تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د جعرانې څخه عمره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 8, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۷۷برخه)



لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د جعرانې څخه عمره


اوس خو د هوازن جنګ خلاص سو غنيمتونه و وېشل سوه، په ټوله منطقه کي أمن  او امان قائم سو، فقط طائف پاته دى چي نه سو فتحه او د فتحه کېدلو اميد يې هم نه ؤ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جعراني څخه احرام وتړى او مکې مکرمې ته د عمرې د آداءکولو دپاره ولاړى چي و دغه عمرې ته (عمرة الجُعرانه) ويل کيږي، چي دغه عمره هم د ذوالقعدې په مياشت کي وه، د عمرې تر آداء کولو وروسته پسله هغه څخه چي عُتاب بن اُسيد رضی الله عنه  يې د مکې مکرمې آمر پرېښاوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې پر طرف حرکت وکړی او مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حرکت يا رجوع د هجرت د اتم کال د ذوالقعدې د مياشتي پر څليرويشتم تاريخ وه او د ذوالحجې په اولو ورځوکي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورسېدى او د دغه کال حج يې نه کړی آداء.


سبحان الله! و مدينې منورې ته د دغه رجوع چي الله جل جلاله  يې د فتحي او کاميابۍ تاج پر سر ور ايښى دى او د هغه ور تګ چي و دغه ښار ته اته کاله د مخه ورغلى څومره فرق دى، هغه وخت د مکې مکرمې څخه په پټه تلى او د مدينې منورې د خلکو څخه يې امان غوښتى، په هغه ځاى کي نابلده او بېګانه ؤ، د خلکو څخه يې اُنس او الفت غوښتى، د هغه ځاى اهل يې عزت وکړی، ځاى يې ورکړی او د ده صلی الله علیه وسلم   نصرت يې وکړی او د هغه نُور متابعت يې وکړی چي د ده صلی الله علیه وسلم  سره نازل سوى ؤ او د ده صلی الله علیه وسلم  دپاره يې د ټولو خلکو او ټولو عربي قبیلو دښمني قبوله کړه.


او دغه دى اوس بيا پسله اته کاله څخه د مکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته ور داخليږي، دا هغه ښار دى چي د ده صلی الله علیه وسلم  استقبال يې د هجرت او بيري په حالت کي کړى ؤ مګر دا وار يې استقبال په داسي شکل سره کيږي چي اهل مکه ورته تابع سوي دي، خپله کبرياء او جاهليت يې د ده صلی الله علیه وسلم  په پښو کي غورځولي دي، چي دئ صلی الله علیه وسلم  يې په اسلام سره معززه کړي او تر پخوانيو خطاوو ور تېر سي. 


الله جل جلاله  د سورة يوسُف په (۹۰) نمبر آيات کي فرمايي: 


﴿إِنَّهُۥ مَن يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴾. 


يعني: بېشکه هر هغه څوک چي د الله جل جلاله  څخه وبيريږي او صبر وکړي (د طاعت پر تکاليفو صبر وکړي، پر مصيبت صبر وکړي، د معصيت يا ګناه د لذته څخه صبر وکړي) نو بېشکه چي الله جل جلاله  د نيکوکارانو اجر نه ضائع کوي. 


دغه دى مکه مکرمه فتحه سوه، د مسلمانانو تر امر لاندي او تابع سوه. 


وروڼو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حيات په آخري درو کلو کي د مشرکانو پخوانئ مرکز مکه مکرمه د اسلام د حکم تابع وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د هجرت په اتم کال د حج آمر عُتاب بن اُسيد رضی الله عنه  وټاکى، چي هم د مکې مکرمې آمر ؤ او هم د دغه کال د حج آمر وټاکل سو او د هجرت په نهم کال کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د حج آمر وټاکل سو او د هجرت د لسم کال حج په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  آداءکړى، خو په دغه اول کال چي مکه مکرمه فتحه سوه د حج آمر عُتاب بن اُسيد رضی الله عنه  ؤ، مقصد دا چي د هجرت د اتم کال د ذوالحجې په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته تشريف يو وړى. 


وروڼو! د حنين د غزاء څخه هم لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور ژوند، ډير شرعي احکام، عبرتونه او نصيحتونه را وزي چي زه به د هغو څخه څو مهم ټکي درته بيان کم:


اول: د حنين غزاء د اسلامي عقيدې داسي درس دى چي يو مسلمان بايد پر اسبابو توکل او اعتماد و نه کړي، بلکه د يوه مسلمان ټول توکل او اعتماد بايد پر يوه الله جل جلاله  وي، هو! د اسبابو برابرول يو لازمي کار دى مګر پر هغو توکل او اعتماد کول د اسلامي عقيدې څخه مخالفت دى، لکه څرنګه چي دغه درس د بدر په غزاءکي هم موجود ؤ، کوم وخت چي د بدر غزاء وه مسلمانانو دا ومنل چي د دښمن په مقابل کي د دوى لږ والى دوى ته ضرر نه ور رسوي په دې شرط چي دوى صابرين او متقين وي.


او د حنين غزاء و مسلمانانو ته دا ور ثابته کړه: که دوى صابرين او متقين نه وي د دوى ډير والى و دوى ته فايده نه ور رسوي، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  هم په دغه باره کي آياتونه نازل کړه، د بدر په غزاءکي د الله جل جلاله  د طرفه مسلمانانو ته و ويل سوه: که تاسي متقين او صابرين ياست ضرر نه در رسيږي او د حنين په غزاءکي آياتونه نازل سوه که تاسي متقين او صابرين نه ياست ستاسي ډير والى و تاسي ته فايده نه در رسوي، په بدرکي د مسلمانانو شمېر نسبت و دښمن ته تر هغه د مخنيو ټولو مقابلو چي دوى د دښمن سره مخامخ سوي وه لږ او کم ؤ، خو په دې سبب چي دوى په اسلام کي صادقه وه، ايمان يې کامل ؤ، د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې ټينګ او پوره محبت او دوستي درلودل نو د ماتي او شکست هيڅ علامه نه سوه پر ښکاره. 


او دلته په حنين کي د مسلمانانو شمير نسبت و هغه د مخنيو ټولو جنګو ته چي دوى کړي وه ډير ؤ، مګر بيا هم دغه د دوى ډير والي هيڅ فايده نه ور و رسول، ځکه چي د دوى ډير والى په هغو کسانو سره ؤ چي تر اوسه پوري يې په زړو کي پوره ايمان نه ؤ ثابت سوى او د اسلام واقعي مفهوم د دوى په رګو کي نه ؤ نشرسوى، دغه خلک په دغه اسلامي لښکر کي فقط په شکل او جسم شامل سوي وه، حال دا چي د دوى د زړو حرکت تر اوسه پوري په دنيوي خواهشاتو او نفسي غوښتنو پوري تړلى ؤ او دنيوي امور د دوى پر نفسو غالبه وه او دا ډيره ليري خبره ده چي د جسمو او شکلو ډير والى دي د نصرت او کاميابۍ دپاره اثر ولري، نو په هم دغه سبب د مسلمانانو دغه لوى لښکر کوم وخت چي د دښمن د کمينو سره ناڅاپه مخامخ سو پر شا ولاړى او د حنين په وادي کي سره وپاشل سو او دا ليري خبره نه ده چي د دغه جديد الإسلامه خلکو تيښته دي په شروع او ابتداءکي د هغه صادقه او واقعي مسلمانانو پر زړو تاثير نه وي کړى، مګر بيا هم مهاجرينو او انصارو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه آواز او نارې واورېدې بيرته د حملې دپاره را وګرځېدل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر شا وخوا سره را تول سوه او هغه شديد جنګ يې شروع کړى، حال دا چي د دغو کسانو شمېر او عدد تر دوو سوو کسانو نه زياتېدى، مګر بيا هم دغه دوو سوو مسلمانانو نصرت او کاميابي حاصل کړه، د دوى په زړو  کي سکون او  اطمينان پيدا سو او الله جل جلاله  د دوى دښمن ته بده ماته ورکړه، حال دا چي دغه مسلمانان په شروع کي دوولس زره نفره وه مګر د خپلو ځانو دفاع يې نه سواى کولاى.


دوهم: د مسلمانانو مشر، امام، يا خليفه کولاى سي چي د مشرکانو يا کفارو څخه بلکه د اسلام د دښمنانو څخه اسلحه په استعاره سره واخلي، دا حکم يواځي د اسلحې په باره کي نه دى بلکه هر هغه شئ چي اسلامي لښکر د جنګ دپاره ضرورت ورته لري کولاى سي چي هغه شئ د کفارو څخه په استعاره، په قېمت، يا مفت ځني واخلي او دا هغه کار دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه غزاءکي وکړی چي د صفوان بن اميه څخه چي په دغه وخت کي مشرک هم ؤ اسلحه په استعاره سره واخستل، (استعاره) يعني: شئ ستا دى اوس يې ما ته راکه چي زه کار ځني واخلم، خو ترکار اخستلو وروسته به يې بيرته درکړم، دغه ته استعاره ويل کيږي. 


اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه کار څخه د هغي مسئلې په باره کي چي آيا د جنګ په وخت کي مسلمانان د کفارو څخه يا په کفارو سره مرسته غوښتلاى سي که يا؟ يو عمومي حکم را ايستلاى سو.


هغه داسي: په کفارو سره مرسته پر دوه قسمه ده، يو دا چي د کفارو څخه نفر وغوښتل سي چي د مسلمانانو په صفو کي دي د دوى د دښمنانو پر ضد جنګ وکړي، په دې باره کي عام يا جمهور علماءکرام وايي: چي په کفارو سره په جنګ کي مرسته اخستل نه جائز دي او نه روا. 


او بل دا چي دکفارو څخه د دوى مالونه وغوښتل سي لکه اسلحه او نور د جنګ ضروريات د دغي مرستي اخستلو په روا والي کي د علماوو اختلاف نسته، مګر په دې شرط چي په دغه کار سره به د مسلمانانو عزت او کرامت ته کوم ضرر نه رسيږي، په دغه کار سره به مسلمانان د بل چا تر امر نه لاندي کيږي او يا به د دغي مرستي په سبب د مسلمانانو څخه د اسلامي واجباتو يو واجب نه پاته کيږي، تا وليدل؟ کوم وخت چي صفوان بن اميه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته اسلحه په اعاره سره ورکول صفوان د ضعف او مغلوبيت په حالت کي ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قوت او غلبې په حالت کي ؤ نو په دغسي حالت کي چي مسلمانان دکفارو څخه په مرسته اخستلو! نه تر شرطو لاندي کيږي او نه يې عزت او کرامت مخدوشه کيږي او نه يې کوم اسلامي فرض يا واجب پاته کيږي، دغه مرسته اخستل ورته روا او جائز دي او بېله دغو شرطو دکفارو څخه مرسته اخستل منعه او نا روا دى. 


درېیم: په دغه جنګ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  جرئت او شجاعت در معلوم سو، په حقه سره چي دا يو نادره جرئت او شجاعت دى، ټول خلک د حنين په شېلو کي سره وپاشل سوه د جنګ و ميدان ته يې په تېښته سره شاوي وګرځولې، پر ټول ميدانِ جنګ بېله رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه بل څوک نه سوه پاته او د ده صلی الله علیه وسلم  پر شا وخوا هم هغه د دښمن کمينونه دي، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  په يوه عجيب او نادره ثُبات سره پر ميدانِ جنګ و درېدى، چي دغه د ده صلی الله علیه وسلم  ثُبات د هغه تښتېدونکو اصحابو پر زړو تاثير وکړی او بيرته را وګرځېدل.


ابن کثير رحمة الله عليه  په خپل تفسيرکي وايي: دا د شجاعت هغه لوړه او انتهايي درجه ده چي په دغسي ورځ د دښمن په منځ کي په داسي حال کي چي د ده صلی الله علیه وسلم  لښکر دي هم ځني تللى وي او دئ صلی الله علیه وسلم  دي پر غاتره یا قچره سپور وي او تاسي پوهېږى چي غاتره تېزه نه سي ځغستلاى، غاتره په جنګ کي نه د تيښتي وړ ده نه د حملې، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه غاتره د دښمن پر طرف ورځغلوي او خپل نوم دي هم يادوي او وايي: أنَا نبيٌ لاَکَذِب، أنا ابن عبدالمطلب، هغه څوک چي نه يې پيژني لا به يې هم وپيژني. (صلوات الله و سلامه عليه دائماً و أبداً) 


دا ټول بل څه نه وه بېله پر الله جل جلاله  توکل او اعتماد، دا يې يقين ؤ چي الله جل جلاله  به نصرت ورکي او هغه رسالت به پوره سي چي د هغه دپاره دئ صلی الله علیه وسلم  را لېږل سوى دى او د ده صلی الله علیه وسلم  دين به پر ټولو اديانو قوي او غالبه سي. 


څلورم: په دغه غزاء کي دا معلومه سوه چي په جهادکي د ښځو، کوچنيانو او نوکرانو وژل حرام دي، ځکه کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه ښځه وليدل چي د خالد بن وليد رضی الله عنه  د طرفه وژل سوې وه رسول الله صلی الله علیه وسلم  نفر پسي ولېږل چي خالد ته و وايي: ښځي، کوچنيان او نوکران مه وژنه او د ټولو امامانو او علماوو پر دغه حکم اتفاق دى، مګر هغه وخت بيا وژل کيږي که دغه ذکر سوو ډلو مستقيماً د مسلمانانو سره جنګ کاوه او تر هغو يې د وژلو اجازه سته چي مخ په مخ جنګ کوي، که وتښتېدل يا يې وځغستل بيا به هم مسلمانان ځني راګرځي او نه به يې وژني، 


که چيري کفارو خپلي ښځي او کوچنيان د خپلو ځانو دپاره سپر وګرځول او مسلمانان د کفارو و وژلو ته بېله دې نه سواى ور رسېدلاى چي دغه ښځي او کوچنيان و نه وژني، بيا يې نو وژنه جايزه او رواده. 


پنځم: دجهاد معنْی دا نه ده چي موږ دکفارو سره حسد او عناد لرو، چي پر دغه باندي هغه حالت دلالت کوي چي ځيني صحابۀ کرامو د طائف څخه د بيرته راتلو په وخت کي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! و ثقيف ته ښرا وکه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل (اللّهمّ أهدِ ثقيفاً وأتِ بِهم) الْهي و ثقيف ته هدايت وکړې او مسلمانان يې را ولې. 


د دې څخه هدف او مقصد دا سو چي جهاد بل شئ نه دى بېله دې څخه چي د امر بالمعروف او نهى عن المنکر وظيفه آداءکول دي، حتّْی د ټولو مسلمانانو په منځ کي يو د بل سره دغه امر بالمعروف او نهى عن المنکر لازمي وظيفه ده، مسلمانان بايد د امر بالمعروف او نهيِ عن المنکر په واسطه سره خپل ځانونه د قيامت د ورځي د ابدي عذابه څخه خلاص کړي، نو د دې جهته د مسلمانانو دعاء ونورو قومو او خلکو ته بايد د هغو د اصلاح او هدايت دپاره وي، يعني:که غواړې چي کفارو ته ښرا وکې د ښرا پر ځاى يې د هدايت غوښتنه کوه، ځکه د جهاد د مشروعيت څخه هم دغه لار ښوونه مقصد او حکمت دى.


شپږم: په دغه غزاءکي موږ د انصارو فضيلت وليدى او دا مو وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى سره څومره محبت لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  صادق المصدوق دى چي فرمايي (شيطان د ابن آدم د وينو په رګوکي ګرځي) شيطان غوښتل چي د انصارو د ځينو اشخاصو په زړو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر هغه سياست او حکمت يو څه اعتراض پيدا کړي چي د غنيمتو په وېشلو کي يې عملي کړى، ښايي شيطان دا کوښښ ډير کړى وي چي په انصارو کي دا  تشويش پيدا کي چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل قوم او خپلو وطنوالو محبت غالبه سو او د هغو په مقابل کي يې انصار هېر کړه، مګر کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه خبر ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و دوى ته څه و ويل؟ 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه بيانيه چي د دغو وسوسو په مقابل کي يې دوى ته ايراد کړه د رحمت او عالي ذوق معاني ځني را توييږي، د انصارو سره د شديد محبت مشاعر ځني اُوري او په عين حال کي په دغه بيانيه کي داسي زړه دردونکې ګيله هم سته چي دئ صلی الله علیه وسلم  د داسي چا د طرفه څخه د هغو په هېرولو سره متهميږي، چي هغه قوم و ده صلی الله علیه وسلم  ته تر هر چا خوښ او محبوب قوم دى (ته يو وار نه بلکه څو واره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه بيانيه واوره يا و وايه) او فکر پکښي وکه، ته به و ويني چي په هغه بيانيه کي د زړه خفيف حرکتونه يا غورځېدل سته، ته به و وينې چي په هغه کي هغه لطيف او ألطف احساسات سته، چي دغه خفيفو قلبي حرکتو د انصارو مشاعر وښورول، شديد تکان يې ورکړه،چي په دغه ښورولو سره يې هغه وسوسې چي د دوى په مشاعرو پوري مښتي وې ځني ټکوهلې ليري يې کړې، زړونه او مشاعر يې په دغه ټکوهلو سره د وسوسو څخه ور پاک کړه، نو ځکه د دوى آوازونه په ژړا سره پورته سوه، دوى په خپل نبي خوشاله سوه، په دغه تقسيم کي يې په خپله حصه سره فخر کاوه. 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مقابل کي مال، پسونه او اوښان څه شي دي؟ دا چي دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم   ملګري وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى ملګرى وي او خپل وطن ته ځي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند او مرګ  د دوى په منځ کي وي، دا څومره فضیلت دی.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم   پر وفاء، خالص محبت او دوستۍ، تر دې لوى دليل چيري دى؟ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل وطن او د زېږېدلو ځاى پرېږدي او د ژوند پاته شپې د دوى په منځ کي تېروي. 


تر دې چي هم ور تېر سو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ترازو کي بيا کله مال د عزت او محبت دليل ؤ؟ يعني: دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و چا ته مال ورکي هغه پر ګران دى او که يې چا ته مال ورنه کړى نو هغه يې هير کړى او محبت نه ور سره لري؟ 


هـو! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و قريشو ته ډير مالونه او غنيمتونه ورکړه آيا د دغو مالو څخه يې د خپل ځان دپاره هم يو شئ کښېښاوه؟ او که يې خپل ځان هم لکه انصار په خالي لاس وايستى؟ هغه خُمس چي الله جل جلاله  يې د مصرفولو اختيار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لاس کي ايښى ؤ هغه يې د شا وخوا پر اعرابو و وېشى. 


وروڼو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هري ورځي د اقوالو او اعمالو څخه په سلهاوو احکام، عبرتونه او نصېحتونه را وزي او را ايستل کېدلاى سي خو  زه به په دغه لږ سره کفايت وکم نور نو تاسي هم يو څه فکر وکړی.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته