تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د قريشو د طرفه سياسي هلي ځلي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 15, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۶۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د قريشو د طرفه سياسي هلي ځلي

 

د جنګ تر شروع کېدلو د مخه قريش غواړي چي د مسلمانانو په صفو کي تفرقه او نزاع واچوي نو د دغه مقصد دپاره اولاً ابوسفيان وانصارو ته حال ولېږى چي ورته ويل يې: موږ او زموږ د اکا زامن سره پرېږدى (چي مقصد يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مهاجر مسلمانان وه)
 نو ويل: موږ او زموږ د اکا زامن سره پرېږدى د هغو سره ترجنګ کولو وروسته موږ بیرته ځو، موږ ستاسي سره د جنګ دپاره نه يو راغلي. 


مګر دغه کوښښونه د هغه ايمان په مقابل کي چي غرونه د ځايه څخه اړوي کومه نفعه او فايده نه سي رسولاى، د انصارو د طرفه په جواب کي داسي خبري ورته وسوې چي کفار د هغو خبرو په اورېدلو هيڅکله نه وه خوښ، اوس چي د جنګ وخت نور هم نژدې سو دوه لښکره مخ په مخ سره ودرېدل قريشو بيا هم د مسلمانانو د تفرقې او اختلاف دپاره يوه بله نقشه جوړه کړه هغه دا چي: د مشرکانو يو بل خائن نوکر چي ابو عامر الفاسق ورته ويل کېده چي د دغه سړي اصلي نوم عبد عمرو بن صيفي ؤ او په راهب سره مشهوره ؤ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راهب پرځاى فاسق وباله،

 

دغه سړئ د جاهليت په وختو کي د أوس او خزرج و قبيلو ته ډير محترم ؤ او د عزت په سترګه يې ورته کتل، کوم وخت چي اسلام مدينې منورې ته راغلى ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دښمنۍ اعلان په ښکاره او واضحه ډول سره وکړی او بيا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هجرت وروسته په مدينه منوره  کي اسلام نشر سو نو ده  په مدينه منوره کي نور ژوند نه سواى کولاى مدينه منوره يې پرېښوول اوشام ته ولاړى، کوم وخت چي يې واورېدل چي کفار د مسلمانانو د جنګ دپاره تياري نيسي نو دئ هم راغلى او دکفارو په لښکر کي شامل او داخل سو، نور هم کفار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و جنګ ته تشويقوي او د جنګ په شروع کي یې مشرکانو ته و ويل:

 

که زما قوم ما و ويني خامخا زما متابعت کوي او زما ملګري کيږي، نو اوس دغه سړئ يعني: ابو عامر الفاسق د دوو حبشي مريانو سره و ميدان جنګ ته ور و وتى او په لوړ آواز يې و خپل قوم ته ور ناري کړه: يا معشر الأوس! زه ابو عامر يم، ستاسي او د محمّد يې سره څه ما ته راسى زه ستاسي مشر او سردار يم. 


د أوس او خزرج قبيلو په جواب کي ورته و ويل: چپ سه اې د الله دښمنه! الله دي تا په موږ نه ويني. 
ده او نورو کفارو هيڅ دا فکر نه کاوه چي د ده قوم دي و ده ته داسي سخت جواب ورکړي ځکه دئ په دوى کي د عزت او لوړ مقام خاوند ؤ او اوس هغو داسي سخت جواب ورکړی نو ابو عامر و ويل: والله زما قوم ته تر ما وروسته شر پېښ سوى دى او ويل په تاسي څه سوي دي؟ ما نه قبلوى؟ 


خير د اُحُد په جنګ کي ابو عامر د کفارو په لښکر کي پاته سو. 

او په دغه طريقه سره د مسلمانانو د تفرقې دپاره د مشرکانو دوهمه نقشه هم ناکامه سوه، دکفارو دغه د تفرقې اچولو کوښښونه پردې دلالت کوي چي دوى د مسلمانانو څخه بېرېدل که څه هم کفار ډېر او په اسلحه مجهزه وه خو بيا هم د دغو لږو مسلمانانو بېره او هيبت پر دوى غالبه ؤ او غواړي چي دغه لږ مسلمانان هم سره وپاشي. 


نن ورځ هم کفار د مسلمانانو د تفرقې او پاشلو دپاره په هره وسيله سره کوښښونه کوي او همدغه تفرقه او بې اتفاقي د مسلمانانو د ضعف او ذِلّت سبب ده،که کفار په مسلمانانو کي اتحاد او اتفاق و ويني هيڅکله به پر مسلمانانو د حملې کولو په فکر کي نه سي او نه به د حملې کولو جرئت پيدا کړي، تاسي پوهېږی: کفار چي و کوم ملک ته د ننوتلو إراده وکړي لومړی په هغه ملک کي بې اتفاقي او ځان ځاني راولي،

 

د هغه ملک په پوهانو او مشرانو، وُلس او افرادو کي نفرت او اختلاف نشر کړي، حزبونه او قومونه پکښي جوړ کړي، نو د هغو مختلفو ډلو څخه یوه ډله په پیسو او د هغه مَلک په حُکم کولو او کُرسۍ رانیسي، بیا نو هلته په فارغه زړه خپلي قواوي داخلي کړي.    


ابو عامر الفاسق ترجنګ د مخه يو بل کار هم کړى ؤ، هغه دا چي په ميدان جنګ کي يې لوى لوى غارونه د دې دپاره وکِندل چي د جنګ په وخت کي مسلمانان ور ولويږي او تاسي ته معلومه ده که څوک و يوه غار يا کَندي ته ولويږي هغه په آسانه سره وژل کيږي، نو ابو عامر څو نفره نور هم د ځان ملګري کړه او د دې دپاره غارونه کِني چي مسلمانان د جنګ په جریان کي ور ولويږي او کفار يې په آساني سره و وژني.

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته