دُرَيد بن الصُمّه
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مالک بن عوف په لښکر کي يو مهم شخص، پوه او تجربه کاره سړئ موجود ؤ، چي ډير لوى جنګي پهلوان او شجاع ؤ د عربو د مشهوره او نامداره پهلوانانو څخه ؤ، ډيري جنګي تجربې يې درلودې د دغه سړي نوم دُرَيد بن الصُمّه ؤ، دُرید د جاهليت په وختو کي د جنګ په ميدان کي ډير مشهوره نوم ؤ، مګر دغه سړﺉ اوس بوډا او سپين ږيرى دى، ويل کيږي چي د حنين په ورځ يې عمر يو سل او شپېته کاله ؤ، نو دُرَید زوړ، ضعيفه، او په سترګو هم ړوند ؤ، بدن يې مات او بې طاقته ؤ، څرنګه چي پر اوښ يې ځان نه سواى تکيه کولاى، دئ به يې په داسي کجاوه کي سپراوه لکه د ښځو کجاوه، خو د ښځو سره به نه تلى، په کجاوه کي به ؤ او د نارینه وو سره به رهي ؤ، د جنګ په کارو کي به يې د ده څخه مشوره اخستل، هرکار يې د ده په مشوره او مصلحت سره کاوه، ځکه تجربه کاره پهلوان او د جنګ په کارو پوه ؤ، اوس چي د هوازن لښکر واړول دُريد و ويل: په کومه شېله کي ياست؟ خلکو ويل: د اوطاس په شېله کي، ده و ويل: هو د آسانو د ځغلولو دپاره ښه ځاى دى نه ډيري لوړي لري چي څوک نه سي ور ختلاى او نه آوار دښت دى.
کوم وخت چي هغه ښځي او کوچنيان، حيوانات او مالونه چي د لښکر ترشا وه را ورسېدل، دُريد د ښځو او کوچنيانو، پُسو او اوښانو آوازونه واورېدل په تعجب کي سو او ويل: دا څه شي دي چي زه يې اورم؟ د اوښانو رمباړي، دخرو هرهارى، د کوچنيانو ژړاوي، د پُسو نارې؟ خلکو ويل: دا د مالک بن عوف امر دى چي ټول مالونه، اولادونه او ښځي مو درسره را ولى، دُريد ويل:
مالک بن عوف ما ته را ولى، څرنګه چي د دُريد د امره څخه چا مخالفت نه کاوه نو مالک بن عوف ورته راغلى، دريد ورته وويل: د پُسو، اوښانو او کوچنيانو آوازونه اورم دا څه قصه ده؟ مالک ويل: دا كار مي د دې دپاره کړی دی چي ما غوښته د هر سړي تر شا د ده مال او اولاد وي او د هغو څخه د دفاع دپاره جنګ وکړي او و نه تښتي، دُريد ويل: والله اوس هم د پسو يو چوپان يې په جنګ نه پوهېږې آيا مات سوى لښکر په يو شي را ګرځي؟ که انسان مات سو او پر خپل مرګ و بېرېدى والله هيڅ شئ يې نه سي را ګرځولاى، دُريد نور هم و ويل:که کاميابي ستا وه بل شئ فايده نه در رسوي بېله سړئ او د هغه توره او نېزه او که کاميابي د هغه بل طرف وه نو خپل مال او اولاد دي هم د لاسه ور کړه.
يا مالک! ته په دې سره نه سې کاميابه کېدلاى چي د هوازن هګۍ دي د آسانو مخ ته کښېښوول، دوى و خپل وطن او خپلو قبيلو ته ولېږه او بيا دي پهلوانان د جنګ دپاره د آسانو پر شا سپاره که، که کاميابي ستاسي وه اهل او اولادونه به مو در پسي راسي او که دښمن کاميابه سو مال او اولادونه به دي ساتلي وي.
خلکو غوښته چي د دُريد د نظريې إطاعت وکړي اهل او اولادونه بيرته و ليږي، د لښکر ټول مشران د دريد د رأيي إطاعت کوي، مالک بن عوف د لښکر عمومي قومندان وبېرېدى چي د ده آمريت ولاړى او خلک د دريد اطاعت کوي، نو يي و ويل: والله دا کار به و نه سي ته ضعيفه سوې او عقل دي هم درسره ضعيفه سو، مالک بن عوف يو بل عاطفي حرکت هم وکړى: توره يې واخستل او د لښکر مشرانو ته يې ور ږغ کړه، هغه چي را ټول سوه ده د توري لاستۍ پر مځکه کښېښاوه او د توري تېره سر يې پر خپل ځيګر کښېښاوه (د رکوع پر قسم و درېدى او پر توره يې تکيه وکړه) او وې ويل: والله يا به هوازن زما اطاعت کوي يا به دغه توره زما تر ملا وزي، مالک بن عوف نه غواړي چي په دغه جنګ کي د دُريد نوم ياد سي يا د هغه د نظر متابعت وسي،
نو ويل: يا به زما امر منى يا د دُريد، د لښکر مشران سره يو ځاى دي په خپل منځ کي يې سره و ويل: دُريد په سترګو ړوند، سپين ږيرى او ضعيفه سړئ دى د جنګ إداره نه سي کولاى، که موږ د اوسه څخه د مالک بن عوف پر مشرۍ اختلاف وکو نو سره و پاشل سوو، زموږ ملګرتيا د مالک بن عوف سره که څه هم په عمر لږ دى د دُريد تر ملګرتيا ښه ده، د لښکر او قبيلو مشرانو و ويل: موږ ستا اطاعت کوو يا مالک بن عوف! نو د لښکر مشرانو د دريد امر نه کړی قبول، ښځي او کوچنيان، مالونه او حيوانات پاته سوه، د الله جل جلاله إراده داسي وه چي دغه انسانان او حيوانان د مسلمانانو په نصيب سي، دُريد بن الصُمّه و ويل:
دا داسي ورځ او کار دى چي نه ځني غائب يم او نه پکښي حاضر يم، يعني: زه خو حاضر يم مګر نظر مي بل شئ دى، نو لکه نه چي يم حاضر، بيا دريد پوښتنه وکړه چي دا کوم ځاى دى؟ ويل دا واديِ اوطاس ده .
د واديِ حُنين و څنګ يا بغل ته، دُرَید و ويل: هـو! دغه ځاى د جنګ دپاره ښه او مناسب ځاى دى، نو يې مالک بن عوف ته و ويل: په اوله خبره کي دي زما اطاعت و نه کړی په دغه دوهمه خبره کي مي امر و منه، هغه دا چي د مسلمانانو د لښکر په لارکي کمينونه ورته ونيسه دا ځاى د کمينو دپاره ډير وړ او مناسب ځاي دى، مالک بن عوف هم د ده خبره و منل او د مسلمانانو په لار کي يې کمينونه ور ته و نيول.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند