اول حدیث: [ و عن ابي امامة رضي الله عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: من قام ليلتی العيدين محتسبا لله لم يمت قلبه يوم تموت القلوب].( سنن ابن ماجه)
ترجمه: د حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي كريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل چي: كوم سړى د دوو اخترو (كوچني اختر او لوى اختر) د شپو د ثواب يقين درلودى روڼي ئې كړې نو د هغه زړه نه مړ كېږي په هغه ورځ چي د نورو خلګو زړونه مړه كېږي.
تشريح: د كوچني اختر او لوى اختر د شپې د روڼولو مطلب دا دئ چي دغه شپې د الله جل جلاله په عبادت كي تېري كړي او په ذكر و تسبيح، صله رحمي، د نېكانو خلکو په صحبت او ناسته كي دا وخت تېر كړي، د خپل عيال سره د محبت او ګرانښت سلوك وكړي، د قريبانو او خپلوانو سره ښه سلوك وكړي دا ټول د خير كارونه دي وکړي او په عبادت كي دي دغه شپې تېري كړي.
او دا خبره چي (په دغو شپو كي د عبادت كوونكو زړه نه مري) د دې مطلب دا دئ چي د قيامت په سخته ورځ چه هر طرف ته به بېره او خوف وي خلک به بې حواسه وي او نشه غوندي به وي او حال دا چي نشه به بالكل نه وي مګر د الله پاك عذاب داسي سخت دئ چي د خلګو به دا حالت وي په دغسي سخته ورځ مګر الله تعالى و دغه بنده ته ډېر آرام ژوند وركوي د بېري او خوف څخه به ليري وي، الله تعالى دي موږ ته هم دغه نعمت راكړي ځكه نو د لوى اختر شپه ډېره مباركه ده د هغه قدر كول په كار دي او د هغه قدرداني دا ده چي دا شپه د خداى پاك په ذكر، درودشريف او په نورو عبادتونو كي تېرول په كار دي كه ګرده شپه نه سي ويښېدلاى نو په آساني سره چه څومره ويښېدلاى سي عبادت وكړي لږ تر لږه د ماخستن او سهار لمونځ په تكبير اولى په جماعت سره ادا كړي په مابين كي چه څومره وخت ذكر او عبادت كولاى سي وئې كړي وروسته بيده سي پر دغه باندي هم اميد دئ چي الله تعالى مو محروم نه پرېږدي.
دوهم حدیث: [ و روی عن معاذ بن جبل رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من احيا الليالي الخمس وجبت له الجنة ليلة التروية و ليلة عرفة و ليلة النحر و ليلة الفطر و ليلة النصف من شعبان]. (الترغيب والترهيب)
ترجمه : د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي كريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: كوم سړى چي (د ذكر او عبادت په ذريعه) پنځه شپې ژوندۍ كړي (ويښ پاته سي) د هغه له پاره جنت واجب سو هغه پنځه شپې دغه دي، د ذو الحجې د اتمي ورځي شپه، د عرفات شپه، د لوى اختر شپه، د كوچنى اختر شپه او د شعبان د پنځلسمي ورځي شپه (د پنځلسى شپه).
تشريح: داسي نو د ذو الحجې د اولو لسو ورځو شپې ټوله مباركي او فضيلت لرونکي دي لكه څنګه چه په مخكي احاديثو كي د هغو فضيلت بيان سو. دا ټولي شپې دومره غټي شپې دي چه خپله الله تعالى په سورة الفجر كي په دغو شپو قسم اخيستى دئ، بيا نو په دې ګردو شپو كي د ذو الحجې داتم، نهم، او لسم تاريخ شپې مهمي او فضيلت والا دي.
د دغو شپو يو خاص فضيلت دا ښودل سوی دئ چه كوم سړى كوښښ وكړي چي دا شپې د خداى پاك په عبادت كي روڼي كړي او پنځلسى او د كوچني اختر شپه هم د الله جل جلاله په عبادت كي تېره كړي نو د داسي سړي د كوښښ او محنت په بدله كي الله تعالى صرف جنت وركوي د ټول كال په سوونو شپو كي صرف په دغو پنځو شپو كي ويښېدل او عبادت كول كوم ګران كار نه دئ، د دنيا د معمولي فايدې له پاره موږ په شپو شپو ويښ يو لكه چوكيدار چه د يو څو پيسو په خاطر ټوله شپه ويښ وي د ټوكرانو جوړولو په ميلانو كي مزدوران ټوله شپه خپله وظيفه سر ته رسوي او داسي نور ډېر مثالونه ...
نو آيا د آخرت د سختي ورځي څخه د ژغورلو، د پاك ژوند د حاصلولو او جنت ته د رسېدلو له پاره موږ ټوله شپه نه سو ويښېدلاى او عبادت نه سو كولاى؟ خامخا ئې كولاى سو نو ملا وتړي د نفس او شيطان مقابله وكړئ او دغه قيمتي شپې مه بربادوئ په ذكر، تسبيح، عبادت او نور د خير په كارونو كي چه څومره كولاى سي دغه مباركي شپې روڼي كړئ.
ماخذ: د لوی اختر احکام