د دعا قبلېدلو دوه ځایونه
مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: د عرباض بن ساريه څخه مرفوع روايت دی چي هر څوک فرض لمونځ وکړي نو دعا يې قبليږي او هر څوک چي قرآن ختم کړي نو دعا يې قبليږي.
د فرض لمانځه او د قرآن د ختم وروسته د دعا قبلېدلو استحقاق هغه وخت بنده ته ورکول کیږي چي سم پر شرائطو او سنتو برابر لمونځ وکړي د فضائلو او مراتبو په اعتبار نیمګړی لمونځ هیڅ ارزښت نه لري همدا راز ختم باید سم او پر شرایطو برابر وي کوم خلګ چي قرآن غلط یا ډېر تیز وایي هغوی ددې فضیلت څخه نسي برخمن کېدلای.
َرُوِيَ عَنِ الْعِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ مَرْفُوعًا : مَنْ صَلَّى صَلاَةَ فَرِيضَةٍ فَلَهُ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ وَمَنْ خَتَمَ الْقُرْآنَ فَلَهُ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ .[المعجم الکبیر للطبرانی 15050]
ماخذ: اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net