تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ايمان له لوازمو څخه دا ده چې ته باید د قدر په خیر او شر راضي اووسې:
الله تعالی فرمایي:
وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴿البقرة: ١٥٥﴾
موږ به ارومرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عابداتو په خساره کې په اخته کولو پر تاسې ازمېښت کوو، ای پېغمبره! هغوکسانو ته زېری ورکړه چې په دې حالاتو کې صبر وکړي.
د قضاء او قدر په اړه موږ د عبدیت په مقام کې قرار لرو، د څه وړاندیزکولو حيثيت نه لرو، د هربنده په اړه ازمېښت د هغه د ایمان په اندازه وي.
په حديث شريف کې راغلي دي چې:
أشد الناس بلاء الأنبياء، ثم الصالحون.
سخت او درانه ازمېښتونه پر پېغمبرانو راغلي و، بيا پر نېکانو .
الله تعالی فرمایي:
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ﴿الأحقاف: ٣٥﴾
اي پېغمبره صبر وکړه لکه چې اولو العزمو پېغمبرانو صبر کړی دی:
ماخذ: لاتحزن
www.taleemulislam.net