تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امت یووالی (۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 14, 2023
  0

لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

د امت یووالی
(نهمه برخه)


فکري لمحه


د فکر ځای دی چي ځیني خو په غلوه کي تر دې بریده رسیدلي دي، چي د خپل مخالف رایې لرونکي لمونځ فاسد او هغه تارک قرآن ګڼي او و خپل خاص مذهب ته خلک داسي را بولي، ته به وا یو کافر اسلام ته را بولي او همدا ددین تر ټولو غټ خدمت بولي.


نه پوهیږم چي دا کسان پر اسلام د څلورو خواوو له یرغلونو ناخبره دي، که یې سترګي پر پټي کړي دي، نن چي له یوې خوا په ښکاره کفر، عیسویت او کمیونزم، بشپړه اسلامي نړۍ اشغال کړې ده او د کفر دا دواړه ډولونه په طوفاني تیزۍ سره په اسلامي هیوادونو کي خوریږي، یواځي په پاکستان کي هر کال په زرګونه کسان مرتد کیږي، له بلې خوا کفر، نفاق او الحاد خپله د اسلام په نوم اخیستونکو کي یو ځای د مرزائیت او قادیانیت په جامه کي او یو ځای د پرویزیت او انکار حدیث په عنوان او یو ځای له غربه راوړل سوي اباحیت او ټول شرعي محرماتو د حلالولو په طریقو زموږ پر ایمان ډاکه وهي او دا الحاد، کفر او نفاق له مخکني کفره ځکه زیات خطرناکه دي چي د اسلام او قرآن له عنوان سره راځي، د دوی په لومو کي ساده ولس خو څه چي زموږ نوي تعلیم یافته ځوانان ځکه ډیر را ګیریږي چي نوي تعلیم او نوي ټولني دوی له دیني تعلیم او اسلامي اصولو څخه دومره لیري غورځولي، چي د مادي علومو له مهارت سره د مذهب او دین له ابتدايي معلوماتو محرومه سوي دي، د ښکاره او پټ کفر له دې ټولو ډولونو څخه که څه هم یو نیکبخته مسلمانان بچ سي، خو له فحاشۍ، عریانۍ، لوڅ ډانس، رقص او سروز له محفلونو او په کور کي د راډیو (او تلویزیونونو) په ذریعه له فلمي غزلو او د سینماوو له زهرجنو فضاوو به څوک بچ سي؟ د اسلام او قران نوم اخیستونکي مسلمانان نن ټول په جرمونو او بداخلاقیو کي ډوب دي، زموږ بازارونه له درواغو، دوکو، سود او خمارو ډک دي او  دوکانداران یې یهودیان نه دي او نه هندوان دي، هغوی د اسلام نوم اخیستونکي دي، زموږ له دولتي محاکمو (لیکوال د پاکستان دی، پاکستان یادوي) د رشوت، ظلم او جبر، غلا او بې رحمیو تربیت ګاوي جوړي سوي دي او د هغه کارکوونکي هم نه انګریزان دي نه هندوان، بلکي د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نوم اخیستونکي، د آخرت پر ورځ د ایمان دعوه کوونکي دي، زموږ ولس له دیني علمه بې برخي، په جهالتونو کي ډوب، ددین له فرایضو او واجباتو څخه بیګانه، د شرکي رسمونو، لوبو او تماشو مینان دي.


اے بسرا پرده یثرب بخواب      خیزد که شد مشرق و مغرب خزاب


ایا په دې حالاتو کي پر موږ نه ده لازمه چي موږ له غور او فکر څخه کار واخلو، چي زموږ د سیدنا رسول کریم صلی الله علیه وسلم به له عالمانو څخه څه غوښتنه وي؟ او که یې د محشر په ورځ را څخه وپوښتل چي زما پر دین او شریعت داسي بریدونه کيدل، زما امت په داسي بد حالت کي راګیر ؤ، تاسي د نبوي میراث دعوه کوونکي چیري واست؟ تاسي ددې میراث څه حق ادا کړی؟ ایا زموږ دا ځواب به بسنه وکړي چي موږ د رفع الیدین پر مسئله یو کتاب لیکلی ؤ، یا مو و یو څو شاګردانو ته د شرح جامي د حاصل او محصول په بحث ښه سر ورخلاص کړی ؤ، یا مو په حدیثو کي پر اجتهادي مسایلو باندي زړه وړونکي تقریرونه کړي ول، یا مو د قلم په ادبي ځواک نور عالمان او فاضلان ښه ذلیله کړي ول.


په فرعي او اجتهادي مسایلو کي بحث او تمحیص که په حدودو کي دننه او په اخلاص وي مذموم نه دی،لیکن که چیري د اسلام او ایمان اساس لړزوونکو فتنو خبرونه اورو، د الله جل جلاله او د الله د رسول د حکمونو مخالفت بلکي توهین او پسخند په خپلو سترګو وینو، په غوږونو یې اورو، او زموږ غوږونه یې د سپږې غوندي حرکت هم نه احساسوي نو ددې څه امید کيدلای سي چي فرعي بحثونه دي موږ په اخلاص، د الله جل جلاله لپاره کوو، که پکي لږ للّهیت او اخلاص وای نو موږ به په دې حالاتو کي د اسلام او د دین غوښتني پېژندلي وای او له فروعو به زیات د اسلام د اصولو په ساتنه بوخت سوي وای، موږ خو ګوا علمي او دیني خدمت په همدې فروعي مباحثو کي منحصر بللی دی او د سعی او عمل بشپړه انرژي مو په همدې کي لګولې ده، د اسلام اصول او اساسي مسایل او د ایمان سرحدونو مو د دښمنانو برید ته تش پرېښي دي، جنګ پر کوم محاذ په کار ؤ او موږ ځواک پر کوم محاذ صرف کړی دی،انا لله، دا ټول د تعصب او تخرب او غلوې پایله ده. 


 له دې سره دویمه درنه غلطي په اجتهادي مسایلو کي د اختلاف حدود ماتول، تفرق او تشتت، جنګ او شخړه او د یو و بل تر سپکاوي او پسخنده رسېدل دي، چي په یوه شریعت او مذهب کي نه دي روا او افسوس چي دا هر څه د دین د خدمت په نامه ترسره کیږي او کله چي دا معامله ددې عالمانو تر پلویانو رسیږي، نو هغوی دا جګړه جهاد ګڼي او کوي یې او ښکاره خبره ده چي د کوم قوم جهاد له خپل لاس او بازو سره شروع سي، هغه ته به له دښمن څخه  دفاع او له کفر و الحاد سره د جنګ فرصت له کومه وي.


په قرآن او حدیث کي د همدې له حدودو د تېري نوم تفرق دی چي له روا اختلاف څخه یو بېل شی دی، په قران کریم کي یو ځای ارشاد دی: وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللهِ جَمِیْعًا وَّ لَاتَفَرَّقُوْا. الآیة


دویم ځای د الله له خوا د یوه وصیت ذکر دی چي و ټولو مخکنیو نبیانو علیهم السلام ته سوی دی، الفاظ یې دا دي: أَنْ أَقِیْمُوا الدِّیْنَ وَ لَاتَفَرَّقُوْا فِیْهِ. الآیة


امام تفسیر ابوالعالیهؒ فرمايي، چي د دین  له اقامت څخه مراد اخلاص دی او د «لَاتَفَرّقُوْا» مطلب دا دی چي په خپل منځ کي دښمني مه کوئ، وروڼه وروڼه و اوسئ.


له دې وصیت څخه وروسته یې په قران کریم کي د بني اسرائیلو تفرق او اختلاف بیان کړ، مسلمانان یې پوه کړل چي دوی دي د هغوی پر طریقه نه ځي، فرمايي: وَ مَا تَفَرّقُوا اِلّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ العِلْمُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ. الآیة


حضرت ابوالعالیهؒ ددې آیت په تفسیر کي فرمايي، چي د « بَغْیًا بَیْنَهُمْ» په کلمه کي وايي، چي اختلاف تر جګړو او شخړو رسول هیڅکله ددین له امله نه سي کيدلای، بلکي «بغیا علی الدنیا و ملکها و زخرفها و زینتها و سلطانها» (جامع العلم ج۲ ص۸۴) یعني پر دې دښمنۍ چي کله هم فکر کوم نو لامل یې د دنیا، د مال او رتبې مینه وي، چي نفس او شیطان يې د دین د خدمت په عنوان ورکولو ښایسته کوي، کنې په داسي مسایلو کي د رایې د اختلاف حد همغه دی چي مخکي بیان سو، چي په مثبته توګه دي یو لوری د عمل لپاره د تر ټولو ښه ګڼلو پخاطر غوره کړي او د هغه مخالف مذهبونو سره دي نه جنګیږي، لکه څنګه چي په دنیا کي یو څوک ناروغه سي، د خپل علاج لپاره د يوه حکیم یا ډاکټر انتخاب کوي یواځي د هغه پر خبره باور کوي او د هغه پر لارښوونو عمل کوي، مګر نورو ډاکټرانو ته پوچ او رد نه وايي، یا په یوه قضیه کي چي تاسي یو څوک وکیل جوړوی او خپله قضیه ورسپاری مګر له نورو  وکیلانو سره نه جنګېږی، په اجتهادي او اختلافي مسایلو  کي هم همدغه طریقه باید وکاروئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته