تازه سرليکونه
پوهه په خلكو كي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 15, 2023
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


پوهه په خلكو كي

 

د ښار خلك وايي: علم او پوهه په ښار كي ده. د ښارخلك پوهان دي. د فضلت او بهترۍ وړ دوى دي، ځكه چي ليك او لوست دوى كولاى سي او دوى د ژوند په ادابو پوهيږي. د صحرا خلك يا دهقانان په څه نه پوهيږي او نه كومه پوهه ورسره سته. 


زه وايم: دالفاظو علم او د كلماتو پوهه يوازي علم نه دى او نه يوازي همدغه نېكمرغي ده. كومه پوهه چي له دهقانانو سره سته په ښار كي نسته. موږ ته غلې دانې له صحرا څخه راځي. مېوې او سبزي د هقانان روزي. غوښي او شيدې هم له دهقانانو سره وي. دا هرڅه يوه پوهه غواړي. نو ځكه وايم، څومره چي د ښار خلك پوهيږي هومره د صحرا خلك هم پوهيږي. د دوى ترمنځ نور فرق نسته. يوازنى فرق چي د دوى ترمنځ سته، هغه د پوهي په ډول او انداز كي دى. نو موږ دوى ته نالوستي ويلاى سو مګر ناپوهان ورته نه سو ويلاى. 

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته