سبحان الله "سيد" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه ګناه:
- چي الله عزوجل په نا راضه کيږي، د مور او پلار نافرماني کول دي.
- چي د انسان عمر کموي، دبل آزار ول دي.
- چي انسان د الله تعالی د رحمت څخه ليري کوي، درواغ ويل دي.
- چي رزق کموي، زنا ده.
- چي د ټول انسانيت تباه کېدل ورسره تړلي دي، قتل او وژنه ده.
- چي مسلمان د نعمتونونو څخه بې برخي کوي، تکبر او لويي کول دي.
- چي د مسلمان دعاء نه قبليږي، د حرام مال خوړل يا لاسته راوړل دي.
- چي د خلکو څخه ئي پرده نه کيږي، نشه ده.
- چي انسان په دنيا کي لا هم مأخوذه کوي، ظلم دی.
- چي کول ئې د مړه ورور غوښي خوړل دي، غيبت دی.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه