تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه وخت چې موږ د علم او پوهې منارې بلل کېدو، موږ د امام بخاري ، امام مالک، امام شافعي، احمد بن حنبل ، امام ثوري، جاحظ او ابن جوزي - رحمهم الله - د میندو په څېر میندې درلودې، چې زامن به يې د علم په سفرونو پسې لېږل نه د مال او شتمنۍ په ترلاسه کولو پسې؟
نن ورځ موږ هغو ميندو ته اړتيا لرو چې داسې بچي وروزي چې ددوی په واسطه زموږ د امت تللی برم او دبدبه بېرته راوگرځي، نړۍ ته داسې عالمان او رهبران ډالۍ کړي چې د اسلامي تمدن د علمي مرکزونو یاد بیا راژوندی کړي. د بغداد، کوفې ، بصرې ، بخارا او سمرقند څخه يو ځل بيا د نسل روزنې او امت جوړونې مدرسې جوړې کړي ، دغه وروسته پاتې او د جهالت په کندو کې لوېدلي امت ته لاس ورکړي او د علم او پوهې خوا ته يې رهبري کړي.
ماخذ : اتله مور شه!
www.taleemulislam.net