تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سيخه لار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 23, 2021
  0

سيخه لار

 

یو عرب لیکوال ليکي چي. /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د دریو میاشتو په مهم سفر ګاونډي هیواد ته ولاړم، کله چي منزل ته ورسېدم، نو د هوټل له تليفون څخه مي کورته زنګ وواهه، کور کي مي یو زوی او یوه مېرمن وه، د واده مي درې کاله سوي ول؛ خو دا مي لومړی ځل وو، چي له دې خپلي وړې کورنۍ بېل سوی وم، تليفون مي زنګونه تېرول خو جواب نه راتلی...

بیا - بیا مي هڅه وکړه؛ خو جواب مي نه کړ ترلاسه...

وارخطا سوم، چي خدای مه کړه مېرمن او بچي ته مي څه پېښ  سوي نه وي!

هر پنځه او لس دقیقې وروسته مي زنګونه وهل خو جواب مي ونه موندی...

مجبور سوم ورور او خور ته مي زنګ وکړ، هغوی راته اطمینان راکړ، چي په کور کي دي خیر او خیرت دئ، د اندیښنې خبره نسته؛ خو زما زړه بیا هم ډاډمن نه سو...

څو ورځي بعد مي خواښي ته تليفون وکړ، هغې راته وویل چي پرون مي لور او لمسی ولیدل جوړ ول... خو زما ددې خبري جواب چي ولي زما تليفون نه جوابوي؟ هیچا رانه کړ...
درې میاشتي، لکه ددریو کلونو راباندي تیري سوې، بیرته چي خپل ښار ته راستون سوم، نو زړه مي نامعلومي بیري پړسولی وو، په منډه مي ځان کورته ورساوه، د یوې نه اټکل کېدونکي پيښي انتظار مي یوست، دروازه مي په لاس وټکوله، شېبه وروسته مي مېرمني دروازه راخلاصه کړه، په خندا او خوشحالۍ ئې ستړې مه سې وکړه، بچی مي هم له خوښیو په ټوپونو راغلی زما غېږې ته...


کور کي له کښېناستلو مخکي مي په غوسه مېرمني ته وویل: آیا ته عقل لرې؟

ولي دي تلیفون نه جواباوه؟


آیا تا دا نه احساسول، چي پر ما څه تيرېدل؟


په موسکا ئې راته وویل: آیا تا مور او پلار ته تلیفون کړی وو!؟ 


- نه


- آیا ته پوهیدې، چي مور او پلار دي څونه ستا تلیفون او ستا لیدلو ته لیوال دي؟ آیا تاته د مور او پلار د زړونو د حال پته وه؟ او...


زه ددې حقیقت په اورېدلو خجل سوم... مېرمني مي زیاته کړه: ډېر ځله مي ستا د پوهولو هڅه وکړه؛ خو تا سر پرې نه ګرځاوه!!

 

درې کاله کي درې ځله تا د هغوی احوال نه دی اخیستی!


او تا درې میاشتي بې غوري ونه سوای زغملای!


خبرو ته ئې مکمل تسلیم سوم، د خجالت موسکا مي وکړه... مېرمني راته د موټر کيلۍ ونیولې او راته وې ویل: ورسه د جنت دروازې دي انتظار کوي!


ژر مي موټر روان کړ، دمورجاني خدمت ته ورغلم او د پلار لاسونه مي ښکل کړل... د موراو پلار پر څېرو د خوښیو د کرښو له لوستلو وروسته مي ناڅاپه خپلي میرمني ته دعا پر خوله راغله: خدایه ته مي مېرمن جنتي کړې، چي ماته ئې سیخه لار راپه ګوته کړه... 


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (۲۳ګڼه)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته