لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۳۷)
منکرین احادیث وايي چي په احادیثو سره کومه عقیده نه ثابتیږي
الجواب:
۱: پر تقدیر باندي ایمان
دغه عقیده د حدیث جبرائیل څخه ثابته ده، کوم امور چي په دې مبارک حدیث کي ذکر سوي دي چي رسول الله ﷺ ورته دین ویلی دئ؛ لکه: په حدیث شریف کي راځي (یعلمکم دینکم) زه تاسو ته دین درښیم، ( صحیح مسلم حدیث: ۹)، پر تقدیر ایمان راوړل ددین برخه ده او هغه څوک چي پر تقدیر باندي ایمان نه لري د هغه ایمان کامل نه دئ. موږ نه پوهیږو چي منکرین احادیث پر تقدیر ایمان لري که یا؟
ډېر عقائد دي، چي صرف په مبارکو احادیثو سره ثابت دي زه ئې دلته صرف یادونه کوم:
۲: د قبر عذاب. (صحیح بخاري: حدیث ۱۳۷۲)
۳: په قبر کي د ملائیکو راتلل او د مړي څخه سوال کول. ( صحیح بخاري، حدیث: ۱۳۳۸)
۴:دغه عقیده چي ټول اعمال په نیت پوري اړه لري. (صحیح بخاري حدیث: ۱)
۵: د ختم نبوت عقیده او درواغجن د نبوت مدعي واجب القتل دئ. ( صحیح بخاري: ۳۵۳۵، سنن ابی داؤد: ۴۲۵۲)
۶: دغه عقیده چي ګناهکاره مؤمن چي په دوږخ کي ئې سزا پوره سي وجنت ته به ځي. (صحیح بخاري: ۷۴۴۰)
۷: حضرت عیسی علیه السلام ژوندی و اسمان ته پورته سو او قیامت ته نژدې به تشریف راوړي.(صحیح بخاري حدیث: ۲۲۲۲)
۸: نېک اعمال وسیله ګرځول، دا عقیده.( صحیح بخاري حدیث: ۲۲۱۵)
۹: په آخرت کي پر پل صراط تېرېدل، چي ټول انسانان به پر تېریږي که تېر سو جنت ته به ځي او که تېر نه سو دوږخ ته به شوه کیږي.(صحیح بخاري حدیث: ۷۴۴۰)
۱۰: د رحمت ملائیکي هغه کور ته نه داخلیږي چي هلته تصویر او سپی وي .(صحیح بخاري: ۳۲۲۵)
۱۱: د رسول الله ﷺ شفاعت کبری. (صحیح بخاري حدیث: ۴۷۱۲)
۱۲: ملائیکي د نور څخه پیدا دي.(صحیح مسلم حدیث: ۲۹۹۶)
او داسي نور...
موږ نه پوهیږو چي د منکرین احدیث په قاموس کي عقیده و څه شي ته وايي او آیا دوی دغه پورتني عقائد مني که یا؟
نوربیا...
www.taleemulislam.net