تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دموراوپلارځورول لويه ګناه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 11, 2021
  0


دموراوپلارځورول لويه ګناه ده 


لیکنه : مولوي عبدالهادي حماد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دانسان ترټولونازكه مرحله چى وړكتوب دى دحفاظت يوازنى سبب  يى موراوپلار دى اوددوى مينه ده چى غيردخداي «جل جلاله» څخه په بل چا كښى نسته ددوى دپوره رشتونى ساتنه داسى احسان دى چى هيڅ انسان ته يى داحسان بدله وركول ممكن ندى ددوى زهيريدل دمادى اومذهبى پلوه جرم دى ځكه الله «جل جلاله» فرمايي : 


وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ﴿٢٣﴾ وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ﴿٢٤﴾ رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ ۚ إِن تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا ﴿٢٥﴾

 

ژباړه : اې محمده (صلی الله عليه وسلم)! ستا رب فيصله كړي ده چې الله «جل جلاله» پرته به دبل چا عبادت نه كوى او دمور اوپلارسره به احسان كوى ، که يو يې يادواړه وحالت دسپين ږيروالی ته ورسيږی اف (!)مه ورته واياست ښې خبری ورته کوی ، دمهربانی په خپل وزر ورته کښته کړی اوواياست چې اې ربه ! پردوی رحم وکړه لکه دوی چې زه په ماشومتوب کې روزلی يم .


ددى څرګند حقيقت دثبوت په موخه داسلام سپڅلى لارښود درې ځلی داسى ارشادوفرمايه: ايا زه تاسوخبرنه كړم ترټولو په لويوګناوو   باندى ؟.اصحابوکرامو(رضی الله عنهم) وويل:بلی خبرموکړه يارسول الله ! رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل : دالله جل جلاله سره شريك نيول دى ، اودموراوپلار ازار دی .الحديث .


په يو بل حديث كښى رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايلى دى : جنت ته به دمور اوپلار ازارى، چغلګر اودشرابو چيښونكى داخل نسی.


څرنګه چى دمور اوپلار ازار ډيرلوى جرم دى نوددې كبله الله «جل جلاله» پدى دنيا كښي هم عذاب وركوى ځكه رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايى : دټولو ګناهونو عذاب الله «جل جلاله» داخرت ورځى ته ځنډوى چاته چى يي خوښه سى مګر دمور اوپلار ځورونکی ته الله «جل جلاله» ډير ژر عذاب وركوى. (يعنی په دنيا کې عذاب ورکوی )


ماخذ :لوى ګناهونه ددوزخ لمبې


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته