تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دتوبي مقام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2021
  0

دتوبي مقام


رالیږونکي :منصور احمد زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم)د داسې ګناهکار مسلمان په مخ باندې چې ترسپوږمو پورې د ګناه په تمبلي کې غرق وي دتوبې دروازه پرانستي پر پښوده اوپه عامه توګه خلک دهغې لورته راوبلل او دتوبې فضیلت اوغوره والی یې په دومره تفصيل سره بیان کړ چې هغه ته په لیدلو سره داویل کیدای شي چې ده ددین دا ستر رکن  بیاژوندی کړ او له دې کبله دده دنورو نومونو په څنګ کې يونوم (نبي توبه)هم و، ده توبه يوه اضطراری وسیله نه ده بللې چې په هغې سره انسان د خپلو تېرو کړنوتلافي وکړي بلکې ده دتوبې مقام دومره لوړ کړ چې هغه بهترین عبادت اوپه کم وخت د قرب او ولایت اخري درجوته درسیدلو آسانه لاره یې وګرځوله چې دهغه په لیدلو لوی لوی عابدان اونیکان او د پاکو نفسونوخاوندان هم رخه کوي.


قرانکریم دتوبې فضیلیت په ډپر تفصیل سره بیان کړی دي چه دد په ذریعه انسان په خپل تصور کې له راتلونکو لويو لويو ګناهونو نه پا کیدای شي ، داخبره قرانکریم په ډېره دل چسپه توګه بیان کړې ده .


کناهګارو، خطا کارو اوله نفس اوشیطان نه ماته خوړونکوته الله پاک په خپله پناه کې د وروستلو او دهغه درحمت په سیوري کې د داخلېدو عامه بلنه ورکړې ده ، اودخپل رحمت د څپانده او بې پایه سمند ر یې داسې ښکلی وزړه وړونکی تصویر وړاند کړی دی چې له هغه نه څرګندیږي چې خدای (جل جلاله)له نه یواځې داچې رحيم حليم او کریم دی بلکې که داویل سم شي نو هغه له توبه کوونکو سره مینه کوونکی دی او د هغوی د هڅو پوره قدرداني کوي. تاسو دا آیت شریف تلاوت کړي نو هغه لطف او کرم او د مینې فضابه  حس کړی چې په دې آیت شریف ګ نغښتې ده:


قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىْ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿الزمر: ٥٣﴾ (ته!(زمونږله خوانه)
ورته ووایه چې ای زما بندګانو ! چې په خپلو ځانونو مو زیادت او تېری کړی دی دخدای (جل جلاله)له رحمت نه مه نا امیده کیږي بېشکه خدای (جل جلاله)تولي ګناوې بښي، بې شکه هغه ډېریښونکی اوزيات مهربانه دي اوله دې آيت نه هم مونږ په هغه آیت شریف کې ډېر څه احساس کوو چې هلته دخپلو نیکوبندګانو دمختلفو ډلو یادونه کړې ده او ددې نوراني فهرست پیل یې په توبه ایستونکو سره کړي دي :

 

التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿التوبة: ١١٢﴾د هغه مجاهدین)توبه ایستونکي دي ، دنیکو خبرو حکم کوونکي دي ، حمد ويونکي دي.روژه نيونکي دي ، رکوع کوونکي دي ، سجده کوونکي دي ، په ښو خبرو امر کوونکي دي اوله بدو خبرو منعه کوونکي دي ، او دخدای غلا دحد ودو ساتونکي دي ، مومنانو ته خوشخبري واوروه

 

دتوبه ایستونکو وقار اومرتبه

داعزت اودتوبه ایستونکي بنده له ګناهونو نه برات ، په هغه باندي داطمنان او اعتماد څرګندول هغه وخت په ښه توګه روښانه شول چې گله قرآن کریم دهغه دریوصحابه ګرامو د توبې قبلوله کړه چي له څه معقول عذر پرته دتبوک له غزا نه په مدینه منوره کې پاتې شوي وو نو قرانکریم مخکې دهغو مهاجرینو او انصارو یادونه وکړه چې په دې غزاکې يې برخه اخیستې وه ، بیایې په دوی پسې سمدستي دهغو دریو تنو یادونه وکړه څو دوي يواځې دا احساس نه کړي چې ددوي توبه قبوله شوي او په نیکو مومنانو کې شمارل شوي دي بلکې دوی د ذلت له احساس نه هم لري او باید هیڅ د کمتری احساس پکې پیدانه شي ، دې ایمانداره او اخلاص منې ډلې ته داخبر روښانه کړل شوه چې ددوى فطري مقام درښتينو اولومړنیو انصارو او مهاجرینو له هغه سره برابر دي نوځکه دشرم او عارڅه خبر نسته ایا دا دونياوو ، اخلاقو او اصلاح او تربيت په تاریخ کې د توبه ایستونکي دتوبې د قبلولو. د هغه د عزت ، له هغه سره او محبت او د هغه د غم غلطولو له پاره له دې زیات روښانه ، زړه وړونکی ژور ، دقيق او خوږ مثال پیدا کیدای شي ؟ راځي ! دا آیت شریف سره تلاوت کړو.


لَّقَد تَّابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِن بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿١١٧﴾ وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (التوبه ۱۱۸۰۱۱۷)

بېشکه خدای (جل جلاله)له نبي ، مهاجرینو او انصارو ته په رحمت سره توجه وکړه هغه له نبي سره یې په تنکسیا کې ملګرتیا وکړه له هغه وروسته چې ددوی د یوې ډلې په زړونو کې کږوالی او تزلزل پیداشو، بیا خدای پاک، هغو خلکو ته په رحمت سره توجه وکړه بشکه هغه د دوی په حق کې ډېر شفیق او مهربان دي ، او هغو دریو ته یې هم توجه وکړه چې ددوی خبره پاتې شوې وه تردې پورې چې ځمکه سره له خپل پراخوالي په دوی باندې تنگه شوه او دوی له خپلو ځانونه په تنګ شول او دوی پوه شول چې له الله پرته بل ځاي د پناه ځای نشته بیا هغه دوی ته د رحمت توجه وکړه څو دوی رجوع وکړي بیشکه الله پاک زیات توبه قبلوونکی او ډېر مهربان دي.


بیا قرانکریم دیوه عام اصل په توګه اعلان وکړ چې د الله (جل جلاله)رحمت له هرشي نه زیات دی اورحمت یې په غضب او جلال باندې مخکې دی خدای (جل جلاله) فرمایي : (ورحمتي وسعت كل شيئ ) [الأعراف ۱۰۶]

او زما رحمت هرشي ته رسیدلی اوپراخه دي ).

 

په يوه قد سي حديث کې راځي: (إن رحمتي سبقت عضي ) زما رحمت په غضب باندې مخکې دی (رواه مسلم ]

 

قرآن مایوسي اونا امیدی کفر او جهالت بللی ده اوديعقوب (عليه السلام) په ژبه سره یې بیانوي : (و إنه لا يأس من روح الله إلا القوم الكافرون ) (یوسف ۸۷] د بېشکه چې دالله پاک له رحمت نه يواځې کافران نااميده کيږي ) . او بل ځای د حضرت ابراهيم (عليه السلام)خبره رانقل کوي ، ( ومن يقنط من رحمة ربه إلا الضالون » [الحجر56] ( دخپل رب له رحمت نه یواځې ګمراه خلک نااميده کیږي)

 

ماخذ : پر تهذیب اوتمدن داسلام اغیزې

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته