه به کار ورته کولای سي او نه به موخي ته رسېدلای سي.


موږ هر یو موخي لرو، خو ډېر کم کسان خپلي هیلي په حقیقت بدلوي، و ژوند ته نوی رنګ ورکوي او بریا لمانځي. موخه ټاکل تمرکز قوي کوي؛ که موخه ولرو، نو ټول تمرکز به مو پر مزل او منزل وي. کله مو باز ته فکر کړی دئ، له لیري څخه ښکار د ځان له پاره هدف و ټاکي، د خپلي پخې ارادې په مټ خپل قوي وزرونه، تیزي سترګي، څيرونکي منګولي او تېره مشوکه ټول را منسجم کړي او یوازي پر خپل ښکار تمرکز وکړي. که له دې ټولو څخه یو هم د تمرکز څخه ووځي، نو ښکار بایلي. ته فرض کړه، سترګي ئې له ښکاره څخه واوښتې، ایا ښکار به ئې له سترګو څخه غیب نه سي؟ بس، موږ کي هم ستونزه داده، موخه و ټاکو، خو خپل ټوله انرژي، قوت،اراده، پوهه او تجربه د موخي و لور ته نه سو تمرکز کولای، نتیجه کي مو موخه له لاسه ووځي. ته فرض کړه، انرژي، قوت، پوهه او هرڅه مو سره ملګري کړل، خو د موخي و خواته پر تلونکې لاره د مزل کولو اراده را پکښي نسته، ایا ناکامه به نه سو؟


دشرت مانجې په Mountain man، د غره په سړي مشهور دئ، د هندوستان بالیوډ سینما ئې پر ژوند فلم هم جوړ کړی دئ. په یوازي ځان ئې بغیر له کوم اړین سامان آلات څخه د ۲۲ کالو په اوږده موده کي ۱۱۰ متره لار د غره په سر کي جوړه کړل. موخه ئې ټاکلې وه، د خپلو کمزورو مټو او پخې ارادې تمرکز ئې یوازي پر ټاکلې موخه وو. د کلي خلکو به ملنډي په وهلې او د ناهیلي کولو پیغامونه به ئې ورکول، خو دشرت مانجې و ځان ته موخه ټاکلې وه. 


ما دده له کیسې یو درس زده کړ


" کلک عزم، پخه اراده او معلومه موخه مو تر منزله رسوي. د مایوسه کولو، ماتولو او پر شا کولو له پاره ډېر خلک سته، خو د پرمختګ او متوجه کولو له پاره یوازي یو کس سته او هغه ستا خپل ځان دئ؛ نور پرېږده، پر خپل ځان غوږ ونیسه " 


که دي تر اوسه خپلي موخي نه وي لیکلي، نو همدا اوس قلم او کاغذ در واخله او د ژوند ټولي موخي دي ولیکه. یوازي پر یوه شي تمرکز مه کوه او د ژوند پر یوه اړخ زیات وخت مه لګوه، بلکي د ژوند په هره برخه کي موخي و ټاکه؛ عبادت، کاروبار، کورنۍ، ماشومان، زده کړه او روغتیا ټول جدي و ګڼه؛ دا ټول زموږ ژوند دئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته