رالېږونکی: محمد ارغند / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخٰشِعِينَ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۴۵]
او په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ. په دې كښي شك نشته چي لمونځ ډیر سخت ضرور دی، مګر د چا په زړه کي چي خشوع (عاجزي) وي هغو لره هیڅ سخت نه دى.
په پورته ایات کې د خشوع (په زړه کښې د الله تعالی په وړاندې عاجزي کول) لفظ راغلي دی، او د لمانځه د اسانولو طریقه وښودل سول، حاصل دا چې د لمونځ د سختۍ په وجه که فکر وسي نو معلومه به سي چي د انسان زړه د هر قسم خیالاتو لپاره میدان دی او د انسان زړه آموخته دی چي په هر قسم خیالاتو کښې بغیر د څه منعي څخه مصروف وګرځي او د انسان نور ټول اندامونه د زړه تابع دي، نو په همدې وجه د زړه تقاضا دا وي چي د ده ټول اندامونه دي ازاد وي، او لمونځ خو ټول د دې آزادۍ خلاف دی چې مه خانده، مه وایه، مه خوره، او مه ځه نو پدې وجه زړه د دې پابنديو څخه تنګیږي او دده تابع اندامونه هم ددې څخه تکلیف محسوسوي.
خلاصه دا سوه چي د زړه حرکتِ فکریه د دې سختۍ او دشوارۍ سبب دی نو د دې علاج په سکون سره کول په کار دی، نو پدې وجه الله جل جلاله خشوع یا په عاجزۍ سره لمونځ کول، د لمانځه د آسانولو لپاره ذریعه وښول. (په عاجزۍ سره لمونځ کول مو د زړه نور خیالات مغلوبه کوي).
(معارف القران: ج۱، پ۱، ص ۱۹۳)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په لمانځه کې څنګه خشوع پیدا کړم؟
بیان- په لمانځه کي خشوع او خضوع مراعتول