تعلیم الاسلام ویب پاڼه
• خاموشي سره زر ده ، کله چې د یو ښه ځواب د ورکولو لپاره فکر نشې کولای.
• مینه هغه جال دی ، چېرته چې زړونه د ماهیانو په شان پکې بندېږي.
• نورو ته خدمت کول ، ستا د هغه استوگنځي د کرایې ورکول دي ، چې په دغه ځمکه يې لرې.
• ستاسو لاسونه هغه څه ، هیڅکله هم نشي وهلي، چې تاسو یې په سترگو نشی لیدلی.
• که د بایللو تجربه ونلرو، موږ به هیڅکله هم پوه نشو، چې د شي لايق يو.
• زغم او صبر د بریالیتوب كونجي ده.
• په ژوند کې هیڅکله هم شاته مه گورئ.
• ژوند جواري او قمار وهل دي.
• موږ هیڅکله هم زړور کیدلی نشو، که ویره ولرو.
• د پتنگ په شان الوځه، حریف ته د مچۍ په شان ټک ورکوه.
• تاسو به هیڅکله هم له ماتي سره مخ نشئ، که د هغه څه لپاره وجنگېږئ چې تاسو پرې باور لرئ.
• ملگرتیا د نړۍ تر ټولو سخت شی دی، چې په ریښتنی د معنا يئ ځان پوه کړو.
• د کوم څه په اړه چې فکر کوئ، په راتلونکي کې هم هماغه څه درنه جوړېږي.
• په نړۍ کي هر څه هم غلط ندي ، خو يوازې يو څه شیان دي، چې صحیح ندي .
• هر وخت چې هنداره کې ځانته گورم ، زه د کینټکي هغه کوچني ماشوم گورم، چې نوم يې کاسیوس کلي و.
• که د غره سرته رسیدل غواړئ ، نو مجبور یاست چې په هره ډبره پورته شئ.
• زه د ټولو برياوو څخه خوښ یم . خو تر ټولو زیات د خپلو ناکامیو خوښ یم، ځکه چې یوازنی شی، چې زه يې سخت کار ته هڅولم . هغه ماتي خوړل وه.
• د لوی اتل اوسیدلو لپاره باید تاسو باور ولرئ، چې د تاسو تر ټولو ښه یاست .
که غواړئ چې خوبونه مو ریښتیا سي ، نو تر ټولو ښه لاره داده .
چي له همدا اوس پاڅېږئ.
• بریا په دې معنا نده، چې هر وخت کامیابه کېږئ، ریښتني بریا داده . د غورځیدلو وروسته پاڅېږئ.
ماخذ : د کامیابۍ خبرې
www.taleemulislam.net