شهرت او څو خبري
رالیږونکي : قاري خبیب پشت رودي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱: شهرت او دنیا په یوه شي کي سره مشابه دي، هغه کله: فنا کیدل.
۲: شهرت یوه تېره چاړه ده که دقت پکښي ونه سي، ممکن د خپل خاوند لاس پرې کوي.
۳ : د شهرت لپاره تر عزت او اعتبار تېرېدل، جهالت او نا پوهي ده.
۴ : ښه شهرت او نېک نو تر ټولو لوی سعادت دئ.
۵ : تر نېک نامۍ هیڅ شهرت همېشه او ښه پاته کېدونکی نه دئ.
۶ : شهرت لکه غالبوزه اول اواز کوي بیا نېښ وهي او الوزي.
۷ : د شهرت طلبي اورتبې خوښوني څخه پر هېز وکړه! ځکه هغه تا تباهي ته کشوي،
ماخذ : سپيڅلې خبري
www.taleemulislam.net