تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له دین څخه د بیزاری ( سیکولیریزم ) فکر خپریدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 2, 2021
  0

 


دا فکر د یهودیانو له خوا پیدا سو چې په اروپا کې يې د کليسا اغیزه ختمه کړه. 


او ماسونیت موقع غنیمت وګټله او د فکری حلقو په مینځ کې يې د کلیسا اثر هومره را ښکته کړ چې د نابودۍ خواته نژدی سوه او د دین څخه د بیزاری مشهور غږ ( هغه چې د پاچا دی هغه به د پاچا وی او چې د خدای دی د خدای وی ) یې پورته کړ تر څو چې د کليسا اثر يوازې د دیوالونو په مینځ کيپاتی او ټولنی ته وړاندی نسي.


دی کار ته په ننه نی اصطلاح د ( دین او دولت جلا والی ) نوم ورکړ سو چې د فرانسی د انقلاب په دوران کې تری داسی تعبیر کیده (آخرنی پاچا د آخرنی ملا د کولمو په کړۍ اعدام کړئ ) صلیبیانو دا فکر د کتاب او هغو زده کړو په واسطه چې د غربي پوهنتونو کي يې لوړې زده کړې کولی اسلامی خاوری ته رادننه کړ هسی خو جومات په اسلامي نړۍ کې هغه رول کلیسا په عیسائی ټولنه کې درلود ځکه نه يې د خلکو څخه حقوق اخیستی سو او نه يې د خلکو د ارادو د واک دعوه کولای سوه او نه يې دا حق ترلاسه کړی وو چې ځیني شیان حلال او یا ځیني حرام کړی او نه يې ملايان هومره پریوتی بد اخلاقه او بدکاره سوی وو لکه د کلیسا راهبانو چې ورسره مخ وو .


او نه جومات په سیاست کې هومره رول لوبولی دی لکه څنګه چې کلیساپه ټولنه کې لوبولی دی چې د خلکو د زړونو او ضمیرونو د حالاتو د معلومولو لپاره یې د پلټینی او څارنی هیئتونه جوړ کړی وو.


په ډیر تاسف سره باید ووایو چې د اسلامي نړۍ واکمنه طبقه تل هڅي کوی چې دین د سیاست څخه جلا او تل زیار باسی چې په ټولنه او اجتماع کی داسی څه ووائي او وکړی چې ( مرتجع او دینداره ) ورته ونه ویل سي د غم خبره خو لا دا ده چې د دین څخه د بی زارۍ فکر د ژوند اصل د متکا او د هر کار اساس وګرځی سره له دی چې نومونه به يې  اسلامي وی خو په غير اسلامي کار به هيڅ عار نه محسوسوی ، ان تر دی چې د دین څخه آزاد خلک په فکري او اجتماعي برخو کې د ( استادقهرمان او ستوری ) لقب وګټی تر څو د ځوانانو او راتلونکی نسل په وړاندی د احترام او منلو وړ مثال وګرځی او د ژوند کیسه یې د خلکو دخوښۍ وسیله وګرځی.


نو ځکه مونږ باید وپوهیږو چې ولی مصطفی کمال اتاترک هومره مشهور سو چې آن تر نن یې ځیني خلک خپل فکری لارښود ګڼی.
او ولى ( طه حسين ) هومره مشهور سو چې په عربی ادب کې يې د داسی استاد لقب وګاټه چې ګنی په عربی نړۍ کې د ده په شان څوک نسته ، سره له دى چې هغه یو بی دینه او له دین څخه بی زاره انسان وو چې د یهودی او ماسونی استادانو فکر يې اسلامي نړۍ ته وړاندی کاوو .


او سره له دی چې د ده په وخت کې عربی نړی له ده څخه خورا تکړه او غوره ادیبان لکه مصطفى صادق الرافعي أو عباس محمود العقاد او داسی نور لرل او ولی د مصطفی کمال اتاتورک شاګردان په نوره اسلامي نړۍ کې مشهور سول ؟ سره له دی چې د دوی خیانتونه څرګند او هومره ښکاره وو چې د مصطفی کمال اتاتورک د خیانت څخه هم زیات وه.

ماخذ : اسلام نن اوسبا

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته