تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بادام او دهغه روغتیايي ګټې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 2, 2021
  0

 


ایډیټ  : بصیریوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


څرنګه چي بادام يو خوندوره وچه مېوه ده او د ښه خوند تر څنگ ډیرې نورې روغتیايي ګټي هم لري. 


چې ځيني يې په لاندي ډول دي:


بادام د بدن اضافي وزن په کمولو او د زړه د حملې په کمولوکي له تاسو سره مرسته کوي د (Loma Linda School of Public Health) دراپور له مخي په هفته کي پنځه واري خوړل يې ٪۵۰ (پنځوس فيصده) انسان د زړه له مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.


دا و چه مېوه د مضروکلیسټرول په له منځه وړلو، د وینې د فشار په کمولو او د شکر په کښته کولو کي مرسته کوي.


بادام فاسفورس لري چې د غاښونو او د بدن دهډوکو په قوي کولو کي مرسته کوي.


 همدارنگه بادام د انسان حافظه پیاوړې کوي او ددې تر څنگ عصبي سیستم لپاره نورې زیاتې گټې هم لري .


که چېرې بادام په ورځني ژوند کې د سپکو خوړو ځای استعمال سي نو دغه خواړه په بدن کي د میتابوليزم فعالیت کنټرولوي او د زړه رگونه له مختلفو ناروغیو څخه ساتي.


د بادام د غوړو منظم استعمال کولای سي د پوستکي توري القې ، ټپونو او د گونجو په له منځه وړلو کي له تاسو سره مرسته وکړي.


د بادام غوړي مو وېښتانو ته ښکلا او ټینگوالی ورکوي.


پر پورته گټو سربېره بادام دپوستکي د ښکلا او صحت لپاره، د سرطان د ناروغۍ مخنيوي، د بدن د اضافي وزن د کمولو او د قبضيت د له منځه وړلو لپاره گټور دي.


 د پاملرني وړ ده که چیري دغه خواړه تر اندازې زیات وخوړل سي د مختلفو ناروغيو لامل کېدای سي.


ماخذ : غوره روغتیا 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته