د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
فتوا: د کارتني چرګانو خوړل څنګه دي؟
تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۹۲)
نوم: اسد الله
سوال: په اوسني وخت کي دبهرني کارتني چرګانو په اړه ستاسو نظر او څېړنه څه ده ځکه ددغو چرګانو پر قطۍ باندي د halal کليمه هم ليکل سوې وي ددې چرګانو خوړل زموږ لپاره جائزدي او که نه؟
جواب :
حامداً ومصلياً
هغه غوښي ، چي دکفر ي مماليکو څخه راځي د هغو خوړل ناجايز دي، ځکه د ذبح لپاره داشرطونه دي :
١ _ حلالونکی به مسلمان وي .
٢ _ ذبح به پر اسلامي طريقه وي، چي پر هغه دالله جله جلاله نوم ويل کېږي او هغه رګونه، چي پرې کېدل يې ضروري دي دهغوئ پرې کول دي . (۱)
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــ
١ _ الحلال بين والحرام بين وبينهما مشتبهات لا يعلمهن كثير من الناس فمن اتقى الشبهاب استبرأ لدينه وعرضه ومن وقع في الشبهات وقع في الحرام. ( مشکواة کتاب البيوع، باب الکسب وطلب الحلال) الذَّبْحُ الِاخْتِيَارِيَّةُ فَرُكْنُهَا الذَّبْحُ فِيمَا من الشاة والذبح هوَ فَرْيُ الْأَوْدَاجِ وَمَحَلُّهُ مَا بَيْنَ اللَّبَّةِ وَاللَّحْيَيْنِ.الخ ( الفتاوي الهندية : ج،٥:ص ٢٨٥_٢٨٦)