تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې درې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 26, 2022
  0

ایډیټ : حبیب الرحمن  صالحي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱: درو ډولو خلګو ته خپل راز مه وایه :کوچنیان ،ښځی ،ناپوهان .


۲: له درو شیانو څخه پرهیز وکړه : افسوس ،ظلم ،مسخرې.


۳: له درو شیانو څخه همیشه استفاده وکړه : عقل ،همت ،صبر .


۴: درې شیان همیشه پاک وساته :بدن ،جامې ،فکرونه .


۵: درې شیان همیشه په احتیاط اخله :قلم ،قسم ،قدم .


۶: د درو شیانو لپاره همیشه زیار وکاږه :لمونځ ،رزق ،جهاد .


۷: د دروشیانو لپاره همیشه په حقه طریقه جنګ وکړه : اسلام ،شرعی نظام ،خپل حق .


۸: له درو شیانو همیشه ځان وژغوره :شیطانت ،درواغ ،غیبت .


۹: درې شیان په یاد ولره :مرګ ،احسان ،نصیحت .


۱۰: درې شیان حاصل کړه :علم ،اخلاق ،دمور پلار او استاذانو دعاوي . 


۱۱: د درو شیانو احترام وساته :مور پلار ،استاذان ،اسلامي شریعت .


۱۲: په درو شیانو همیشه ایمان ولره :وحدانیت ،رسالت ،قیامت 


ماخذ : تعلیم الاسلام مجله / شلمه ګڼه 


www.taleemulislam.net


  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته