لیکنه: محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
صبر وکړه چي د عزت خاوند سې
رسول الله ﷺ په يو حديث شريف کې موسی عليه السلام ته د رحمت دعا کوي، فرمايي: الله تعالی دې په موسی عليه السلام رحم وکړي، هغه لدې ډېر په اذيت شوی وو، خو صبر يې وکړ. ( متفق عليه )
هو! هغه صبر وکړ، د قوي عزم د خاوندانو په ډله کې شامل شو، هغه صبر وکړ، د کليم الله وياړ ېي وګاټه، هغه صبر وکړ، د رحمة للعالمين په خوله ورته د رحمت دعا وشوه… که تا هم صبر وکړ، بې له شکه چې الهي محبت، نصرت ، ملګرتيا، جنتونه او بې حسابه اجر به وګټې.
www.taleemulislam.net