تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي حضرت بلال رض پرکعبه شريفه آذان کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۵۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت بلال  رضی الله عنه  پرکعبه شريفه آذان کوي

 

وروسته عُتاب بن اُسيد، ابوسفيان او حارث بن هشام د قريشو دغه درې نفره سرداران سره ناست دي او مسلمانانو ته ګوري چي څنګه پر مکه مکرمه غالبه او فاتح سوه؟ هلته د لمانځه وخت سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  بلال رضی الله عنه  امر کړی چي لوړ کعبې شريفي ته وخېژه او آذان وکه، بلال رضی الله عنه  لوړ وختى او په آذان کولو يې شروع وکړه، عُتاب بن اُسيد و ويل:

 

الله د اُسيد سره ښه وکړه چي دغه مريئ يې نه وليدى چي لوړ پر کعبه آذان کوي او هغه څه واوري چي دئ يې په قهرکاوه، حارث بن هشام و ويل: مګر زه په والله که پوه سم چي دغه دين حق دى متابعت به يې وکم، ابوسفيان چپه خوله ناست دى څه نه وايي، ځکه لږ وخت د مخه و ده  ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره هغه قصه پېښه سوه چي د ده د زړه حال يې ورته و وايه، خو وروسته يې و ويل: زه والله هيڅ نه وايم که ما يو څه و ويل په والله دغه شګه به و ده صلی الله علیه وسلم  ته هغه حال و وايي(يوه کوچنۍ ډبره يې په لاس کي وه و هغې ته يې اشاره وکړه) ويل دغه شګه به حال ورته و وايي، پسله لږه وخته رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د دوى په منطقه کي تېرېدى نو و دوى ته ور وګرځېدى او وې فرمايل:

 

زه په هغه شي خبرسوم چي تاسي سره ويل، يا عُتـاب! الله د اُسيد سـره ښه وکړه چي دغه مريئ يې نه وليدى چي سـر بېره پر کـعبه آذان کوي،  يا حارث! که ته پوه سې چي دغه دين حق دى متابعت به يې وکړې، يا ابا سفيان که تا يو څه و ويل هغه خبره به دغه شګه و ما ته وکړي، ابوسفيان وايي: دلته مي نو اسلام پوره و زړه ته ننوتى او زما په زړه  کي يې ځاى ونيوى دا مي يقين سو چي محمّد صلی الله علیه وسلم  رسول الله دى، ځکه د زړه حال هم نه ځني پټيږي، عُتاب او حارث و ويل:

 

موږ شاهدي آداء کوو چي ته رسول الله يې، والله په دغو خبرو هيڅوک نه ؤ خبر او نه څوک زموږ سره وه چي موږ و وايو هغه نفر ته خبر کړې، يا هغه نفر دغه حال تا ته در ورساوه، نو بېشکه ته رسول الله يې او هغه الله جل جلاله  په دغه حال خبرکړې.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته