تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اهل علم بايد دغه درې صفتونه ونه لري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 29, 2021
  0

اهل علم بايد دغه درې صفتونه ونه لري

 

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱- ځان د مال په محبت کي ډير غوټه نه کړي ځکه د مال په محبت کي ډير غوټه کيدل دديني خدمت د پرېښودلو لامل جوړيږي او د ټولني په نسبت د انسان احساس ختموي، له همدې امله موږ ډيری داسي اهل علم وينو چي د همدغه مال په محبت کي يې د نورو اهل علمو سره خواخوږي، رابطه او مينه کمه سوې وي ځکه دده ټول فکر د خپل کار او مال خوا ته وي، هر کار چي کوي د خپل مال ګټه او تاوان ورسره پرتله کوي آخر دده ټوله غم او هم خپل مالي کسب ګرځي، که يې د علماو مجلس ته دعوت کړې دی ځان کاږي، که يې د علماو لخوا يوه اجتماعي کار او خدمت ته دعوت کړي دی ځان کاږي او که يې کوم اصلاحي حرکت ته دعوت کړې دی ځان کاږي.

 

۲- عالم بايد داسي فکر ونلري چي په هر کار کي د خپل نفوذ او شهرت ساتني غم ورسره وي ځکه عالم ته تر هر شي ددين خدمت ډير مهم دی په کوم کار کي چي الله پاک دده نفوذ او شهرت ساتي هغه هيڅ پروا نلري خو عالم بايد پدې نيت چي په فلاني ديني خدمت کي زما نفوذ او شهرت نسته نو ځکه يې زه نکوم هيڅ ديني خدمت پسې پرې نږدي او ندي هم پدې نيت د نورو علماو د خدمت مخه نيسي، که کوم عالم په يوه کلي کي اوسيږي؛ خپله پدې کلي کي خدمت نسي کولای نو نورو علماو ته دي اجازه ورکړي چي پدې کلي کي خدمت وکړي، داسي دي نکوي چي که زما کلي ته بل عالم راغی نو پدې کلي کي به زما رول او نفوذ کم سي يا به زما شهرت له منځه ولاړ سي، ما د ځينو عوامو څخه اورېدلي دي چي د ځينو علماو په اړه داسي نظر لري وايي: په  فلاني مسجد کي فلانی عالم مقتدی دی نو ځکه هلته هيڅوخت بل ښه عالم ملايي يا خدمت نسي کولای ځکه دغه مقتدی عالم ستونزي ورته جوړوي. علماء بايد تل تر خپل مينځ لکه سکه وړونه داسي ژوند وکړي، په هر ځای کي چي خپله خدمت نسي کولای نورو تکړه علماو ته د خدمت کولو زمينه برابره کړي.

 

۳- عالم بايد داسي فکر ونلري چي زه هره خبره کوم نور علماء بايد زما خبره ومني که يې څوک نه مني نو زه د هغه سره ستونزه لرم ځکه په هيڅ لحاظ يو عالم د بل عالم د فکر او تفرداتو په منلو باندي مکلف ندی، په هغه مسائلو کي چي اجتهادي او غير منصوصي وي يا ځيني مشورې چي هر څوک يې په اړه نظر ورکولای سي هر عالم د نظر ورکولو حق لري بناء که يو وخت پداسي مسائلو کي يو څوک زموږ د نظر او استنباط مخالفت کوي هيڅ پروا نلري دا په علمي ډګر کي يو عادي کار دی موږ بايد د هغه عالم سره دښمني شروع نکړو او ناروا ټاپې ورباندي ونه لګوو.


ماخذ : اسلامي مقالې


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته