په خپکان دې دښمن خوشحالېږي
بصیر یوسفزی /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
چې په غم او اندېښنه دې دښمن خوشحالېږي، له دې امله اسلام خپلو پلویانو ته وايي:
خپل دښمن بیروئ، ا و فرمايي:
تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ
چې په دې وسیله د الله تعالی پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هیبت راولئ.
د احد په ستره تاریخي غزا کې ابو دجانه د مجاهدینو په کتارونو کې په ډېر ویاړ او تكبر سره ګرځېده؛ نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم)يې په اړه وویل:
که څه هم دغه ډول کړنه د الله تعالي ښه نه ایسي؛ خو په دغسې يوکې ورڅخه ګټه اخېستل پکار دي“
د اسلام ستر پېغمبر (صلی الله عليه وسلم)خپلو ملګرو ته امر وکړ، چې دښمن ته د ځواک په ښوولو سره له بیت الله نه د طواف په جریان کې د ترمل او پهلوانۍ بڼه غوره کړي.
د يو شاعر په وينا:
د دښمن تر خوښۍ پرته انسان ته هر غم او اندېښنه اسانه او سپکه برېښي او د دښمن د ناخوښۍ لپاره هر غم او اندېښنه پرسړه سينه کوي.
يو بل شاعر وايي:
زه د دښمن په وړاندې پر غمونو او اندېښنو ډېر صبر کوم او دښمن ته ښکاره کوم، چې زه د زمانې لوړو او ژورو ته غاړه ږدم.
د اسلام ستر پېغمبر (صلی الله عليه وسلم)فرمایي:
ای الله! زما دښمنان او حاسدین پر ما مه خوشحالوه.
دغه راز فرمايي:
ای الله؛ د دښمنانو له خوښۍ څخه تا ته پناه دروړم.
د پېغمبر د یارانو کړنلاره هم دا وه، چې له حوادثو او پېښو سره د مخ کېدو په صورت کې به يې له صبر او زغم نه کار اخیسته او دښمن ته به يې د خوښۍ موکه په لاس نه ورکوله.
الله سبحانه وتعالى فرمايي:
وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ ﴿آلعمران: ١٤٦﴾
له دې نه مخکې ډېر پېغمبران داسې تېر سوي دي چې د هغو په ملګرتیا کې ډېر خدای پالونكي وجنګېدل، د خدای په لار کې چي کوم غمونه پر هغو راغلل هغوی پرې زړه ماتي نه شول، هغوی کمزوري ښکاره نه کړه، هغوی د باطل په وړاندې) سرکوزي نسول، الله همداسې زغمونكي خوښوي.
ماخذ: لا تحزن
www.taleemulislam.net