د سورة هود لنډه پېژندنه
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
سورة هود د قران کريم د مصحف په اعتبار ۱۱ سورة دئ، چي د هجرت د مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة هود ۱۲۳ آية او ۱۰ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۵۰ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:
وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًۭا ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥٓ ۖ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ
دا سورة د الله (رب العزة) يو معزز او با وقاره نبي حضرت هود (عليه السلام) په نامه نومول سوې ده.
حضرت هود (عليه السلام) عرب پیغمبر وو او د خپل قوم (يعني د عاد قوم) له پاره را استول سوی وو.
په دې مبارک سورة کي د نورو انبياء (عليهم السلام) او د هغو د قومونو ذکر سوی دئ.
په سورة هود کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- د الله تعالی ربوبيت او وحدانيت.
۲- الله (رب العزة) آسمانونه او مځکه په شپږو ورځو کي پيدا کړه او عرش ئې پر اوبو باندي وو.
۳- الله (تبارک و تعالی) انسانان آزموئي (امتحان ځني اخلي).
۴- انسان د نعمتونو په زوال سره نااميده او کافر سي او په رحمتونو ورکولو سره خوشحاله او فخر کوونکی سي، نو که چيري دی صبر وکي دا ئې په خير ده.
۵- که مشرکين دا قرآن کريم نه مني، نو د دې په مثل لس سورتونه دي راوړي.
۶- د سيدنا نوح (عليه السلام) او د قوم قصه، د عذاب راتګ او د ده مبارک (عليه السلام) زوی چي کنعان وو، د هغه هلاکت.
۷- د حضرت هود (عليه السلام) قصه چي د عاد و قوم ته را استول سوی وو.
۸- د حضرت صالح (عليه السلام) قصه چي د ثمود و قوم ته را استول سوی وو.
۹- د سيدنا ابراهيم (عليه السلام) قصه چي ملائکي ور ته راغلې او د حضرت اسحق او حضرت يعقوب (عليهما السلام) زېری ئې ورکئ، او بي بي سارا (رضي الله عنها) د باندي ولاړه وه او اورېدل ئې.
۱۰- د حضرت لوط (عليه السلام) قصه چي ملائکي ور ته راغلې او د ده پر قوم د هلاکت د راتلو حال ئې ور ته راوړی.
۱۱- د حضرت شعيب (عليه السلام) قصه چي د مدين د خلګو له پاره را استول سوی وو، کوم چي په ناف او طول (اندازه ګيري) کي د انصاف څخه کار نه اخستی.
۱۲- د سيدنا موسی (عليه السلام) قصه چي الله (عزوجل) دی مبارک د فرعون و خوا ته د ښکاره نښانو سره ور واستوی، خو فرعون او لښکر ئې ايمان نه باندي راوړی.
۱۳- نېک او صالح اعمال بد اعمال د منځه وړي.
www.taleemulislam.net