نبوي سیرت (۸۸ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه اسلام
حمزه رضی الله عنه د بعثت د شپږم کال په آخر کي مسلمان سو او ډير داسي ګمان کيږي چي د ده اسلام د ذي الحجه په مياشت کي ؤ.
د حمزه رضی الله عنه د اسلام سبب دا ؤ چي يوه ورځ قريش د کعبې شريفي سره ناست وه او رسول اللهﷺ طواف کاوه، ابوجهل چي هم دلته حاضر ؤ و رسول اللهﷺ ته يې په ښکنځلو او بد ويلو شروع وکړه داسي شديد او غليظ الفاظ يې ورته و ويل چي تر دغه وخته چا دغسي بد الفاظ نه وه ورته ويلي، د رسول اللهﷺ د مخ رنګ د ډيره قهره څخه تغير کاوه مګر په وسعه يې څه نه وه پوره، په يوه روايت کي وايي چي ابوجهل په يوه ډبره هم پر سر و واهه او د رسول اللهﷺ د سره څخه ويني را توى سوې، بيا نو ابوجهل ولاړى هلته د قريشو سره د هغو په مجلس کي په فخر کښېنستى يوه ښځه چي د عبدالله بن جدعان مينځه وه هغې دغه حال وليدى چي ابوجهل پوچ او رَد وايي او رسول اللهﷺ پټه خوله دى، ښځه د دغه ظلم په ليدلو نه وه خوښه خو رهي سوه، په لار کي حمزه رضی الله عنه په مخه ورغلى چي د ښکار څخه را رهي ؤ غشى او ليندۍ ور سره وه، د حمزه رضی الله عنه ښکار خوښ ؤ او ښکار يې کاوه، خاصتاً د زمريانو ښکار چي دا د حمزه رضی الله عنه د قوت او شجاعت علامه ده، خو تر دغه وخته پر هغه خپل شرک ؤ، اول چي مکې مکرمې ته داخل سو هغي ښځي ورته و ويل:
که چيري تا ليدلي واى؟ چي ابا الحکم (يعني: ابوجهل) ستا و وراره ته څه و ويل، حمزه رضی الله عنه ويل: څه يې ورته و ويل؟ ښځي ويل ښکنځل بد ويل هرڅه چي وه هغه يې ټول ورته و ويل، حمزه رضی الله عنه و ويل: چا د دغو خبرو جواب ور نه کړى؟ ښځي ويل يا والله هيچا جواب ورنه کړی، حمزه رضی الله عنه چي په قريشو کي شجاع او قوي ځوان ؤ ډير قهر ورغلى د خپل کور پر ځای د دارالندوه و طرف ته ور رهي سو، په لار کي و هيچا ته نه دريږي فقط ابوجهل يې په کار دى چي وې ويني او ورحمله کړي، مستقيم هغه د قريشو ټولني ته ورغلى هلته ابوجهل د قريشو په منځ کي ناست دى، حمزه رضی الله عنه ورته و درېدى هغه لېندۍ چي د ښکار د پاره ور سره وه په هغه يې پر سر و واهه، د ابوجهل د سر څخه ويني را ايله سوې، حمزه رضی الله عنه ورته و ويل: ته محمّد ته ښکنځل کوې او زه د ده پر دين يم (خُذهَا وَاَنَا اِبنُ الأکرَمِين) واخله دغه زما وارى او زه د اشرافو زوى يم او په هغه ليندۍ يې بل وارى پر وکړی او ږغ يې کړه: څوک زما جواب وايي؟
د ابوجهل قوم چي بني مخزوم وه هغه ولاړ سوه غواړي چي د ابوجهل پر طرف و جنګيږي لوى جنګ او فتنه جوړه سي، ابوجهل ږغ پر وکړی چي پرې يې ږدى خطاء زما وه، ما د ده و وراره ته ډير بد و ويل، زه يم چي تجاوز مي کړى دى، دلته نو حمزه رضی الله عنه د رسول اللهﷺ بدله او انتقام واخیستل، مګر ده يوه جمله و ويل، دئ وايي زه نه پوهېږم چي دغه جمله څنګه زما تر خوله و وتل؟ هغه دا چه ما و ويل: ته محمّد ته ښکنځل کوې او زه د ده پر دين يم، دا جمله مي بې اختياره د خولې څخه و وتل حال دا چه زه د ده پر دين هم نه وم، حمزه رضی الله عنه وايي: کور ته ولاړم او په دغه جمله کي چي بې اختياره زما تر خولې وتلې وه فکر كوم او ډير په حيرت کي پاته سوم چي زه خو د محمّدﷺ پر دين نه يم او اوس به ټول خلك دا فکر کوي چي زه د هغه پر دين يم ځکه دا جمله د قريشو د مجلس په منځ کي زما تر خوله و وتل او اوس په حيرت کي يم چي د هغه خپلي خبري په سبب د محمّدﷺ دين ته ور واوړم او که سبا و هغه مجلس او اجتماع ته ورسم او ورته و وايم: زه د محمّدﷺ پر دين نه يم او دا هم په عربو کي عيب دى چي سړئ د خپلي خبري څخه واوړي، حمزه رضی الله عنه وايي ټوله شپه په دغه فکر کي راباندي تېره سوه او نه پوهېږم چي څه وکړم؟
په آخر کي مي په دعاء شروع وکړه، ما ويل: الْهي که دغه د محمّدﷺ دين خير او بهتر وي د هغه تصديق زما په زړه کي را واچوې او که د دغه څخه غير او مخالف وي د دغه حالته څخه چي زه پکښي متردِد او حيران يم ته مي وباسې، حمزه رضی الله عنه وايي: د محمّدﷺ تصديق مي په زړه کي ټينګ سو.
سبحان الله! د قهر او غضب په وخت کي يې بېله إرادې يوه خبره تر خوله وتلې وه هغې خبري و سمي لاري ته را وستى، نو و رسول اللهﷺ ته ورغلى او د شهادت کلمې يې و ويلې، حمزه رضی الله عنه و اسلام ته داخل سو او رسول اللهﷺ د ده په اسلام ډير زيات خوشحاله سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند