لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له مطالعې څخه مخکي اړیني کړني
کله چي ستړي او ستومانه یاست؛ نو مطالعه مه کوئ.
۲ : له مطالعې مخکي لږ بدني نرمښت، تاسو په درس باندي پوهېدلو له پاره چمتو کوي.
۳ : خپل کاري وسایل مخکي له مخکي چمتو کړئ.
۴ : د مطالعې له پاره هغه کوټه چمتو کړئ، چي شور ماشور پکښي وانه ورېدل شي.
۵ : ځان عادت کړئ، چي سهار وخته له خوبه را ویښ شئ، لږ نرمښت وکړئ او وروسته مطالعه پیل کړئ.
۶ : کله چي اندېښمن یاست؛ نو مطالعه مه کوئ، لومړی خپله اندېښنه لري کړئ، بیا مطالعه وکړئ.
۷ : د درندو خوړو له خوړلو وروسته مطالعه مه کوئ.
۸ : هر کله مو چي داسي احساس وکړ، چي د مطالعې له پاره انګېزه نه لرئ؛ نو د څو شېبو له پاره، په خپل ژوند کي خپلي موخي او مسؤولیتونه یو ځل بیا بررسي کړئ او د خپلو پخوانیو موخو په لومړیتوب او د پروګرامونو په طرحه باندي مرور وکړئ.
۹ : د مطالعې پرمهال ټلویزیون مه ننداره کوئ.
۱۰ : داسي پروګرام جوړ کړئ، چي سخته او آسانه درسونه سره مله کړئ.
۱۱ : که چيري د مطالعې په سمه تګلاره باندي نه پوهېږئ، نو په دې برخه کي له پوه کسانو څخه پوښتنه وکړئ.
۱۲ : له هغه چانس څخه، چي په واک کي یې لرئ، وکولای شئ، د هغو پاڼو د حجم له مسؤولیت څخه را بهر شئ، کومي چي د مطالعې له پاره مو ټاکلي دي.
۱۳ : داسي پروګرام طرحه کړئ، چي وکولای شئ، د مطالعې وړ د ګټورو ساعتونو کچه مشخصه کړئ او د مطالعې له پاره د اړینو پاڼو شمېر د پروګرام له طرحې سره سم او د شته ساعتونو له کچي سره وټاکئ.
۱۴ : داسي پروګرام جوړ کړئ، چي له مطالعې مخکي د مطالعې له پاره درسونه د هغوی د ارزښت او اړتیا پر بنسټ تنظیم کړئ، ترڅو په پیل کي مهم او سخت درسونه ولوستل شي.
۱۵ : د هغو افکارو او احساساتو ګوښه کول، کوم چي د مطالعې د پیل کولو په مخکي خنډ ګرځي، د کاغذ پرمخ یاد داښت کړئ او هغه افکار هم یاد داښت کړئ، کوم چي د مطالعې پرمهال د مطالعې په وړاندي خنډ جوړه وي، ترڅو په یوه مناسب وخت کي د هغو په اړه فکر وکړئ، اړینه نه ده، چي دا افکار او احساسات په مفصله توګه ولیکئ؛ بلکي بسنه کوي، چي په یوه یا دوو جملو کي یې ولیکی.
۱۶ : داسې پروګرام جوړ کړئ، چي د مطالعې ستونزي د آزمویني شپې ته را ټولي نه شي.
ماخذ: د موضوع شننه له کتاب څخه
www.taleemulislam.net