ژباړه او زياتونه : غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
که څوك تاريخ ولولي نو زړه ته به يې هيڅكله هم مايوسي داخله نه سي او ژر ده چي پوه به سي چي دنيا خو د ورځو ټولګه ده چي الله تعالى يې د خلکو تر منځ اړوي را اړوي...
( وَتِلكَ الأَيّامُ نُداوِلُها بَينَ النّاسِ... (الایة)
د پرون شتمن نن فقيران سوي دي
د پرون کمزوري نن زورور سوي دي
د پرون پاچاهان نن بې واکه دي
د پرون قاضيان نن مجرمان دي
او د پرون برلاسي خلك نن مغلوبه دي
د کائيناتو دوران ژوند نسي درولاى او نه هم د ژوند روان بهير له پېښو خلاصېدلاى سي انسانان د چوکۍ (مقام او حيثيت له مخي) بدلېدونكي دی (د ژوند) نه غم همېشنى وي او نه هم خوشحالي پس ! د يو مومن او مسلمان په توګه پر تا لازمه ده چي ځان د کامل ايمان او عقيدې په ګاڼه سمبال کړې ، خپل ظواهر او بواطن د مسنونو صالحو اعمالو په جامه وپوښې ، د توکل تاج په سر کړې او د ژوند روان بهير ته دوام ورکړې.