له یو مور څخه ئې وپوښتل: کوم زوی زیات درباندي ګران دئ؟
مور وویل:
غیرحاضر زوی راباندي ګران دئ، ترڅو چي "زما بغلته را رسیږي"
ناجوړه زوی راباندي ګران دئ، ترڅو چي "جوړیږي"
ستړی زوی راباندي ګران دئ، ترڅو چي "هوسا کیږي"
کوچنک زوی مي راباندي ګران دئ، ترڅو چي "غټیږي"
مور وخندل، ویل تر هغو چي ژوندۍ یم "ټول زامن راباندي ګران دي"
بې پیسو، بې مطلبه، ناپایه او تر ټولو پاکه مینه له اولاد سره "د مور مینه ده"
www.taleemulislam.net