تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تقوا معيار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 19, 2021
  0

پر الله جل جلاله، د آخرت پر ورځ، پر ملائكو، پر كتابو او پيغمبرانو ايمان لرل؛  


د غوره مالونو و خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، مسافرانو او سؤالگرو ته ورکول او د بندیانو د آزادولو لپاره لگول؛ 


غوره لمونځ اداء کول؛ 


پر وخت زكات وركول؛ 


په خپلو ژمنو وفا كول؛ 


پر غم، ستونزو، كړاوونو، تاوانونو او مشکلاتو صبر كول؛


په سوكالي او تنگلاسۍ كي صدقه کول؛


د خلکو تر تېر وتوتو ورتېرېدل؛ 


د خلكو پر اشتباهاتو سترگي پټول؛  


د  خپل مسلمان ورور د تېروتنو  په مقابل کي؛ د انتقام او بالمثله چلن پر ځاى له زغم څه كار اخیستل؛ 


د تېروتنو په وخت کي خپل رب يادول او د خپلي غلطۍ بخښنه غوښتل؛ 


پر خپل غلط كار اصرار او ټينگار نه كول.


د الله  جل جلاله په عهد وفا كول؛ 


 د هغه څه وصلول او غوښتل چي الله جل جلاله ئې د وصلولو او غوښتلو امر كړى؛ 


 له خپل رب څه بېرېدل او له بد حساب څه امان غوښتل. 


خپل رب ته امید او هيله لرل؛  


د تېروتنو او خراب کار کولو پر وخت د الله جل جلاله یادول او له هغه څه بخښنه غوښتل؛ 


 پر خپلو كړو گناهونو اصرار او ټينگار نه كول؛ 


په هر ځای او هر چیري له خپل رب څخه بېرېدل؛ 


 د قيامت له وېروونکي حالت څخه بېرېدل او د هغې لپاره تیاری نیول؛


 پر مځکه لویي او فساد نه کول؛ 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته