تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د میلمنو خدمت کول خپل اخلاقی مسئوولیت وګڼی او میلمانه خپلو نوکرانو یا اولادونو ته د سپارلو په ځای پخپله د هغه د خدمت او آرام لپاره ملا وتړی، نبی (صلی الله عليه وسلم) به د معززو میلمنو قدردانی پخپله کوله، حضرت امام شافعی رحمة الله عليه چې د امام مالک رحمة الله علیه کره ولاړ او میلمه سوو . نو امام مالک رحمة الله علية په ډېر عزت او درناوی په یوه کوټه کې ويده کړ، د سهار پر وخت امام شافعی رحمة الله علیه واوریدل چې چایئ دروازه وټکوله او په ډېره مهربانی يې ورته غږ کړ، پر تاسې دی د الله (جل جلاله) رحمت وی د لمانځه وخت سویدی، امام شافعی رحمة الله علیه ژر پاسید،ګوری چي امام مالک رحمة الله علیه په لاس کې د اوبو ډکه کوزه(ګډوه) نیولی ولاړ دی، امام شافعی څخه يو څه وشرمیدو امام مالک رحمة الله عليه پری پوه سو او په ډېره مهربانی سره یې ورته وویل: ورورها هیڅ فکر مه کوه
دا د میلمه خدمت کول خو پکار دی .
ماخذ : په اسلام کې دژوندانه آداب
www.taleemulislam.net