لیکنه: ابو محمد مفتي شاهدالله "حقاني" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اسلام د دين دوه قسمه حصې دي:
۱- په درجه د مقصد کي.
۲- په درجه د ضرورت کي.
اوله حصه په خپل ځان کي پنځه ښاخونه لري:
۱- اعتقاديات
۲- عبادات
۳- معاملات
۴- معاشرات
۵- اخلاقيات
دلومړنيو دوو ښاخونو تعلق د حقوق الله سره دی او د وروستنيو دروښاخونو تعلق د حقوق العباد سره دی.
دوهمي حصې ته (چي په درجه د ضرورت کي ده) عقوبات (شرعي جزاګاني) ويل کيږي.
عقوبات د هغه چا د اصلاح له پاره دي، چي په حقوق الله يا حقوق العباد کي نقصان او کمی کوي. ( پاجا چراغ زندګي للمفتي أبي لُبابه حفظه الله، ص:۴۲۲، بزيادة يسيرة من المرتب)
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه
-----------------------------------------