اول وباء مرض په اسلام کې
ليکنه : مولوي نقيب الله منيب «شېخيوال»/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مشکوة شريف په ( ۶ ) حاشيه کې چې د مرقات شرح مشکوة شريف څخه ده داسې بيان شوی: د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه کې په عمواس کې چې د بيت المقدس يوه قريه ده داسې طاعون ولګېدی چې په درې ورځوکې يې اويا زره ( ۷۰۰۰۰ ) کسان مړه کړل چې ډېر صحابه کرام هم په کې شامل وو لکه حضرت ابو عبيده ابن الجراح رضی الله عنه او په دغه ځای کې د مسلمانانو عسکر وو. مشکوة شريف ( ۴۶۶ص ).
ماخذ : الحدائق ذات البهجه فقهي ضروري مسائل.
www.taleemulislam.net