تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
باید شکر آداء کوو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 31, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


باید شکر آداء کوو


دا يقيني خبره ده چي د امريکايانو په ماتي کي پر افغانانو الله تعالی ډېر احسان وکړ او دا د الله تعالی فضل وو چي دومره لوی زبرځواک يې د کمزورو افغانانو په لاس مات کړ ځکه نو موږ بايد پر دوو شيانو ډېر د الله تعالی شکر آداء کړو: لومړی د امريکايانو پر ماتي دويم د اسلامي نظام پر حاکميت ځکه د امريکايانو د ماتي څخه مخکي افغانانو دوې نوري امپراطورۍ هم ماتي کړيدي؛ خو وروسته يې اسلامي حاکميت ندی راغلی نو لکه د امريکايانو په ماتي کي چي مو د الله تعالی څخه نصرت غوښتی ددې نظام پر قوي کېدلو، خوندي پاته کېدلو او پوره سمبالېدلو هم د الله تعالی څخه توفيق وغواړو او د هر پر مختګ سره الله تعالی له ياده و نه باسو او د لاندي شيانو عملي کول د ځان دنده وبولو:


۱ – د تکبر، غرور او ځان ځانۍ څخه ځان وساتو او هر څه د الله تعالی د توفيق نتيجه وبولو.


۲ - د خپلو مشرانو اطاعت وکړو او نور خلګ يې  اطاعت ته را وبولو.


۳ – په وظيفو او مسئوليتونو کي د درغلۍ، خيانت او غفلت څخه ځان وساتو او د وطن په خدمت کي تر خپل توان ډېر کار وکړو.


۴ – د هيوادوالو تر مينځ هيڅ ډول تبعيض او ترپګنۍ ته اجازه ورنکړو او کوښښ وکړو چي ټول هيوادوال د اسلام او افغان پر نوم سره راټول سي.


۵ – د هيواد او هيوادوالو په ګټه په لاس راغلي فرصتونه له لاسه ورنګړو او ټولو هيوادوالو ته په هيواد کي د مصروف کېدلو زمينه برابره کړو.


۶ – په فکري او فرهنګي برخو کي دومره فعال او چټک کار وکړو چي دښمنان دوستان کړو او دوستان نور هم ځان ته نژدې کړو.


۷ – په نظامي، سياسي، اقتصادي، تعليمي او اصلاحي برخو کي د داسي ميکانيزم له مخي کار وکړو چي په پنځه واړو کي د خپلواکۍ تر څنګ نوي نوښتونه ولرو او په يادو برخو کي د نړۍ په کچه پوره تکامل ته ورسيږو.


۸ – پر رجال جوړوني او ملت جوړوني داسي تمرکز وکړو چي هري برخي ته مسلکي کسان وروزو او د نظام او ملت تر مينځ د واټن پيدا کېدلو مخه ونيول سي. 


۹ – د سالمي حکومتولۍ په جوړولو سره ټولو هيوادوالو ته د اړتيا سره سم په هر اړخيز ډول اړين خدمتونه عرضه کړو.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته